" /> " /> " /> " /> د جي ۸ هيوادو سرمشریزه غونډه جوړه سوه – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د جي ۸ هيوادو سرمشریزه غونډه جوړه سوه video

د جي ۸ هيوادو سرمشریزه غونډه جوړه سوه video


د جاپان په شمال  د هوکايډو په  جزيره کي د جي ۸ هيوادو سر مشريزه غونډه نن  دوشبنه (د جولای اومه) جوړه سوه . په دغه درې ورځنۍ سر مشریزه غونډه کي چي د نړۍ د اتو صنعتي هيوادو د مشرانو په ګډون   د اسټرلیا، برازیل، چین، هندوستان، اندونزیا، مکسیکو،  جنوبي کوريا او جنوبي  افریقا هيوادو مشرانو  د مېلمنو په توګه حضور لري .

 په دغه سرمشريزه کي د نړۍ د   ۲۲ هيوادو مشرانو برخه اخيستې ده  چي اووه تنه يې د افريقايي هيوادو مشران دي . د تانزانیا، اتیوپيا، ، نایجریا، سنيګال، ګيانا او د الجزایر د هيوادو مشرانو  هم د مېلمنو په کتار کي برخه لري  .

 سر مشريزه غونډه به  د مځکي د جوي بدلون او د هغه دکنټرول پر لارو چارو، د نړۍ اقتصادي بحران، د غذايي موادو ګرانوالی او  په نړۍ کي د تيلو د نرخ لوړېدل، هغه  ترټولو مهمي موضوعګاني دي چي غور ورباندي کيږي .

ډېر څېړونکي په دې باور دي چي د صنعتي هيوادو مشران نشي کولای په دې درې ورځو  کي د نړۍ دغه جدي مشکلات او جاري بحرانونه حل کړي .