کور / تازه خبرونه / هلمند:په تصفيوي عملياتو کي طالبان وژل سوي دي

هلمند:په تصفيوي عملياتو کي طالبان وژل سوي دي


د هلمند ولايت په يو شمير سيمو كي  د افغان او بهرنيو ځوكونو په تصفيوي عملياتو كي لسګونه وسله وال طالبان وژل سوي او ژوندي نيولي سوي  دي .

د هلمند مرستيال والي عبدالستار ميرزك وال ددوشنبې په ورځ خبريالانو ته د نيول سويو لسو اوو تنو په اړه معلومات وركړل .

او درې تنه  د ملي امنيت لخوا د ناوې  ولسوالۍ د سرې كلا په سيمه كي د څلور ميله كلاشينكوفونو او نژدې  يو سل او درې اويا كيلو ګرامه تارياكو سره نيول سوي  دي .

وسله وال طالبان   د افغان دولت دغه ادعا نه مني چي ګواكي  طالب جنګيالي يې نيولي دي .

په عين حال كي د امريكا په مشرۍ ائتلافي ځواكونو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هلمند په ګڼو سيمو كي د خپلو عملياتو او ګزمو پر مهال د ګڼ شمير وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى دى .

وسله وال طالبان  هم  د درېو بريتانوي سرتيرو د وژل كېدو ادعا كوي .


بله خوا نن د کندهار له نړيوال هوايي ډګره د ناټو ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي چي پرون کاناډايي پوځيانو پر يوه موټر د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاباد سيمه کي چاودنه شوې چي يو کاناډايي سرتيری يې ژوبل کړی دی ، يوې بلي خبرپاڼي چي نن په کابل کي د ايساف او ناټو د مطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوېه پکښي ويل سوي چي ددیو يو سرتيری چي په سهيلي سيمه کي د يوې چادني پر مهال ټپي سوی و له زخمونو څخه مړ سوی دی ، دکابل څخه خپرې سوي خبرپاڼي د سرتيري هويت نه دی څرګند کړی ، خو ګمان کي.ي چي دا به همدغه پرونی سرتيری وي کوم چي د کندهار هوايي ډګر څخه خپرې سوي خبرپاڼي په ويڼا پرون په زنګاوات کي ژوبل سوی و .