کور / تازه خبرونه / د جلال اباد ښار واټونو او سړکونو د پاکۍ او مینځلو شپنی کمپاین پیل شو

د جلال اباد ښار واټونو او سړکونو د پاکۍ او مینځلو شپنی کمپاین پیل شو

Nangarharننګرهار ولایت د خوږیاڼو علمي او پرمختیایي بنسټ په نوښت او جلال اباد ښاروالۍ په تخنیکي همکارۍ د جلال اباد ښار سړکونو او واټونو د پاکۍ او مینځلو شپنی کمپاین نن د لیندۍ په ۱۶مه پیل شو.
دغه کمپاین چې د جلال اباد ښار د مستوفیت څلور لارې څخه پیل شو،په کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال،جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان،ولایتي شورا غړي اجمل عمر،د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو،د ښاروالۍ مشورتي شورا غړو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښار پاکۍ او سړکونو د مینځلو د کمپاین له امله د خوږیاڼو علمي او پرمختیایي بنسټ غړو او ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د حشر په ترڅ کې یاده چاره پیل کړه .
نوموړي وویل،په دغه حشر کې له ګډون څخه موخه ولسونو ته پیغام ورکول دي،چې خپل ښار د خپل کور په څېر وساتي او د پاکۍ چارې هم له خپل کور،کوڅې او څېرمو سیمو څخه پاک کړي .
د ښاغلي منګل په وینا د یادې کړنې په تر سره کولو سره به د ښار ښکلا زیاته او له هر ډول ناروغۍ څخه به د غوره چاپیریال له امله ژغورل شوي و.
جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان هم د خلکو غوښتنه وکړه،چې د ښاروالۍ ادارې سره یو ځای د حشرونو او نورو همکاریو په ترڅ کې د  ښار په پاکۍ او نظم برابرولو کې مرسته وکړي .
د ولایتي شورا غړي او د خوږیاڼو د علمي او پرمختیایي بنسټ د رهبرۍ شورا غړي اجمل عمر وویل،پاکي د ایمان نیمه برخه ده او له همدې امله چې د پاکۍ په برخه کې د خپلو ښاریانو احساسات را ژوندي کړي،یاد حشر د کمپاین په شکل ترسره کړ.
هغه له نورو ټولنو او ښاریانو څخه هم وغوښتل چې د دوی په څېر د ښار په پاکۍ او بېلابېلو چارو کې ونډه واخلي .