کور / تازه خبرونه / کندهار: د لوړو زدکړو په موخه ۵ محصلين ترکمنستان ته ليږل کيږي

کندهار: د لوړو زدکړو په موخه ۵ محصلين ترکمنستان ته ليږل کيږي

پنځه تنه محصلین په مسلکي برخه کي د لوړو زده کړو لپاره ترکمنستان ته لېږل کېږي
د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي په هلو-ځلو پنځه تنه محصلین په مسلکي برخو لکه انجینري، معدن او اورګاډي کي د زده کړو لپاره ترکمنستان ته د لوړو زده کړو لپاره لېږل کېږي چي دا پنځه تنه محصلین د ۲۰۰ تنو له منځه د ازاد او شفاف رقابت له لاري انتخاب سوي دي. Kandahar Turkmanistan students
تېره ورځ له همدې محصلینو سره په کتنه کي کندهار والي دوی ته د دې زرین چانس مبارکي ورکړه او ویې ویل چي زموږ هیواد په هره برخه کي مسلکي او روزل سویو علمي کدرونو ته اړتیا لري چي دغه تشه تاسو ځوانان ډکولای سئ. له تاسو څخه مو هیله دا ده چي له دې ډول فرصتونو څخه پوره ګټه واخلئ، مهارت تر لاسه کړئ او بیا د خپل هیواد او خلکو لپاره خدمت وکړئ. نوموړي زیاته کړه چي د دې علمي فرصت په تر لاسه کولو کي یې ډېري هڅې کړي دي او په راتلونکي کي به هم هڅه وکړو چي نور هیوادونه دغه ډول همکاریو ته چمتو کړو.  
د یادو محصلینو په استازیتوب ایمل سعید د پوهې او تعلیم په پراختیا او غوړلو کي د کندهار والي هڅې وستایلې او له ده څخه یې مننه وکړه چي دوی ته یې په ترکمنستان کي د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي ده. ښاغلي سعیدي وویل چي دوی به له دې فرصت څخه پوره ګټه اخلي او په بشپړه ژمنتیا به خپله ټوله پاملرنه زده کړو ته اړوي، د خپل وخت یوه شېبه به-نه ضایع کوي او هیواد ته-به ډک لاس راځي، څو خپل هیواد او خلکو ته د خدمت جوګه سي.