کور / تازه خبرونه / كراچي: اوو چاودنو يو تن مړ او ۴۵ زخميان سول

كراچي: اوو چاودنو يو تن مړ او ۴۵ زخميان سول


پرون ماښام د پاكستان په تر ټولو ګڼ مېشتي ښار كراچي كي اووه پر له پسې چاودني وسوې چي له امله يې يو تن مړ او ۴۵ ټپيان سول.
د پاكستان وزير اعظم سيديوسف رضا ګيلاني پر سيند ايالت سربېره په پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان ايالتونو كي هم پوليسو او پوځيانو ته د تيارسئ اعلان وكړ.
د كراچي پوليس وايي دغه چاودني د ښار په پنځو بېلابېلو سيمو كي رامنځته سوې چي د ښاريانو په منځ كي يې بېره خپره كړه.
د سيند ايالتي حكومت په ټول كراچي كي د پټرولو پر پمپونو بنديز ولګاوه چي له امله يې د ښار موټر چلوونكي له سختو ستونزه سره مخ كړي دي.