کور / خبرتیا او پيغامونه / د سیاسي او تاریخي کتابونو لوستوالو ته زیری

د سیاسي او تاریخي کتابونو لوستوالو ته زیری

نوی چاپ شوی کتاب؛
د سیاسي او تاریخي کتابونو لوستوالو ته زیری.
د ډیويډ لاین مشهور کتاب Butcher & blot پښتو ژباړه (دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله) چاپ او بازار ته راغله، دغه مهم کتاب چې پښتو ژباړه یې تکړه ژورنالست او ژباړن محمد جعفر هاند کړې ختیځ خپرندویه ټولنې د ۲۰۰۰ ټوکو په اندازه له ننګرهاره خپور کړ.Jafar Haand book
دغه مهم تاریخي اثر د افغانستان تېر دوه سوه کلن تاریخي بهیر بیانوي، له ټولو هغه لاسوهنو پرده پورته کوي چې په تېرو دوه سوه کلونو کې د بهرنیانو له خوا په افغانستان کې ترسره شوي دي.
ختیځ خپرندویه ټولنه نه یواځې ددغه مهم تاریخي اثر په خپراوي ویاړي بلکې د کتاب ژباړن او د پښتو متن ایډیټر ته د الله جل جلاله له درباره کې د اوږده عمر غوښتنه کوي.دوه نړۍ جعفر هاند

د پیدا کولو درکونه:
ننګرهار:  ختیځ کتابپلورنځی اسحاق زی مارکیټ جلال اباد
۰۷۷۲۷۱۹۰۳۰
ګردیز: علمي کتابتون  عبدالحمید تجارتي مارکیت غزني لین او مسلم کتابپلورنځی. 
کندهار: کروړو او افغان کتاب پلورنځى 
خوست: غرغښت، رحیمي، لمر، شیخ زایٌد، انس، لیوال، غازي  او  ابدالي کتاب خانه خانه ژوندون کتابخانه 
کابل: اکسوس، مستقبل، اصلاح او سروش کتابپلورنځی  
لغمان: یونس کتابپلورنځی. 
مزار شریف:ثقافت کتابپلورنځی.
هلمند:  تاج منور کتابپلورنځی.

پېښور پوهنتون کتابتون