کور / کره کتنه / ̎̎̎ (عاشو، لمر او باران اوري̎) د پښتو لومړى شاهکار ناول

̎̎̎ (عاشو، لمر او باران اوري̎) د پښتو لومړى شاهکار ناول

Raz mohammad raz رازمحمد راز
 ̎ عاشو، لمر او باران اوري̎ د مرحوم پروفيسر راز محمد راز ناول دئ. دا ناول په (٢٠٠٨م) کي د فکر نو ادبي فورم پښين له خوا چاپ سوى دئ. دا چي ما ولي دا ناول د پښتو لومړى شاهکار ناول نومولى دئ؟ زه هڅه کوم، چي په دې لنډه ليکنه کي دې پوښتني ته جواب ووايم.
مخکي تر دې چي زه خپلي اصلي موضوع ته راسم، دا يادونه ضروري گڼم، چي ياد سوى ناول څو کاله مخکي ماته گران دوست ښاغلي عصمت زهير رالېږلى وو. زه په دې ځان ملامت گڼم، چي تر اوسه مي د دې ستر پښتو ناول له مطالعې څخه ځان بې برخي کړى وو! هيله ده، چي له دې وروسته د داستاني ادبياتو باذوقه پښتانه لوستونکي د پښتو ادب د دې ټولنيز، سياسي، فلسفي، سايکالوجيک او د ناسمو مذهبي او ټولنيزو ارزښتونو پر ضد له بغاوت او مثاليته ډک ناول له مطالعې څخه ځانونه بې برخي نه کړي.
 د پښتو ناول ليکني په شاوخوا سل کلن بهير کي په لسگونو ناولونه ليکل سوي دي. په دې ناولونو کي د فن او هنر له پلوه ځيني ناولونه د يادوني او ستايني وړ دي، خو زما په نظر موږ تر اوسه تر يو يا دوه زيات داسي ناولونه نه لرو، چي نړۍ وال ادب ته دي وړاندي سي. داچي ولي؟ يو جلا بحث دئ، خو زه په پوره باور سره ويلاى سم، چي د مرحوم راز محمد راز  ̎ عاشو، لمر او باران اوري̎ يو له هغو ناولونو څخه دئ، چي پښتانه يې نړۍ وال ادب ته وړاندي کولاى سي.
   ̎ عاشو، لمر او باران اوري̎ د يوې تعليم يافته او له فلسفې سره اشنا ښايستې پښتنې پېغلي د ستم او جبر ځپلي ژوند داستان دئ. د ناول مرکزي کرکټره (عاشو) په کوچنيوالي کي د خپلي مور د ښايست له امله د پلار له سيوري څخه بې برخي کېږي. مور يې د خپل لېوره له لوري جبري نکاح ته مجبوره کېږه او دا د خپلي عمه (خاتمې) او د هغې له مېړه (اياز خان) سره استوگنه غوره کوي.
پر عاشو د (ناصر خان) په نامه يو ځوان له کوچنيوالي گران وي. هغه د دې د کوچنيوالي د لوبو ملگرى وي.  کله چي دا په ښه او بد پوه کېږي، نو په زړه کي يې د ناصر خان د ميني گلان لا پسي غوړېږي. د همدې ميني په جريان کي يوه ورځ عاشو ناروغه کېږي. د دې ناروغۍ او نورو ټولنيزو اغېزو له امله د بېري په روحي تکليف اخته کېږي. پلار يې د کلي ملا اختر محمد شريعت يار ته د دم له پاره لېږي. ملا اختر محمد د عاشو  د کوچنيوالي د قران استاد هم وي. کله چي د قران د زده کړي پر مهال د عاشو وجود نوي خطونه باسي، نو د ملا اختر محمد نظرونه يې د وجود غوښي خوري. په دې مهال کي عاشو پېغلتوب ته د ور نژدې کېدو له امله له کليوالي پښتني دود سره سم د کورنۍ له خوا له دباندي وتلو منع کېږي او د ملا اختر شهواني ارمانونه نيمگړي پاته کېږي. کله چي عاشو ملا اختر ته د دم له پاره ورځي، نو هغه د دم په نامه په خپلو شيطاني اعمالو پر هغې د جنسي تېري هڅه کوي. ملا په دې شيطاني توطيه کي د برياليتوب په حال کي وي، چي عاشو ته ناصر خان مينه ور په زړه کېږي او د يو الهامي قوت په توگه يې د ملا شرمولو ته هڅوي.  
ناصر خان چي زلمى سي، نو په يوه ديني مدرسه کي زده کړه پيل کړي. وروسته دغه زلمى د سياسي اسلامسټانو په لمسون په کندهار کي د ځانمرگي په توگه خپل سر خوري. د پلار مړينه، د ملا اختر شيطاني عمل او د ناصر خان مړينه عاشو له روحي گډوډۍ سره مخامخ کوي، خو په دې سختو حالاتو کي يې يوازينۍ تکيه اياز خان ښه لاس ورکوي.  هغه د اياز خان سره د خپلوۍ (رشتې) د محرميت سره، سره د يو بې تعرفه ميني په تار بندېږي. داچي نوموړې نه سي کولاى، چي په شرعي او رسمي ډول دا مينه وپالي، نو دې ته اړه کېږي، چي د (نعمان) په نامه د يوه ځوان د ميني غوښتني ته مثبت جواب ووايي. د دوى دوو د کوزدې په جريان کي نعمان د ايډز په ناروغۍ اخته کېږي. دا ناروغي تر ډېره وخته د دوى د واده خنډ گرځي. وروسته د نعمان معالج ډاکټر هغه ته د محافظتي تدابيرو په اختيارولو سره د واده اجازه ورکوي. کله چي دوى واده وکړي، نو د واده په اوله شپه نعمان له خپلي ميني عاشو سره د خپلي ناروغۍ خبره شريکوي او له دې امله دواړه له جنسي اړيکو څخه ډډه کوي. که څه هم دا پېښه د عاشو پخوانۍ ذهني او روحي ستونزه لا ډېروي، خو پر دې سربېره عاشو تر هغه وخته د نعمان ميني ته وفاداره پاته کېږي، تر څو هغه له يوې بلي بازارۍ ښځي سره پر اړيکو ويني. دا پېښه د هغې د زړه او روح دنيا نوره پسي ورانوي. هغه د دې ټولو ناخوالو څخه د پناه له پاره د اياز خان ميني ته ځان اچوي او د خپلوۍ له محرميت سره، سره له هغه سره جنسي اړيکي نيسي. له دې اړيکو څخه يې يو زوى کېږي. دا زوى له نامشروعيت سره، سره د هغې نړېدلي نړۍ ته تکيه ورکوي، خو فطرت او تقدير يې د ميني دا تحفه هم د ناورغۍ په پلمه له غېږي اخلي. 
له دې پرلپسې ستمونو څخه وروسته د عاشو په زړه کي له قدرت څخه د انتقام لمبې سر پورته کوي. هغه په لوى لاس له خپل مېړه څخه د ايډز مرض اخلي او د دې مرض په واسطه له خپلو ښځو سره د بې وفا او خاينو نارينه وو، ټولنيزي دوه مخۍ، سياسي اسلامسټانو، فطرت او تقدير څخه د انتقام اخيستلو له پاره لېڅي را نغاړي. 
د ناول مرکزي کرکټره عاشو له پورتنيو ټولو ناخوالو او ستمونو سره نه يوازي داچي تر مرگه مبارزه کوي، بلکي هغه د يوې آيډيالي کرکټري په حيث د مرگ د ماتولو هڅه هم کوي. هغه په لوى لاس ځان د مرگ خولې ته په لاس ورکوي او په دې ډول غواړي، چي له مرگ څخه هم ماته و نه خوري. د پښتو ژبي د نورو ناولونو برعکس د دې ناول لومړۍ او ستره ښېگڼه هم همدا ده، چي د ژوند او انسانيت د ښېگڼي له پاره لوستونکي ته د ژوند او ټولنيزو ستمونو په وړاندي د مبازرې نوې لار په لاس ورکوي.
زما په نظر ژوند ته له نويو زاويو کتل او له ستمونو سره يې په نوي انداز مبارزه کول د مثاليت او آيډيل معنْى لري. په نړۍ وال ادب کي مثاليت ځانگړى ارزښت لري. د نوبل ادبي جايزې د ورکړي پر مهال هم دې ټکي ته ځانگړى ارزښت ورکول کېږي، ځکه چي د الفريډ نوبل له وصيت سره سم په ادبياتو کي دغه جايزه بايد هغه اديب ته ورکړه سي، چي د انسانيت د يوې اعظيمي گټي پر مخبېونکى وي او يا پر يو مثالي يا ايډيال لوري روان وي. که څه هم د نوبل د وصيت مثالي لورى يو مبهم ټکى وو، خو د سويډش اکاډمۍ مسئولينو په بېلابېلو وختونو کي د دې ټکي د تعبير له پاره جلا، جلا تعريفونه وړاندي کړل. ̎په لومړي پړاو کي د نوبل د وصيت ياد سوى (مثالي لورى) يو لوړ او قوي ايډيال وبلل سو. د همدې معيار پر بنسټ بائيورنسن (Bjornson)، کپلنگ (Kipling) او پال هيس (Paul Hesse) ته جايزې ورکړل سوې… په ١٩٢١م کي د (نوبل) د وصيت دغه جز له سره تعبير سو، دا يې پراخ دله انسانيت وباله او په دې ډول د اناطول فرانس او جارج برنارډشا له پاره د جايزې دروازه خلاصه سوه… وروسته اکاډمۍ هڅه وکړه، چي د نوبل د وصيت د مثالي لوري تعبير تر وسه، وسه په پراخه معنا وسي. د همدې هڅي په نتيجه کي کميسون دا  ومنله، چي سنجيده ادب هغه دئ، چي يو انسان نه يوازي له خپل حالت څخه اگاه کړي، بلکي د هغه ژوند هم ور ښه کړي.̎  (نوبل جايزه وړونکي اديبان. ليکوالان: خالد اقبال ياسر او محمد ارشد رازي. ترجمه: نثاراحمد آريا)
اردو ژبى ليکوال ډاکټر کامران کاظمي په خپله يوه مقاله (اردو مى اچهى ناول کيو نهى ليکى گئى؟) کي هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايي، چي:̎ …د اکثرو نوبل جايزه وړونکو اديبانو آثار (پنځوني) لوستونکي دې ته هڅوي، چي د ژوند په اړه  نوى فکر وکړي…̎  
د مرحوم راز محمد راز   ̎ عاشو، لمر او باران اوري̎  هغه ناول دئ، چي لوستونکي ته د ژونداو ميني په اړه نوي اړخونه روښانه کوي. دا ناول که له يوه لوري د ژوند او ميني په اړه نوي رازونه افشا کوي، نو له بل لوري لوستونکو او په ځانگړي ډول پښتنو مېرمنو ته د ناسمو کلتوري، مذهبي او ټولنيزو بې انصافيو په وړاندي د ژوند له پاره نوى ايډيال هم په لاس ورکوي. 
کله چي څوک د مرحوم پروفيسر راز دغه ناول لولي، نو د ژوند له نويو آيډيال رازونو سره اشنا کېږي او لوستونکى داسي احساس کوي، چي يو نوي جهان ته راغلى او د ژوند نوي حقيقتونه يې درک کړي دي. د نوموړي ناول په يوه مکالمه کي لولو:̎ د قدرت په مقابل کي د انسان شکست، په خپله د قدرت ځانگړى شکست پاته کيږي، چي د جدل منطقي نتيجه دا ده، نو بيا آه و گريه او زاري پر څه! بيا نو ولي هر انسان د خپل حق او د خپلي خوښي د ژوند دپاره د قدرت سره ، و، تاوده جنگ ته ذهني امادگي نه ولري؟̎ د دې ناول دا او دې ته ورته نوري مکالمې هغه څه دي، چي لوستونکي ته د ژوند د يو مهم اړخ (نهيليزم) سره د مبارزې نوې لار په لاس ورکوي. 
په يو اثر کي مثالي لوري وړاندي کول، د يو ستر اثر او سنجيده اديب ځانگړني دي. د ډاکټر کامران کاظمي په وينا سنجيده ناول نگار هغه څوک دئ، چي د عالي ادب د تخليق په هڅه کي وي. عالي ادب د ټولني ذهني او ټولنيزه سطحه لوړوي. زما په نظر پر پښتني ټولني د ادب د ناجوت اغېز يو لامل ښايي دا هم وي، چي زموږ عالي داستاني ادب کمزورى دئ او آثار مو د مثالي لوري او آيډيال له رنگينيو بې برخي دي.    
 د دې ناول د شاهکارۍ بله لويه ځانگړنه بغاوت دئ. نړۍ وال کره کتونکي په يو ادبي اثر کي بغاوت ته هم په لوى ارزښت قايل دي. د ادبي آثارو د کرکټرونو بغاوت هغه ښگېڼه ده، چي د يوې ټولني د فکري، ټولنيز، سياسي، علمي او فلسفي پرمختگ جمود ور ماتوي او د يوې ټولني خلکو ته د پرمختگ نوي لاري او طريقې په لاس ورکوي. 
د نوموړي ناول مرکزي کرکټر (عاشو) او ځيني نور ښځينه کرکټرونه د خپلي ټولني د منفي ارزښتونو، د نارينه استعماريت او ناسمو مذهبي ارزښتونو پر ضد له بغاوته ډک دي. زما په فکر که د دې ناول د کرکټرونو بغاوت د پښتو ژبي د نورو ټولو ناولونو له بغاوت سره په کيفي او کمي لحاظ پرتله سي، نو نه يوازي دا چي د دې ناول بغاوت پر زيات دئ، بلکي نور ټول پښتو ناولونه د دې ناول د بغاوت درېيمه برخه هم نسي جوړولاى. 
 د پښتو د اکثريت ناولونو کرکټرونه د خپلي ټولني له ټولنيزو، کلتوري، طبقاتي، جنسي او ناسمو مذهبي ستمونو او ناخوالو څخه کړېږي، خو زما له معلوماتو سره سم داسي کرکټرونه ډېر په کښي کم دي، چي د دې ستمونو پر ضد بغاوت وکړي، او لوستونکي ته پر دې ستونزو د برلاسه کېدو لارښوونه وکړي. زما په نظر د بغاوت د عنصر کموالى د پښتو ناولونو بله لويه کمزوري ده. 
زه په دې باور يم، چي که د پښتو داستاني ادب له فني اړخه له نړۍ وال ادب سره پرتله سي، نو ښايي په ځينو برخو کي سيالي ورسره وکړي، خو دا چي زموږ په داستاني ادب کي د بغاوت اړخ ډېر کمزورى دئ، نو له دې امله له نړۍ وال ادب څخه پر شا پاته دئ. 
   ̎ عاشو، لمر او باران اوري̎ د کرکټرونو له بغاوت څخه مالا مال ناول دئ. د دې ناول د مرکزي کرکټر او ځينو نورو کرکټرونو بغاوت د لوستونکي تنده ور ماتوي او د دوى د زړه هغه خروښ ور باسي، چي له پېړيو، پېړيو راهيسي يې د ټولنيزي نابرابرۍ او منفي ارزښتونو د ستم له امله د يو منحوس گرز په څېر پر زړونو پروت دئ.
 د دې ناول لومړى بغاوت هغه مهال را منځ ته کېږي، کله چي عاشو خپل استاد ملا اختر محمد شريعت يار ته د هغه د شوم او ناروا هدف د مخنيوي له امله پر مخ چپلاخه (څپېړه) ورکوي او د هغه له منحوسي شيطاني څېرې څخه پرده کوي. تر دې وروسته د ناول مرکزي کرکټره په بېلابېلو ډولونو سره په جلا، جلا ځايونو کي د ژوند د ناسمو مذهبي او ټولنيزو ارزښتونو پر ضد بغاوت ته مخه کوي. هغه د ژوند په لار کي هره هغه پديده چيلنجوي، چي د ميني او انساني فطرت سره په ټکر کي وي.
 د دې ناول بغاوت هلته لا جدي بڼه غوره کوي، چي عاشو له پرلپسې ستمونو وروسته د خداى پاک سره په جنگ لوېږي. ښاغلى افضل شوق د دې ناول په سريزه کي دې ټکي ته اشاره کوي او وايي:̎ د پروفيسر راز صاحب د ناول هيروئينه عاشو د ژوند په دېوالونو ليکل شوى اشتهار څنگه شوه؟ او د هغې د سوچ په منطقي دليل هغې کړي څه وو، چي د مسلسل انتقام د لاندي خداى نيولې ده؟ او څه سوب وو، چي هغه د محروميانو او پر له پسې ماتي خوړلو وروسته په دې نظريه ياني ((مرد هغه دى، چي خداى قابو کړي)) رنگه عقيدې لرلو باندي مجبوره کوي.̎ د دې ناول بغاوت ځکه تر نورو پښتو ناولونو ډېر ځانگړى دئ، چي دا بغاوت هره هغه پوله له منځه وړي، چي زموږ ډېر ليکوالان يې تصور نه سي کولاى. په دې برخه کي د ناول د ليکوال کمال په دې کي دئ، چي دا هرڅه ته يې په خورا مهارت محفوظ شکل هم ورکړى دئ، ځکه سره له دې چي عاشو د خپل خالق سره په جنگ لوېږي، خو بيا هم د هغه مينه (د الله نوم) په غاړه گرځوي او هغه خپل ښايسته خداى گڼي!
 تر مثاليت او بغاوت وروسته د دې ناول بله لويه ښېگڼه فلسفه ده. پښتون قوم د فلسفې له نعمت څخه د افسوس تر بريده بې برخي دئ. په دې برخه کي د مرحوم غني خان، مرحوم ډاکټر بهاوالدين مجروح وروسته مرحوم پروفسير راز هغه څوک دئ، چي دې برخي ته يې پاملرنه کړې ده. په پښتون قوم کي د فلسفي غربت له امله زموږ ادبيات هم خوار دي. که زموږ دا برخه يو څه غني واى، نو زموږ داستاني ادب به هم د گاونډيو ژبو له داستاني ادب سره د سيالۍ وړ واى .
فلسفه د نړۍ د پرمختلليو ژبو د داستاني ادب مهمه برخه جوړوي. د نړۍ ډېرو داستاني آثارو د فلسفي افکارو د لرلو له امله د نړۍ والتوب امتياز گټلى دئ. دا چي د مرحوم پروفيسر راز د ناول فلسفه پر څه راڅرخي، يو جلا بحث دئ. زما په نظر د پښتو ادب له پاره لږ تر لږه دا لا ډېره د ارزښت وړ ده، چي په ناول کي يې د فلسفې ابتدا وسوه او په ډېر قوت سره وسوه.  
 زما په نظر د دې ناول بله لويه ښېگڼه د کرکټرونو ژوندى والى دئ. د نوموړي ناول کرکټرونه زموږ د ډېرو نورو ناولونو د کرکټرونو په څېر يوازي د گناه او ثواب ټېکه داران نه دي، بلکي د ژوندي انسانو په شان هم ښه کوي او هم بد. 
 د مرحوم راز دا ناول که له يوه لوري له سترو ښېگڼو څخه برخمن دئ، نو له بله اړه ځيني داسي ټکي هم په کښي تر سترگو کېږي، چي د دې ناول نظرمات يې گڼلاى سو. زما په نظر د نوموړي ناول لومړى نظرمات دا دئ، چي د جزيات نگارۍ او ترسيم پر ځاى له واقعه نگارۍ څخه ډېر کار په کښي اخيستل سوى دئ. همدارنگه په دې ناول کي که له يوه اړخه د انځورگرۍ او احساساتو د بيان خورا په زړه پوري تصويرونه وينو، نو له بله پلوه د يو څو ډېرو کليشه يې تشبيهاتو سره هم په کښي مخ کېږو. د دې تر څنگ په ځينو ځايونو کي د ناول مکالمې هم مصنوعي بڼه غوره کوي. کرکټرونه يې د فزيکي وجود پر ځاى ډېر سايکالوجيک وجود لري. زما په نظر دا او دې ته ورته ځيني نوري کوچنۍ کمزورۍ په هيڅ ډول د دې ناول پر عظمت اغېز نه سي کولاى. 
زه د خپلي دې لنډي ليکني په پاى کي د ناول پورتنيو او گڼو نورو ښېگڼو ته په پام سره په تکرار وايم، چي دا ناول د پښتو ادب لومړى شاهکار ناول دئ. د دې ناول پر فلسفي، سايکالوجيک، فني او هنري اړخونو خورا ډېري خبري او څېړني کېداى سي. هيله لرم، چي پښتانه څېړونکي او کره کتونکي د دې ناول پر کرښه، کرښه منصفانه کره کتني وکړي. همدارنگه لويه آرزو لرم، چي نوموړى ناول د يو مستعد ليکوال له خوا انگرېزي ژبي ته ترجمه سي، تر څو په نړۍ وال ادب کي د پښتو ادب د لوېدلي سر په را پورته کولو کي مرسته وکړي.
"نثاراحمد اريا"
پاى
٣٠-٨-١٣٩٥ ل