کور / تازه خبرونه / په روان مالي کال کې د زابل د مستوفیت په عوایدو کې زیات والی راغلی

په روان مالي کال کې د زابل د مستوفیت په عوایدو کې زیات والی راغلی

په روان مالي کال کې د زابل د مستوفیت په عوایدو کې زیات والی راغلی . د دولتي عایداتو د تېښتي مخ نیوی ، سالم مدیریت او ځیني نوري هڅي د عوایدو د زیات والي اصلی سبب بلل کیږي د زابل مستوفي محمد ظریف بابري وايي چي په ۱۳۹۵ کال کې د ماليې د وزارت له لوري ۸۱ اعشاریه ۵ میلیونه افغانۍ هدف ورته ټاکل شوی وو خو دوی وکړای شوه تر ورکړل شوي هدف زیات ۹۸ اعشاریه ۷ میلیونه افغانی د دولت خزانې ته جمع کړي . بابري وايي چي تر ور کړل شوي هدف يې ۲۱ فیصده زیاته مالیه را ټوله کړې چي دا په په زابل کې د عمراني پروژو له تطبیق سره ډيره مرسته وکړي . د ماليې وزارت له تیرو ۲ کالو راهیسی هڅي زیاتي کړي چي د نړیوالو مرستو پر ځای خپله ډیره تکیه پر کورنیو عوایدو وکړي چي د دې هدف لپاره يې د زابل په شمول ډيرو ولایتونو ته نوي مستوفیان ټاکلي دي

خبریال: صدیق الله پوپل .