کور / تازه خبرونه / کندهار:نامعلومو وسلوالو د هوايي ډګر ۵ ښځي يو موټروان وژلي دي

کندهار:نامعلومو وسلوالو د هوايي ډګر ۵ ښځي يو موټروان وژلي دي

 کندهار ۵ ښځي
نن سهار شاوخوا شپږ  نيمي بجې د کندهار ښار د څلورمي حوزې اړوند د ده خواجې په سيمه کي وسله د کندهار د نړيوال هوايي ډګر پنځه تنې ښځينه کارکوونکي او يوه موټر چلوونکی په وسله وال بريد کي وژلي دي.
وژل سوو کسان د کندهار د نړيوال هوايي ډګر په ترمنل کي د تلاښۍ دندي درلودې .

د لراوبر باوري منابع بيا ددې بريد تر شا په کندهار کي د مېشتو قاچاق وړونکو لاس لرلو ته اشاره کوي او وايي له کومي کمپنۍ سره چي دغو ښځو د مساپرو په تلاښي کي کار کاوه هندوستان ته د مخدره موادو قاچاق وړل ستونزمن کړي وو او قاچاقبرو نور د ښځو څخه په ګټه اخيستنه هم قاچاق نسوای تيرولای.

پوليسو د پيښي په اړه پلټني پيل کړيدي بله خوا طالب وياند قاري يوسف رسنيو ته وويل چي په بريد کي طالبان لاس نلري.