کور / سياسي / د سولي کيسه – عبدالباري جهاني

د سولي کيسه – عبدالباري جهاني

عبدالباري جهانيAbdul bari jahani جهاني

                       د سولي کیسه

په افغانستان کي د کلونو راهیسی، په تېره بیا د ۲۰۰۵ میلادي کال څخه وروسته، چي پر حکومت باندي د خلکو باور ورځ په ورځ سست سوی، او په مقابل کي د طالبانو قواوي هره ورځ تر بلي غښتلي سوي دي، جنګ روان دی. د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کي د امریکايی قواوو او د هغوی د متحدینو، چي د ۲۰۰۱ میلادي کال د نومبر په میاشت کي یې پر افغانستان باندي یرغل پیل کړی او د طالبانو نظام یې نسکور کړی وو، ډېره زیاته برخه له افغانستان څخه ووتل. طبیعي خبره ده چي له هیواد څخه د لوېدیځو قواوو د وتلو سره جنګونو زور واخیست او د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په میاشت کي یې د لومړي ځل لپاره د کندوز په څېر یوه لوی او ستراتیژیک ښار ته سقوط ورکړ او څه باندي یوه هفته یې د ښار د اوو اتو اولسوالیو او د کندوز ولایت ته څېرمه نورو زیاتو کلیو او لارو کنټرول واخیست. له دې څخه تقریبا درې څلور میاشتي مخکي د بدخشان ولایت څخه د طالبانو او داعش د ډلي د قوي کېدلو خبرونه راتلل؛ او د وردوج او یمګان په څېر مهمو او ستراتیژیکو اولسوالیو د څو ځله نیول کېدلو رپوټونه راغلل. طالبانو له دغو اولسوالیو څخه ډېري زیاتي وسلې او مهمات ترلاسه کړل. ژوندي عسکريې ونیول او په یوه پېښه کي خو یې د اته لسو نیول سویو عسکرو سرونه غوڅ کړل.د ۲۰۱۶ کال په مني کي کندوز یو ځل بیا سقوط وکړ او د ولایت بې دفاع خلک یې یو ځل بیا په وینو او لمبو کي کښېنول.

د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر او نومبر په میاشتو کي د کندوز او بدخشان د ولایتونو ترڅنګ د تخار ، بغلان او فاریاب د ولایتونو پوځي وضع هم خطرناکه سوه. د ۲۰۱۶ کال په مني کي د تېر کال پېښي، په څو چنده خراب شکل، تکرار سوې. طالبانو څو ځله مهمي اولسوالی ونیولې او د جنګونو په نتیجه کي ډېر زیات مالي او ځاني تلفات ورسېدل. د جمهورریس لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم، د شمالي ولایتونو د کرارولو او سولي د ټینګولو لپاره هغې سیمي ته څو ځلي سفرونه وکړل. دوستم کله د لویو لارو د داړه مارانو په څېر مول وهلی او کله یې عسکري جامې په ځان کي وي، لکه مینده غویی رمباړي وهي؛ او چي هر ځل په سیمه کي تر پوځي عملیاتو وروسته را ستون سي، د اولسوالیو او ولایاتو وضع تر پخوا لس چنده نوره خرابه سي. د هغه د ګلیم جم ملېشه، چي له مسلکي غلو او قاتلانو څخه جوړه ده، د شمالي ولایتونو کلي او بانډې، په تېره بیا پښتني سیمي، چي نه له ځانونو څخه د دفاع توان لري او نه په دولت کي غمخور لري، ولوټي، اوسېدونکو ته یې راز راز تکلیفونه ورکړي؛ حتی د خلکو پر ناموسونو باندي د تېریو رپوټونه راځي، او لا دوستم فکر کوي چي حکومت او هیواد یې د خدمتونو پوروړي دي.

د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو وضع، چي له پخوا څخه هم ښه نه وه، تر شمالي او شمال ختیځو ولایتونو هم خرابه سوه. طالبانو څو ځله د لښکرګاه او قلات په څېر مهم ښارونه محاصره کړل او نیژدې وو چي د کندوز په څېر سقوط ورکړي. که د دې تباه کونکو جنګونو په باره کي د خلګو آوازې او تحلیلونه او حتی پېښو ته د ډېرو نیژدې کسانو خبري ومنو نو دا بېګناه، بې دفاع او غریب هیواد، چي هیچا ته یې تاوان نه دی رسولی، د لوېدیځو قدرتونو د یوې پراخي او ظالمانه دسیسې ښکار او قرباني دی.

په داسي حال کي چي د سولي د ټینګولو لپاره هیڅموثر قوت یا کار نه کوي او یا یې نه سي کولای، د جنګ په جریان کي، کله کله،  داسي آوازې او خبرونه اورېدل کېږي چي  سړی یې په منلو او نه منلو پوري حیران وي. د زابل ولایت پخواني امنیه قوماندان روغ لېوني څو ځله په عامه وویل چي د ده په ولایت کي د طالبانو او امنیتي قواوو د تودو جنګونو په سیمه کي، په هغو ځایونو کي چي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي، هیلي کوپټرونه کښته کېږي او وروسته بیرته والوزي. هغه وویل چي دا الوتني ډېري شکمني ښکاري او باید چي پوښتنه یې وسي. البته په دې باب هیچا تحقیقات ونه کړل، او یا یې کولای نه سوای، او په عوض کي امنیه قوماندان د خپلي وظیفې څخه لیری کړه سو. د هیلمند، اوروزګان، زابل، کونړ او نورو پښتني سیمو په باره کي دغه راز آوازې پخوا هم اورېدلي سوي وې خو دا لومړی ځل وو چي د حکومت یوه عالي رتبه امنیتی مقام دغه راز ادعا وکړه. له دې څخه ډېر مخکي، پخواني جمهورریس حامد کرزي څو ځله وویل چي طالبان په هیلي کوپټرونو کي شمالی سیمو، او بدخشان  ته انتقالېږي؛ خو زیاترو خلکو دا خبره د امریکا او کرزي د اختلافاتو محصول وبلله.

د پکتیا ولایت، چي نسبتاً ارام او د جګړو څخه په څنګ وو، د ولایتي شورا استازو مجیب الرحمن څمکني، سردار خان ملنګ زي او نورو د روان ۲۰۱۶ کال د نومبر د میاشتي پر اووه لسمه په خپلو ټلوېزیوني مرکو کي وویل چي د جاني خېلو، ډنډ پټان، څمکنیو او نورو اولسوالیو امنیتي وضع د څو هفتو راهیسي خرابه ده او د جاني خېلو اولسوالي خو د طالبانو په محاصره کي ده. مرکزي حکومت نه د اولس او نه د خپلو محاصره سویو پوځیانو پر چیغو غوږ نیسي، بلکه موږ او د اولس نور خلک په سترګو وینو چي طالبانو او وسله والو مخالفینو ته په هیلي کوپټرونو کي وسلې او مهمانت وړل کېږي او ورځ تر بلي غښتلي کېږي. سردار خان ملنګ زي وویل چي جمهورریس ته یې پخپله دا خبره کړې ده؛ چي جمهورریس یې ږغ وانه وري نو دوی به بل چا ته ورسي؟

په اولسي جرګه کي د نورستان د ولایت وکیل مولوي احمدالله موحد د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر شپږویشتمه د طلوع نیوز سره په مرکه کي وویل چي امنیتي چارواکو هغه مرستي چي د جنګ ځپلو او له خپلو کورونو څخه بېځایه سویو خلکو لپاره لېږلي سوي وې، هغو سیمو ته یووړې،او یا یې په لوی لاس پر هغو لارو باندي انتقال کړې چي د طالبانو ترکنټرول لاندي وې. مرستي طبعا د طالبانو لاسته ورغلې او هغوی یې لږترلږه د یوه کال لپاره اکمال کړل. دغه راز پېښي او آوازې سړی د سولي پرجریان او هلو ځلو باندي نور هم بې باوره کوي. داسي ویل کېږي چي د نورستان د ولایت په سلو کي نیوي د طالبانو په لاس کي دي. د وایګل د اولسوالی بشپړ کنټرول د طالبانو سره دی؛ هلته یې له ډېره وخته راهیسي مرکز جوړ کړی دی او له هغه ځایه نورستان او شاوخوا سیمو ته اوامر صادروي او جنګي او قضايي اجرآت کوي؛ خپلي محکمې لري او تر حکومتي ادارو لس چنده چټک او د خلکو له خوښي سره سم کارونه مخته وړي. د نورستان وکیل مولوي موحد وايي کله چي له امنیتي چارواکو څخه د دې کار د علت پوښتنه وکړو هغوی وايي چي د طالبانو سره یې ځکه زور نه رسېږي چي نه کافي وسلې او مهمات لري او نه د جنګ په وخت کي اکمالات ورته رسېږي. اوس نو د یوه هیواد په جنګونو کي چي امریکا مستقیمه برخه ولري او له حکومتسره یې د ناټو او ټولي لوېدیځي نړۍ مالي او تخنیکي ملاتړ ملګری وي او هغه خپل عسکر اکمال نه کړای سي، موږ به چاته ورسو؟

البته دا هغه خبري دي چي د جنګ له تقریبا ټولو جبهو څخه، په یوه او بل شکل اورېدلي کېږي. خبره دې ځای ته ورسېده چي د اولسي جرګې د ریس لومړي مرستیال ظاهر قدیر د ۲۰۱۵ کال د نومبر پر پنځه ویشتمه د اولسي جرګې په غونډه کي وویل چي د داعش له ډلو سره د افغانستان دولتي مقامات همکاري کوي او دی په دې باره کي اسناد لري. البته د ده دا ادعاوي هم حکومتي مقاماتو او هم د اولسي جرګې ځینو استازو رد کړې. نه ده، د دومره لويي ادعا د ثبوت لپاره اسناد وښودل او نه چا، په جدي توګه، ورڅخه وغوښتل.

که خبري په دغه شکل دوام وکړي نو د جنګ په جبهو کي د قواوو انډول، ورځ په ورځ، د طالبانو یا د حکومت د دښمنو او مخالفو قواوو په ګټه تغییر کوي. دغه راز تبصرې او رپوټونه، څرګند اداري فساد، چي په نړۍ کي دوهم او دریم مقام لري، او د حکومت د مشرانو ترمنځ سخت اختلافات د سولي د ټینګولو لپاره بې اراده ګي، د عسکرو، امنیتي قواوو او، په عمومي صورت، ټول اولس روحیات ورځ په ورځ کمزوري کوي.

هغه کسان چي له افغانستان څخه د وتلو توان لري، یا وتلي او یا د وتلو په حال کي دي. ماته د داخله وزارت یوه عالي رتبه مامور په یوه مېلمستیا کي وویل چی هره ورځ، په اوسط ډول، اوه زره پاسپورټونه اخیستل کېږي. په دې کسانو کي، چي په قانوني او غیرقانوني توګه له افغانستان څخه د وتلو او اروپا او نورو ځایونو ته د ځانونو د رسولو کوښښونه کوي او اکثریت یې له سختو بدمرغیو سره مخامخ کېږي، په سلو کي پنځه نیوي ځوانان دي. افغانستان په نړۍ کي یو له تر ټولو ځوانو هیوادونو څخه دی چي په سلو کي پنځه شپېته کسان یې له څوارلسو څخه تر پنځه ویشتو کالو پوري عمرونه لري. خو له بده مرغه، چي هره ورځ یې په سل ګونو ځوانان بهر ته تښتي، یا د مخدره موادو استعمال ته مخه کوي او یا د بېکاری او د تهدیدونو له کبله له افراطي ډلو سره یو ځای کېږي.

د سولي لپاره ناکام کوښښونه او بې هدفه هلي ځلي:

افغاني او بهرنیو قواو یا ونه سو کړای یا یې ونه غوښتل چي د طالبانو د قوت د پرله پسې زیاتېدلو مخه ونیسي. پخواني جمهورریس حامد کرزي د ۲۰۱۰ میلادي کال د سپتمبر پر پنځمه نېټه د سولي کمېډي یا د سولي تراژیکه کمېډي پیل کړه. د سولي د عالي شورا په نوم یې یوه اویا کسیزه ‌ډله، چي وروسته یې غړي وار په وار زیات سول، جوړه کړه او رهبري یې برهان الدین رباني ته، چي د طالبانو تر ټولو سخت دښمن وو، او په هیڅ توګه یې د سولي سره علاقه نه درلوده، وسپارله. د سولي د شورا د مشرتابه نور غړي هم، چي له پنځو څخه تر پنځه لسو زرو ډالرو پوري تنخواوي ورته وټاکلي سوې، زیاتره د مجاهدینو د بېلو بېلو ډلو مشران او د طالبانو مخالفین، او په وروسته کي هغه باد رېزه طالبان ورباندي زیات سول چي طالبان له دوي پرته له بل هر چا سره خبرو ته تیار ول. جمهورریس حامدکرزي په دې توګه ډېرو کسانو ته ډیر لوړ امتیازات، چي د امریکا له خزانې څخه راتلل، ورکړل او د سولي د دې تراژیکي کمیډۍ په پیل کولو سره یې د سولي او جنګ مسوولیت ګواکي له غاړي واړاوه؛ او ډېر کسان يې له ځان څخه راضي کړل. د سولي د عالي شورا رییس یو کال وروسته د طالبانو په هغه ځانمرګي برید کي چي تر اوسه یې سم درک نه دی معلوم ووژل سو او د معمول سره سم یې میراث ځوان زوی صلاح الدین رباني ته ورسېدی. د سولي په اصطلاح عالي شورا، چي نه یې د جنګ د میدان د تودولو او نه یې د جنګ د اور په وژلو او یا د سولي په ټینګولو کي تاثیر ښودلی دی د حکومت او امریکا په پرېمانه او بې حسابو پیسو خپل ژوند ته تر هغه وخته دوام ورکړ چي د عالي شورا رییس یې د ملي وحدت!!!! په حکومت کي د خارجه وزیر په حیث وټاکل سو. د سولي عالي شورا هم له ده سره ولاړه او د سولي لپاره د بل ناکام کوښښ، یا بهتره ده ووایو، بلي دسیسې لپاره کار پیل سو.

نه پوهېږم چي چا به د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر ته ویلي وه چي جهاني هم په مجلسونو کي درسره شامل کړی. حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځو د غرمې پر مهال په خپل دفتر کي یو مجلس جوړاوه چي په هغه کي به د دفاع وزیر معصوم ستانګزي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د پارلماني چارو وزیر غلام نبي فراهي، د اداري امورو رییس سلام رحیمي، د امنیت په چارو کي سلاکار وزیر ډاکتر اکرم خپلواک او سلطان زوی برخه درلوده. د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر میاشت به وه چي حنیف اتمر د سولي د عالي شورا د بیرته ژوندي کولو او فعالولو خبره رامنځته کړه. له دې طرحي سره، طبیعي ده، هیچا مخالفت ونه کړ او ورپسې لومړۍ خبره د عالي شورا د رییس وه. حنیف اتمر د دې وظیفې لپاره تر ټولو مستحق او لایق سړی یونس قانوني وباله. له لږ بحث څخه وروسته یې، له ما پرته، د مجلس توافق تر لاسه کړ. خو په بل مجلس کي معلومه سوه چی یونس قانوني یوازي د عالي شورا د ریاست په جګه تنخوا، چي له نورو امتیازاتو پرته، د میاشتي شل زره ډالره کېږي، قناعت نه لري او ډېر زیات امتیازات غواړي. د هغه له نومول کېدلو څخه صرف نظر وسو؛ او حنیف اتمر د پیر سید احمد ګیلاني خبره مطرح کړه. ما ورته وویل چي موږ هسي خلک خوشالوو او که ریشتیا سوله غواړو. په دغه وخت کي د مالیې وزیر اکلیل حکیمي مجلس ته را ننووت. حنیف اتمر سمدستي هغه ته وویل چي موږ د سولي د عالي شورا د رییس د ټاکلو په باب خبري کولې او اوس حاضر د پیر صاحب نوم طرح دی. هغه وویل چي موږ خلک خوشالوو او که ریشتیا سوله غواړو. مجلس په یوه سلا وخندل. کله چي حکیمي د خندا د علت پوښتنه وکړه نو دوی ورته وویل چي جهاني صاحب دغه ګړی همدغه سوال وکړ.

پیر سید احمد ګیلاني نیوي کلنۍ ته ورلنډ دی. د دومره زاړه عمر تر څنګ يې د روغتیایی حالت مزه هم نسته او د بل چا په مرسته کښېني او ولاړېږي او د خپلي فطري ګونګۍ ژبي تر څنګ یې، چي د سولي په چارو کي خبرو او منطق ته معمولاً ډېره زیاته اړتیا وي، له طالبانو سره هیڅ وخت ښې اړېکي نه دي درلودلي. د ده تر څنګ ، د پخواني جمهورریس حامد کرزي دوهم مرستیال،کریم خلیلي، چي د طالبانو وینو ته تږی ناست دی او هغوی یې هم له نامه څخه نفرت لري، د مرستیال په توګه ور ته وټاکل سو او د پیر نيژدې سلاکاران په همدغه ترتیب، د چټلو سیاسی معاملو د پر مخ بېولو او ټاکلو اشخاصو د خوشالولو لپاره، یو په بل پسې تعین سول. البته زه لکه، د حنیف اتمر، په پېشنهاد چي دې مجلس ته بې دلیله ور شامل کړه سوی وم همداسي د حنیف اتمر له خوا په پټه خوله له لیسته ولوېدلم؛ ځکه چي زما حضور دوی ته هسي سرخوږی جوړاوه نوره کومه ګټه یې نه ورته کوله.

په افغانستان کي د سولي د ټینګولو خبره ډېره ساده هم نه ده. د جنګ او ستنونزو کیسه څه کم څلوېښتو کلونو ته رسېږي او که د پاکستان د صدراعظم ذوالفقار علي بهوټو په وخت کي د هغه هیواد د پوځي استخباراتو د ادارې آی ایس آی  سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، د حزب اسلامي د بل مشر مولوی محمد یونس خالص، د جمعیت اسلامي د مشر برهان الدین رباني او د دوی د انډيوالانو د نوکرۍ او مزدورۍ څخه یې را پیل کړو نو کیسه تر څلوېښتو کلونو هم اوړي. په دې دومره اوږده موده کي د افغانستان د داخلي جنګ مسلې د یوه نه رغېدونکي پرهار شکل اخیستی دی؛ او له پاکستان ، اېران، هند، او چین څخه نیولې، تر شوروي اتحاد، متحده ایالاتو، لوېدیځو قدرتونو او عربي نړۍ پوري هر یوه د خپل زور او توان سره سم د خپلو ګټو د خوندي کولو او خپلو بچیانو د روزلو، ساتلو او لویولو لپاره وړې او لويي ځالګۍ جوړي کړي دي. که د سولي د ټینګولو لپاره هر اقدام کېږي نو په افغانستان کي د داخلي دښمنیو او مخالفتونو ، اداري فساد او د سولي د ټینګېدلو په مخ کي د یو عالم خنډونو تر څنګ د دې ټولو لویو او وړو قدرتونو ګټي به په نظر کي نیولي کېږي. البته دا هم په هغه صورت کي چي د سولي د ټینګولو سره خارجیان ریښتونې علاقه ولري او په داخل کي له چا سره د افغانستان پر مظلومو خلکو زړه سوی او د سولي د ټینګولو ریښتونې اراده موجوده وي.

په افغانستان کي د سولي د ټينګېدلو غم هیڅ وخت له هیچا سره نه وو. په لنډه توګه باید ووایو چي په سوله کي هیڅ وخت ناروا پیسې یا نه وي یا ډېري لږي وي. په جنګ کي ډزي رواني وي. ښارونه تباه کېږي، خلک وژل کېږي، په زرهاوو، او کله په میلیونونو، خلک مهاجر کېږي. پر مهاجرینو باندي د ملګرو ملتونو بېلي بېلي موسسې خپل تجارتونه کوي او د ښارونو په تباه کېدلو او خلکو په قتلېدلو کي لېوان چاغېږي؛ نوي قراردادونه کېږي، رشوتونه اخیستل کېږي؛ د کوکنارو او بنګو کروندې هره ورځ تر بلي زیاتېږي. په افغانستان کي دننه د عالي رتبه مقاماتو جېبونو ته پیسې ور رواني وي؛ د امریکا او ناټو جنرالانو ته په میلیونونو او په بهر کي د لوېدیځي نړې مافیايي کړیو او پانګه والو ته په سوو میلیونه ډالره ور رسېږي. په داسي حالت کي به سوله څوک ولي غواړي؟ هغه بې وزلي او مظلوم خلک چي د جنګ او جنایتونو له لاسه کړېږي، هغوی د سولي په راوستلو کي اغېزه نه لري. هغه کسان او قدرتونه چي د سولي په راوستلو کي اغېزه لري، هغوی سوله نه غواړي، ځکه چي په سوله کي یې هیڅ ګټه نسته.  

د سولي لپاره زما خپلي بې نتیجې هلي ځلي:

د ۱۳۹۵ کال د حمل په میاشت کي مي د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حیث کار پیل کړ او د هماغه کال د ثور د میاشتي د نیمايي په شاوخوا کي یوه ورځ محمد امین باوري ټلفون راته راووړ او کرار یې وویل چي یو طالب غواړي ستا سره خبري وکړي. ما باوري صاحب ته ته وویل چي جواب یې کړه، ورته ووایه چي نسته. زما یې د طالبانو سره څه کار. یوه ورځ وروسته هغه کس بیا ټلفون وکړ او باوري صاحب ورته وویل چي وزیر صاحب نسته. په هماغه ورځ یې دریم ځل ټلفون وکړ او دا ځل زه مجبور سوم چي په ټلفون کي خبري ورسره وکړم. خپل ځان یې شېرآغا معرفي کاوه، چي حتما به مستعار نوم وو، او ماته یې وویل چي غواړي د سولي په باره کي له حکومت سره وږغېږي. ما ورته وویل چي زه نه د سولي سره کار لرم او  نه په دې حساسه موضوع کي د خبرو صلاحیت او واک راسره دی.زه د اطلاعاتو او فرهنګ وزیریم. که دوی څه خبري لري نو باید چي د امنیت له شورا، دفاع له وزارت او داخله وزارت سره یې طرح کړي.

شېراغاجان دوه درې ځلي نور هم ټلفون راته وکړ او بالاخره مي د جمهورریس سره عاجل وخت واخیست، او پر موضوع مي خبري ورسره وکړې. جمهورریس دونه خوشاله سو چي ما یې تصور هم نه سو کولای. هغه راته وویل چي د سولي په باره کي مي هر څه له لاسه کېږي هغه وکړم. ده راته وویل چي ماته یې ځکه د سولي په کوښښونو کي د برخي اخیستلو بلنه نه سوای راکولای چي ویل یې زما صحت به د دونه کار اجازه رانه کړي. ما ورته وویل چي که د سولي په لاره کي د سلو ګامونو څخه د یوه ګام په اخیستلو کي اغېزه ولرم زما دغه افتخار بس دی. زه د وزارت لپاره نه یم راغلی ؛ زه خدمت ته راغلی یم. که فکر کوی چي زه دواړه کاره نه سم کولای نو وزارت راڅخه واخلی؛ او یوازي مي د سولي د هلو ځلو کارونو ته ور خوشي کړی. جمهورریس په ډېر صمیمیت رخصت کړم او راته وې ویل چي د سولي په لاره کي خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړم، او دی ضمنا غواړي چي د کندهار څخه ځیني کسان په حکومت کي شامل کړي.  

ما په سبا سهار وختي، د کندهار د ولایتي شورا غړي، او زما پخواني اشنای، حاجي آغا لالي دستګیري ته ټلفون وکړ او خپل دفتر ته مي، د خبرو لپاره، را وباله. هغه ته مي وویل چي په کندهار کي د طالبانو سره د تماسونو په ټینګولو کي مرسته راسره وکړي. حاجي آغالالي ځیګر راته وټکاوه او اطمینان یې راکړ چي یوازي به مي نه پرېږدي. څو ورځي وروسته د جانان په نوم یوه بل تن، چي وروسته یې ځان د مولوي عبدالقیوم ذاکر سړی معرفي کړ، تماس راسره ونیوی او ویل یې چي غواړي زما سره وګوري. ما امنیت ته خبر ورکړ او هغوی راته وویل چي لومړی خو بهتره ده چي د دوی په دفترونو کي ورسره وګورم او که نه وي نو د سرینا هوټل، چي ډېر ښه امنیتی تدابیر لري، د دغه راز کتنو لپاره ډېر مناسب ځای دی. جانان، د عمومي طالبانو په خلاف، لویه ږیره نه درلوده، توره بګړۍ یې نه وه تړلې. میانه قده، نسبتاً ډنګر ځوان وو، خندانه څېره یې درلوده، او ځان یې د مولوي عبدالقیوم ذاکر د خپلوانو او نیژدې باوري کسانو څخه معرفي کاوه. ده وویل چي پخپله د حکومتي مشرانو سره د لیدلو ارزو نه لري او غواړي اولسمشر اشرف غني ته دا پیغام ورسوي چي مولوي قیوم ذاکر د هغه سره مخامخ خبرو کولو ته تیار دی. ما ایله دوې میاشتي وروسته جمهورریس ولیدلای سو. کله چي مي هغه ته د مولوی قیوم ذاکر نوم یاد کړ نو له خوشالیه له خپلي چوکۍ څخه پورته سو او راته یې وویل چي په هره توګه کېږي له هغه سره د ده د ملاقات زمینه برابره کړم ځکه چي زه غواړم سوله راولم او سوله له مخامخ خبرو کولو پرته ممکنه نه ده( د یادولو وړ ده چي دا وخت لا جمهورریس او د هغه استخباراتي ادارو ته دا پته نه وه چي ملامحمد عمر وفات سوی دی؛ په داسي حال کي چي د هغه له وفات څخه تقریبا درې کاله تېر سوي وه) له دې څخه تقریباً یوه نیمه میاشت وروسته اولسمشر غني په ارګ کي د لوی اختر په مناسبت وینا کي ملامحمد عمر ته د سولي د خبرو بلنه ورکړه، او پاکستاني استخبارات یې په ځان پوري وخندول. ډاکټر صاحب عبدالله د وزیرانو په شورا کي په یوه ډول ریشخندي لهجه وویل چي زموږ اولسمشر داسي یوه سړي ته چي له مړیني یې درې کاله تېرېږي د سولي د خبرو بلنه ورکړې ده؛ که له ده سره  سلا سوې وای نو ده به د دغي بلني مشوره نه وای ورکړې. ما سوال وکړ چي د دفاع او داخله وزارتونه او زموږ امنیتي ادارې په سل هاوو میلونه ډالره بودجه او دسترخانونه لري، په زرهاوو او په سل هاوو زره افراد او مامورین لري، هغوی څرنګه او ولي دا اطلاع نه وه ترلاسه کړې. جمهورریس به دا معلومات له چا څخه اخیستي وای؟ البته، ډاکټر صاحب عبدالله هیڅ جواب را نه کړ او اصلاً یې جواب راکولای هم نه سو.

د پاکو خلکو یو لوی عیب دا وي چي ټولو خلکو ته په خپله هینداره کي ګوري. فکر کوي چي نور خلک به هم تل ریشتیا وايي او یا به بې ضرورته دروغ نه وايي. ما د سولي په باب خپلي طرحي او د طالبانو سره ټلفوني خبري د دفاع له سرپرست وزیر معصوم ستانکزي، حنیف اتمر او ځینو نورو کسانو سره شریکي کړې. ما د امریکا د سفیر سره دوه ځله، د هغه له مرستیال سره یو ځل، د انګلستان له سفیري سره دوه ځله او د کاناډا له سفیري سره دوه ځله په افغانستان کي د سولي په باب خبري وکړې. ما هر چاته ویل چي د سولي لپاره څوک ریښتوني ګامونه نه اخلي؛ ځکه چي په سوله کي د هیچا ګټه نسته. ما دوی ټولو ته ویل چي که د سولي د ټیګولو لپاره ریښتونې اراده موجوده وي سوله ممکنه ده. ما دوی ټولو ته ویل چي زه د ځان لپاره هیڅ نه غواړم؛ زما له محبوبیت څخه د وطن او سولي په  ګټه استفاده وکړی. ما دوی ټولو ته ویل چي زه تیار یم د هیلمند غرونو او د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو ته ولاړ سم؛ او که په دې لاره کي ووژل سم دا افتخار مي بس دی. ما عمر خوړلی دی نور څه نه غواړم. داخلي مقاماتو د همکاری ژمنه راسره وکړه او سفیرانو، چي دا ټول جنګ او سوله په دوی اړه لري، راته وویل چي د سولي او جنګ خبري د افغانستان خپل داخلي موضوعات دي؛ خو دوی د سولي د ټینګېدلو په برخه کي، چي د افغانستان، سیمي او نړۍ په خیر ده، خپل وس نه درېغوي.

څه موده وروسته بیا هم جانان کابل ته راغی او ما بیا هم په سرینا هوټل کي ورسره وکتل. دا ځل هغه راته وویل چي که سعودي عربستان او ترکیه د مولوي ذاکر او د جمهورریس ترمنځ د لیدلو په برخه کي تضمین کوي نو مولوي ذاکر د هغه سره کتلو ته حاضر دی. ما هغه ته په خپل لګښت په یوه نسبتاً لوکس هوټل کي ځای ونیوی؛ سبا ته مي د طیارې ټکټ  ورته واخیست او کندهار ته مي رخصت کړ. ما ایله دوې میاشتي وروسته له جمهورریس سره، د پنځو دقیقو لپاره، ولیدل او د جانان پیغام مي ور ورساوه. جمهورریس راته وویل چي مولوي ذاکر که د نړۍ د هر هیواد تضمین غواړي دی ورته حاضر دی، دی یوازي د سولي له ټینګولو سره علاقه لري او بس. البته زما او د جمهورریس بیا لیدل څه باندي درې میاشتي وروسته وسول؛ او دا ځل مي د سولي په باب نه بلکه د خپل وزارت د ستونزو په باره کي خبري ورسره وکړې. ځکه چي د سولي خبري او د مولوي ذاکر پېشنهادونه ډېر زاړه سوي ول.

په دې منځ کي شېر آغا ټلفون راته وکړ چي دوی له هیلمند څخه کندهار ته راغلي دي او دوې ورځي وروسته په بس موټر کي کابل ته راځي. ما د حنیف اتمر له نیژدې سلاکار فرهادالله سره تماس ټینګ کړ. هغه راته وویل چي دوی به یې له کوټه سنګي څخه واخلي. خپلي امنیتي ودانی ته به یې بوزي او د امنیت تر ډاډه کېدلو وروسته به ماته اطلاع راکړي. شېرآغا غوښتل چي په کابل کي زما، حنیف اتمر او، د امکان په صورت کي، له پخواني جمهورریس حامد کرزي سره وګوري او خپل نظریات او د سولې په باره کي د خپلو مشرانو پېشنهادونه ورسره شریک کړي. ما کرزي صاحب ته ټلفون وکړ او هغوی ته مي وویل چي طالبان غواړي زما سر یو ځای ستاسي کورته درسي او ستاسي سره وګوري. کرزي صاحب راته وویل چي ستا سره هر څوک ملګری وي زما کورته راتللای سي. زما کور خپل وګڼه.

شېرآغا او د هغه سره یو ملګری، چي ده مولوي صاحب باله، د روان ۲۰۱۶میلادي کال د پسرلي په سر کي کابل ته را ورسېدل. امنیتي مامورینو د هغوی د رسېدلو اطمینان راکړ او زه د مازیګر پر مهال د هغوی لیدلو ته ورغلم. د شېرآغا عمر د دېرشو او د مولوي صاحب عمر د څلوېښتو کالو په شاوخوا کي معلومېدی. دواړو، د نورو طالبانو په څېر، توري بګړۍ تړلي وې او د طالبانو په څېر یې ګڼي او لويي توري ږیري پرې ایښي وې. تر سلام او روغبړ وروسته مو د چايو په چښلو او خبرو پیل وکړ. له دوی سره ځکه ډېري خبري نه وې چي شېرآغا زما سره، تر دې مخکي، لږترلږه شل ځله په ټلفون کي خبري کړي وي. هغوی دا یوه خبره بېخي ډېره کوله چي سوله د افغانانو ترمنځ په مستقیمو خبرو حلېږي او چي تر څو پوري خبري د پاکستان په لاس او کنټرول کي وي هیڅ نه سي تر لاسه کېدلای. له دوی سره مي وعده وکړه چي سبا به که خیر وي له حنیف اتمر او کرزي صاحب سره وګوری. د مجلس په وروستیو شېبو کي فرهادالله هم کوټې ته راغی. البته دا زموږ د خدای په امانی وخت وو؛ او په دغه شېبه کي شېرآغا او مولوی صاحب دواړو زما لاسونه مچ کړل. د طالبانو دې بې سابقې احترام ته د فرهادالله خوله وازه پاته سوه. امنیتي کمرو به هم هر څه مشاهده کړي او عکاسي کړي وي. زه یقین لرم چي د طالبانو دې وروستي حرکت، چي هغوی د منتهی اخلاص او درناوي په اساس وکړ، زما د سولي کوښښونو ته سخته صدمه رسولې وي؛ ځکه چي حنیف اتمر او د سولي د مسلې نور ټېکه داران داسي چاته، چي طالبان یې لاسونه مچوي، په لوبه کي د ګډون اجازه نه سي ورکولای. دوی فکر کوي چي که دا ډول ريښتوني خلک د سولي په هلو ځلو کي برخه واخلي هر څه ګټي او نعمتونه به د دوی له لاسه ووزي.

په سبا مازیګر له دفتر څخه کورته روان وم چي فرهادالله ټلفون راته وکړ او راته وې ویل چي زموږ تخنیکي همکاران پر دې دوو کسانو باندي شکمن دي او وايي چي دوی له مشرانو سره نه سي لیدلای. ما ویل دلیل څه دی؟ ویل یې هغه ځوان طالب هیڅ ډوډی نه خوري او د پرون راهیسي هیڅ تشناب ته نه دی تللی او هغه مولوي صاحب څو ځله تر چوکیو او کفچونو لاندي کتلي دي، او دا حرکتونه یې ډېر مشکوک ښکاري. په زړه پوري خبره دا ده چي تقریباً دوې هفتې وروسته، د حنیف اتمر په دفتر کي د هغه په مخ کي، یوه امنیتي سلاکار راته وویل چي جهاني صاحب هغه دوه تنه مو ستاسي په احترام پرېښودل کنه موږ بندیانول. ما ویل دلیل څه وو؟ ځکه چي دواړه بې وسلې خلک ول او زموږ په اجازه د خبرو لپاره راغلي ول. البته دا هم زما سادګي وه چي د افغانستان له فاسدي امنیتي دستګاه څخه مي د دلیل او منطق طمع درلوده. زه نه وایم چي د شېرآغا او مولوي صاحب خبرو به نتیجه ورکړې وای؛ خو که د سولي له پروسې سره په دغه ډارن منطق سلوک کېږي نو د سولي مسلې ته دي هم خدای خیر پېښ کړي.