کور / تازه خبرونه / د ۱۲ پاکستانیو وسلوالو په ګډون ۲۶ تنه ووژل سول

د ۱۲ پاکستانیو وسلوالو په ګډون ۲۶ تنه ووژل سول

د ۱۲ پاکستانیو وسلوالو په ګډون ۲۶ تنه ووژل سول

 

امنیتي  ځواکونو د قهرمیوند 1 په نوم تصفیوي عملیاتو کې د یو طالب قومندان په ګډون ۲۶ تنه وسلوال  وژلي دي.

عملیات د ګرمسیر او سنګین ولسوالیو مربوطاتو کې سوي، چې وژل شویو  ۱۲ تنه پاکستاني وسلوال هم شامل دي.

د ګرمسیر ولسوالۍ مربوطاتو کې ګډو ځواکونو عملیات کړي، چې هوايي بریدونو کې یې د یو طالب قومندان  مولوي محب په ګډون ۶ تنه وسلوال وژلي دي.

په همدې حال کې سنګین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۲۰ تنه وسلوال وژل سوي دي.

په وژل شویو کې ۱۲ تنه پاکستاني وسلوال هم شامل دي او په سیمه کې امنیتي ځواکونو ۶ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.