کور / سياسي / د ملت د يووالي جنازه

د ملت د يووالي جنازه

Esmatullah zaheer عصمت الله زهيرعصمت الله زهیر

د ملت د یوالي جنازه ..

پرون ورځ ( ۱۸نومبر ۲۰۱۶ء) د چمن پر باډر یا د ( دوستۍ پر دروازه) د پنجابي سټبلشمنټ زور ورو او ورسره کرایه سوي پښتنو اتڼونه وکړل، څڼورو څڼي ورته غورځولې او ویل یې چي …

٫٫ د چمن پر باډر به نور د واګا د باډر په ډول هره ورځ د پاکستان د بیرغ راکښته کولو مراسم به په رسمي ډول تر سره کیږي چي لومړي مراسم پرون ماځیګر د جشن په ډول ولمانځل سو ،،

د واګا باډر په ډول مراسم به هر ماځیګر لمانځل کیږي؟

Chaman چمندا خالص یوه سیاسي او استعماري موضوع ده چي پنجابي سټبلشمنټ استازي یې د ساده خلګو په ذهنو او خولو کي ور اچوي په غېر محسوس انداز ذهنیت سازي کوي او دا زمینه مساعدوي چي دا د دوو هیوادونو ترمنځ یو رسمي او قانوني باډر دئ …

په واقعیت کي ډیورنډ کرښه یو متنازعه او استعمارانه موضوع ده د یو ملت د یو وجود د ټوټې ، ټوټې کولو موضوع ده چي دواړو حکومتونو د پښتونستان د موضوع پشان د سیاسي فشار په توګه د یو او بل خلاف وخت په وخت کارولې ده خو پاکستان تل د افغانستان د خاوري د حاکمیت احترام ساتلی نه دئ نه یې د افغانستان په داخل کي د لاس وهني مخ اړولی دئ …

د ٫٫ شیرزي،، د ادارې لخوا د ٫٫ باب دوستۍ ) لپاره اجازه ورکول د ډیورنډ د رسمیت او حاکمیت لومړي ګامونه وو چي نن عملي سو ، نور په رسمي توګه د بېلتون او پردیتوب په چاړه د یو ملت وجود دوې ټوټې سو خو دومره مزاحمت یې هم چا ونکړو لکه څومره مزاحمت چي یې د شربت ګلي پر پېښه وکړو …

د شربت ګلي پېښه پر افغاني او پښتني ننګ نېغ تېری وو چي په رټه سپین سترګي پنجابي سټبلشمنټ ملي کړو په خپل پلان کي کامیاب ځکه سو چي افغانان او پښتانه یې پخپلو کي د کرکي او پردیتوب قرباني کړو لاکن د چمن پر پوله چي د بیرغ راکښته کولو مراسم لمانځل کیږي دا خو د یو ملت د یو وجود د ټوټې کولو ورځ ده نو ټول داسي پټه خوله دي چي هیڅ په باک یې نه راوړي …

په واقعیت کي دوه کاله وړاندي چي پر ډیورنډکرښه کنده وکیندل سوه هم دا په غېر محسوس انداز د ډیورنډ کرښي په رسمیت پېژندلو ته د پای ټکی وو…

د سیاسي څېړونکو په اند د دواړو حکومتونو ترمنځ دا پرئیکړه په چوپتیا کي لاسلیک سوې ده چي پاکستان به پر پوله د دېوال ودرولو سره د رسمي قانوني شکل باډر جوړولو چاری پلي کوي او افغان حکومت به د خلګو د غبرګون له ډاره خاموشي غوره کړي یا به لفظي مزاحمت کوي ،، 

یو بل ملت پال سیاستمدار او قانون پوه اندیښنه څرګندوي چي …

دا ټول څه لیونتوب چي د پاکستاني سټبلشمنټ لخوا د چمن پر باډر د یو جشن په توګه وښودل سو ، خدای مکړه که دغه لیونتوب د افغانستان لخوا هم تکرار سي نو به یې دا د ډیورنډ په تابوت کي د رسمي کولو وروستی میخ وګرځي ،، 

افغانستان میشتو پاکستاني سټبلشمنټ طرفدارو د افغانستان په خلاف د پاکستان مداختلونو او بیړني اقداماتو ته په شعوري توګه زیاته او پراخه زمینه سازي وکړه ، د کالدارو سوځل او د پاکستان بیرغ سوځل دا ټول د یو ناولي پلان له مخي عملي سول چي عکس العمل یې د چمن دروازه تړل هغه هم د انارو او نورو میوو پروخت او اوس دا ډولونه دا اتڼونه …

عبدالله احسان خو لا ښه سو د بنګړو ډکي کوکې یې اسفندیار ولی او محمود خان اڅکزي ته یې واستولې لاکن زه به مي د ملت د یوالي جنازه کومي هدیرې ته وړم !