کور / هراړخیز / د ملګري د پيدا کولو لپاره شپږ رازونه

د ملګري د پيدا کولو لپاره شپږ رازونه

 

۱- په اخلاص سره هغوی سره اړيکه ټينګه کړئ:

دا خو به سره منو چې اخلاص هيڅ کله هم خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي. البته موږ ډېری داسي کسان وينو چې د زړه له کومي له چا سره مينه نه لري؛ هسي د يوې موخي د پوره کولو لپاره ورسره اړيکه ټينګوي. خو د مقابل لوري په داخل کې يو حس هغوی ته وايي چې هغوی صادق نه دي. په خپل ذهن کې پر دغه ډول افرادو بد رد وايي.

خو په رښتيا سره څه ډول کولای شو په اخلاص سره له يوه کس سره علاقه ولرو؟ د مختلفو پوښتنو په مطرح کولو سره؛ ووينئ د کومو کارونو له ترسره کولو څخه خوند اخلي او په خپل ژوند کې کوم کارونه سرته رسوي. ټول وګړي دا خوښوي د خپل ځان په اړه خبري وکړي. اجازه ورکړئ چې د خپل ځان په اړه تاسو ته خبري وکړي او معلومات درکړي.

۲- موسکا وکړئ:

په دې برخه کې کوم خاص څه موجود نه دي. خو هغه وخت چې په موسکا سره مجلس ته داخلېږئ، لکه يوه آهن ربا() د زياتو خلکو نظر ځانته جلب کوئ.يعني هر کس چې غواړئ د ځان ملګری يې کړئ، بايد ورته نرمه او خوږه موسکا وکړئ.

۳- هغوی ته په واړه نوم سره غږ وکړئ:

پام مو وي چې د خلکو شخصي نومونه(تخلصونه)، د هغوی لپاره خواږه او مهم غږونه دي، چې غوږ ته يې رسېږي؛ دوی ترې خوند اخلي. نو د دې لپاره چې د ملګرتوب په کار کې بريالي ياست، مقابل لوري ته په هغه نوم سره غږ وکړئ، چې دوی ځان ته ټاکلی وي.

۴- ښه اورېدونکی و اوسئ:

نور تشويق کړئ چې د خپل ځان په اړه خبري وکړي. هغه مهال چې دغه کار په ځانګړې ميني او په جدي ډول تر سره کوئ، نورو ته په درناوي قايل شئ او ورته ارزښت ورکړئ. دغه کړنه په هغه افرادو کې له پرمختلليو ځانګړنو څخه ده چې بريالي ټولنيز روابط لري. نو د دې لپاره چې مقابل لوری تر اغېز لاندي راولئ او ستاسو سره ملګرتوب ته زړه ښه کړي، د هغوی خبرو ته غوږ ونيسئ او په پوره مينه او لېوالتيا سره يې د زړه اواز واورئ.

۵- د مقابل کس د علاقو() په اړه خبري وکړئ:

دغه برخه په دې امر ټينګار کوي چې د نورو خبرو ته د غوږ نيولو لپاره، وخت پرېږدئ. اجازه ورکړئ تر څو د بحث اصلي موضوع د هغوی د شخصي علاقو پر محور وڅرخي. په دې کار سره يوه دوه اړخيزه تفاهم ته رسېږئ چې ستاسو تر منځ دوستي تقويه کوئ. په دې اړه خبري وکړئ چې نوموړی کس له کوم څه سره علاقه لري.

۶- په صادق ډول يو داسي کار وکړئ چې د مهم والي احساس وکړي:

که دغه کار د زړه له کومي سرته ونه رسوئ، د زيات وخت لپاره به دوام ونه کړي. د نورو د مثبتو اخلاقي ځانګړنو په لټه کې اوسئ او د هغوی عقايدو، د ژوند ډول او باورونو ته درناوی وکړئ. دغه کار د هغه کسانو په برخه کې هم تر سره کړئ چې ور سره علاقه نه لرئ. دغه تغير موندنه په راتلونکي کې ستاسو لپاره زياتي پايلي لري. البته ۴ او ۵ او ۶ رازونه په دې متن کې په مستقيم ډول له لومړي راز سره اړيکه لري. هر کار چې د دوستۍ او ميني له اړخه يې سرته ورسو، زموږ په ژوند کې مثبت اغېز کوي.