کور / هراړخیز / بخښنه کول ولې زموږ ژوند سموي؟

بخښنه کول ولې زموږ ژوند سموي؟

Mohammad Ali Omari محمد علي عمريژباړه . محمدعلي عمري
ستونزه دا نه ده چي ته هغه نه بخښې  بلکه ستونزه داده چي ته ددې وس او توان نه لرې چي هغه وبخښې. يعنې ضعيف او عاجز یې. دومره توان او طاقت نه لري چي دهغه تر خطاوو ورتيرشې. تاسو بايد په لومړي  قدم کې  دبخښې معنا او مفهوم په ښه ډول سره وفهموی چي داشتباه او خطا په وړاندې بخښنه کول ممکن دي که نه

 او نور خلګ له تاسره پردې بخښنه کولو باندې مقاومت کوي کنه . کله ناکله ستاسو په ذهن کې  دغه اشتباه ځاي ونیسي چي ګواکي بخښنه کول  ستاسو وظیفه او دنده ده تاسو به حتما نوروخلګوته  بخښنه کوئ.

همدغه اشتباه يوه ستونزه ده  . تحقیقات داښيي هغه  خلګ چي نورو ته بخښنه کوي هغوي تل خوشحاله او خندانه وي  نسبت وهغوته چي بخښنه نه کوي.کينه او حسد لرل له تاسو څخه ښادي او خوښي وړي او ديوه محرک څيز په څير ستاسو دبدن وسلامتي ته زیان رسوي. که ته بې بخښنې او له کينې څخه ډک شخص یې نوکله چي له یوې پيښې سره مخامخ شې  فکر وکړه ستاسو په بدن کې به يو ډول هورمون په غيراختياري ډول سره دزياتيدو په حالت کې وي چي دغه حالت به تاسو نا آرامه ساتي. اوباید په دې پوهه سې چي بخښنه يواځې دالفاظو نوم نه دی بلکه له ځان څخه دخښم او غم او درد ليري کولو ته بخښنه وايي.

 اوچي يو ستونزه او مشکل پيښ شي بيا دهغه مشکل په اړوند سوچ کول ستاسو دوينې فشار لوړوي  او په راتلونکي وخت کې ستاسو دزړه  دپاره هم ناوړه پايلي لري  او تاسو له خوښۍ او خوشحالۍ څخه ليري کوي  او کينه ساتل او بخښنه نه کول دې ته لاره هواروي چي ستا دوستان  له تاسو څخه بې اعتماده کړي . بايد  هغه منفي افکار لکه حسد  نفرت کرکه او انتقام اخيستل  دغه منفي افکار بايد په  ترحم محبت او دوستي سره بدل کړې . او بايد پردې هم غور وکړو چي دتاریخ په اوږدو کې  بخښنه کول موږ ته له پیغمبرانو ع  څخه راپاتي ده او الله تعالی چي ددې ټول کاينات رب او پالونکی دی هغه هم بخښنه کوي وخپلو بندګانو ته. بخښنه کولاي شي چي ستاسو دبدن اضطرابي او سرګرداني ختم کړي  او ستاسو دخښم او کينې انرژي  په آرامي او هوسايي بدله کړي

  که ته بخښنه ونکړې نو ستا په زړه کښي به دحسد او انتقام لمبې تل بلې وي او تاسو به ښکاره خبره ده له يوې روحي ستونزي سره مخامخ کړي. دانسان پرماغزو تحقیق او څيړنه شوې او دې نتیجې ته رسيدلې ده چي دانسان عاطفي سسټم او دوينې دجريان حالت په بخښنه کولو سره پرمختګ او وده کوي .کوم وخت چي مو چي يو څوک په تکلیف کوي  نو هغه  څه چي هغه ته یې ووايو بايد پر يوه  کاغذ  یې له ځان سره وليکو

 او دغه ذهني خبري به تر يو حده   زموږ دآرامۍ سبب شي دغه کار موږ ته دا زمينه برابروي چي دخپل احساس  ټولې خبرې دکاغذ پر مخ په يو په يو بيان کړو  او يوډول منفي انرژي له خپل ذهن څخه وباسو. نو په همدې ترتيب سره به مو دخښم او ناراحتۍ احساس  کم شي او ښه به وتوانیږو چي پرمخ ولاړشو. او داسوال کيږي چي آيا بخښنه کول هنر  غواړي که قدرت؟ جواب یې دادی چي  بخښنه کول يو ډول قدرت دی  ځکه په دنيا کې ستر او زورو خلګ تيرشوي دي هغوي ټولو دغه قدرت درلودو چي  نوروته بخښنه وکړي او بخښنې یې کړي هم وې .