کور / ترخې خبري / زه بې څوکه پکتيا يم !

زه بې څوکه پکتيا يم !

پکتيا

لېکنه : اسدالله غيرت

تاريخ زما د اوږدې تاريخي مخينې ، ميړانې ، ننګ او غيرت شاهد دی ، ما مې په خپله شډله بډله غيږه کې داسې اتلان او د هېواد په مينه مين زلمي لرل چې ، د وخت لوی لوی زبرځواکونه او فرغوني لښکرې يې د دنيا له مخه ورکې کړې ، په دې کې شک نه شته چې زما له طبعي ښکلاوو جوړه غيږه د رښتينو او اصيلو بچيانو لپاره جنت وه او هغه چا ته مې په خپله غيږه کې کله هم ځای نه دی ورکړی ، کوم چې خاينان او پرديپال و .

خو نن ، زه مې په خپل خال افسوس کوم ، ما کله هم داسې فکر نه کاوه ، چې زه دې داسې شم ، نن زما سترګې ټيټې دي ، زه په خپله غيږه کې د رالويو شويو له لاسه له شرمه چا ته کتلی نه شم .

تاسو ګوری چې زما په غيږ کې ډيرۍ رالوی شوي ، زما له تاريخي نوم نه په ګټې اخستنې پر ما او زما په غيږ کې پر بې وسو خلکو تجارت کوي ، دوی دا کار په پوره ميړانه او سپين سترګۍ ترسره کوي .

زما په غيږ کې ډيرۍ وږي تږي ، لوڅ لغړ ماشومان او ښځې په يوه ګوله ډوډۍ پسې هم حيران دريان دي ، زه هر وخت د همدې بې وسو پر خال اوښکې تويوم او په درد يې درديږم ، خو هی افسوس چې زما پر غيږه واکمان کسان بيا دا چيغې او فريادونه کله اوري ، دوی يوازې د خپلو ګيډو غم پسې اخستي دي ، زما د تن په وينو خپلې ګيدې ډکوي او دا کار خپل رښتينی رسالت ګڼي .

زما د غيږې طبعي ښکلاګانې د تبرونو په تيرو څوکو غوڅې شوې ، هيچا هم زما ددې عظيمې شتمنۍ د ساتلو مخنيوی ونشو کړای ، زما د غيږې پر قيمتي کاڼو د پرديو هېوادونو بنګلې ابادې شوې ، خو هی افسوس چې هيچا را ونه ګرځولې. زما په غيږ کې د بې وسه او بې کسه بچيانو سره، روانې بې عدالتۍ د عرش ستنې ولړزولې ، خو هی افسوس چې د وخت د حاکمو چارواکو په زړه کې يې د نوک هومره زړه سوی هم راپيدا نکړ .

زه د نړۍ پر مخ د انسانانو هغه بدمرغه غيږه يم چې ، خپلو او پرديو ، هيچا راباندې زره قدرې زړه سوی او رحم هم ونکړ ، زما د وجود ښکلاګانې يې لوټ کړې ، زما له وياړه ډک تاريخ يې له خاورو سره خاورې کړ ، له ما سره یې د مور او ميرې چلند تر سره کړ او بلاخره هغه څه چې يې غوښتل ، هغه يې ټول راسره وکړل .

زما د غيږې استازو زما د ښايست په پيسو او زما د بچيانو پر حقوقو لوې لوې ماڼۍ جوړې کړې ، زما پر خاوره واکمنو زما په سترګو کې خاورې وشيندلې او زما د ښايست ګاڼې يې ولوټلې ، زما د غيږې مدني فعالانو او ژورناليستانو ، زما پر بچيانو د روانې بې عدالتۍ د غږ اوچتولو په بدل کې پيسې واخستې او په لوی لاس يې په حقيقتونو سترګې پټې کړې .

ته ، اې زما خدايه ! ما له اوسني خالت څخه را وباسه ، زما پر خال رحم وکړه او زما د غيږې بچيانو ته د نېکۍ هدايت وکړه .

تاسو اې زما په غيږه کې رالويو شويو او زما په وينو تجارت کوونکو بچيانو ! هغه ورځ لرې نه ده چې ، تاسو به يو ځل بيا زما په غيږه کې ويده کيږی او زما په پړوني کې به خپل مغرور سرونه پټوی ، نو تاسو به زما پر وړاندې خدای ته د ترسره شويو بدمرغه کړنو ځواب څنګه ورکوی ؟

چې ماشومانو ته ورپاته شوله

دا غرنۍ پکتيا ميراته شوله

۱۳۹۵/۸/۲۸ ګرديز