کور / سياسي / د (اسامه بن‌لادن چې زه یې پېژنم) کتاب مخکتنه وشوه

د (اسامه بن‌لادن چې زه یې پېژنم) کتاب مخکتنه وشوه

 

د CNN نړیوالې شبکې د نامتو خبریال پيټر برګن، پښتو ژبې ته راژباړل شوي مشهوره اثر (اسامه بن‌لادن چې زه یې پيژنم) د مخکتنې او نقد غونډه، د هیواد د سیاسي شخصیتونو، د کتاب د یو شمیر مینه‌والو، مدني فعالانو، لیکوالانو او خبریالانو په ګډون ترسره شوه. امرالله صالح

غونډې ته د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح، د القاعده د مشر په اړه دغه اثر مهم او ژباړه یې د ځوان نسل په ویښتابه کې ارزښتمنهوبلله، چې له شک پرته په دې کتاب کې یې په پوره امانت، د القاعده د مشر په اړه مهمې خبرې او رازونه لیکلې دي. صالح زیاته کړه، چې اسامه د افغانانو دښمن و او غوښتل یې دا هیواد له نظریاتي اړخه ټوټه ټوټه او نوموړی یې یو ډارن، متعصب او کمزوری مشر معرفي کړ. 

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان له هر قوم څخه د ګاونډیانو ملاتړ د خواخوږۍ له مخې نه بلکې د خپلو ګټو او مضریت له کبله دی چې باید افغانان ورته متوجه و اوسو. د نوموړي په خبره، اسامه او پاکستان هیڅ‌کله د یو بل مخالف لوري نه و او هغه یې د پاکستان د سترو اهدافو لپاره د وسیلې په توګه یاد کړ. 

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د امارت استازي مولوي عبدالحکیم Abdul hakim mojahid عبدالحکيم مجاهدمجاهد غونډې ته په خپلو خبرو کې د کتاب په ارزښت او د امارت پرمهال د اسامه ځینې یادښتونه له ګډونوالو سره شریک کړل. هغه زیاته کړه چې طالبان د مدرسو ځوان زلمیان وو، چې د وخت د ضرورت له کبله راپورته او ولس یې خورا استقبال وکړ چې له ډیرو کمزوریو او تیروتنو سره مله وو. مجاهد د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یو له هغو چارواکو څخه و چې په افغانستان کې د اسامه له شتون سره مخالف و. 

د غونډې بل ویناوال استاد حبیب الله رفیع وویل چې اسامه د امریکا دښمن نهبلکې د هغوی د لویو اهدافو د ترلاسه کیدو لپاره یوه وسیله وه چې وکارول شو.Habibullah Rafie حبيب الله رفيع هغه نوموړی یو مرموز انسان یاد کړ چې تر ډیره وخته به دا څپرکی له پیچلیتیاوو ډک وي.  نوموړي د یاد کتاب ژباړه خورا عام فهمه او ځوان نسل ته یې ددې او ورته کتابونو د لوستلو سپارښتنه وکړه. 

د غونډې په پای کې د کتاب ژباړن امان الله اېمان د کتاب په اړه ګدونوالو ته لنډ معلومات ورکړل، هغه دیته ورته کتابونو لوستل او پښتو ته یې ژباړل با ارزښته وبلل چې په خبره یې نوی نسل باید د نړیوالو له نیتونو او د خپل هیواد په اړه د شته نړیوالو واقعیتونو څخه خبر شي. ایمان راژباړل شوی اثر د افغانستان له مسایلو سره تړلی وباله چې د افغانستان د تاریخ د یو مهم پړاو په اړه پکې مهم او باارزښته واقعیتونه راوړل شوي دي. Amanullah iman امان الله امان

یاد کتاب د القاعده د مشر اسامه بن‌لادن په اړه د ۵۱ تنو هغو کسانو د مرکو لنډیز دی چې له نوموړي سره یې له نږدې پېژندل او په خپل وخت کې یې په امریکا کې (د کال غوره کتاب) جایزه هم ترلاسه کړې ده. دغه اثر په نړۍ کې د خپل اهمیت له کبله په ډیرو ژبو ژباړل شوی هم دی. ‎img_1180

باید ووایو چې ددغه مهم اثر د مخکتنې غونډه په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون په تالار کې د افغانستان پوهنیز ملي جریان له خوا چمتو شوې وه. او دغه مهم اثر د عازم انتشاراتو له لوري په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.