کور / تازه خبرونه / جاپاني پښتو قاموس آنلاين سو

جاپاني پښتو قاموس آنلاين سو

ahmadwaliachakzai

د دغې ليکنې لنډه بڼه: ۹۰ زره جاپاني لغتونه لرونکی جاپاني پښتو قاموس پر www.qamosona.com آنلاين سو. پر ياده پاڼه د آنلاين سوو قاموسونو د لغتونو شمېر په لومړي ځل تر يو مليون څخه زيات سو.

د ليکنې تفصيلي بڼه

د جاپاني او پښتو ژبي مينه والو ته زيری ورکول کيږي چي الحمد لله د جاپاني پښتو يو داسي قاموس مي آنلاين چي پکښي تقريبا ۹۰ زره جاپاني لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي. دغه قاموس مي د قاموسونه ټکی کام www.qamosona.com پر وېبپاڼه د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۰مه نېټه  په بشپړه توګه آنلاين  کړ. د ياد قاموس لومړۍ بڼه د نن څخه تقريبا لس کاله تر مخه پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوې وه. البته هغه وخت يې د لغتونو شمېر تقريبا شپږ زره ؤ.

د دغه نوي آنلاين سوي جاپاني پښتو قاموس د نورو ځانګړتياؤ تر څنګ يوه ځانګړتيا دا ده چي اکثره جاپاني لغتونه په رومانجي romanji حروفو هم ليکل سوي. رومانجي په لاتيني حروفو سره د جاپاني متن ترانسکريپشن يا د تلفظ له پاره آسانه ليکل سوي بڼې ته ويل کيږي. د مثال په توګه په دغه قاموس کي د «افغانستان» لغت داسي راغلی دی:

۱ ـ جاپاني لغت: アフガニスタン
۲ ـ رومانجي: [afuganisutan] ۳ ـ پښتو ژباړه: افغانستان
۴ ـ د جاپاني لغت نور واريانتونه:  アフガニスタン人

دا چي د جاپاني ژبي د ليکلو له پاره له بيل طرز تورو يا سمبولونو څخه کار اخيستل کيږي، په دغه جاپاني پښتو قاموس کي اکثره جاپاني لغتونه په کانجي، کاتاګانا او هم هيراګانا تورو يا سمبولونو ليکل سوي دي. د بيلګي په توګه د «مور» لغت په دغه قاموس کي په لاندي توګه راغلی دی:

۱ ـ جاپاني لغت: 母
۲ ـ هيراګانا ـ رومانجي: [ はは — haha ] ۳۳ ـ پښتو ژباړه: مور، والده، ببو، ابۍ

د تورو يا سمبولونو د بيلو طرزونو تر څنګ په دغه قاموس کي اکثره جاپاني لغتونه په کوږ حالتونو او واريانتونو کي هم ليکل سوي دي. دغه بېل واريانتونه په «|» نخښه سره بېل سوي دي. د مثال په توګه:

۱ ـ جاپاني لغت: だいてかわいがる
۲ ـ رومانجي: [daitekawaigaru] ۳ ـ [ 抱いてかわいがる — daitekawaigaru ] ۴ ـ پښتو ژباړه: په غيږ كې نيول، په مينه نيول، مينه وركول، ناز وركول، مينه ورسره كول.
۵ ـ د جاپاني لغت نور واريانتونه:  だいてかわいがる|だいてかわいがっ|だいてかわいがっ|だいてかわいがら|だいてかわいがり|だいてかわいがれ|だいてかわいがろ

په دغه تازه آنلاين کړل سوي جاپاني پښتو قاموس کي ۸۸۹۶۸ جاپاني لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي. خو که د جاپاني ژبي د اکثرو لغتونو راغلي کاږه حالتونه او واريانتونه هم ورسره وشمېرل سي نو ښايي د دغه قاموس د ټولو جاپاني لغتونو شمېر تر څلورو لکو څخه لا زيات وي.

تر اوسه پوري پر قاموسونه ټکی کام تر ټولو لوی قاموس د درياب پښتو پښتو قاموس ؤ کوم چي تقريبا ۶۴ زره لغتونه لري. خو د جاپاني پښتو تازه انلاين سوی قاموس چي تقريبا ۹۰ زره لغاتونه لري پر قاموسونه ټکی کام او په مجموع کي د پښتو په تر ټولو سته قاموسونو کي تر ټولو لوی قاموس دی.

د يادولو وړ ده چي دغه قاموس دمګړی امتحاني بڼه لري او ژباړه يې له سره دقيق کنټرول او د مسلکي کسانو له خوا له سره کتنه غواړي.

دويم زېری ـ يو مليون لغتونه

د قاموسونه ټکی کام پروژه چي نه له اشخاصو، نه له سازمانونو او نه له کوم دولت يا حکومت څخه کومه مرسته ترلاسه کوي، نه يې د کومک تمه يا غوښتنه لري، الله پاک په دې کي بريالۍ کړه چي په تقريبا ۱۴ کالو کي يې د نړۍ په بيلو ۱۹ لويو ژبو کي د پښتو ۳۷ لوی او څو نور واړه قاموسونه په وړيا توګه آنلاين کړي. هغه هم په داسي توګه چي دغه قاموسونه د هر چا له پاره مفت او وړيا دي.

پر قاموسونه ټکی کام د Statistics په نوم يوه آساني د آنلاين قاموسونو او پکښي د ژباړل سوو لغتونو شمېرنه کوي. په دغه شمېرنه کي صرف د لومړۍ ژبي لغتونه شمېرل کيږي. د بېلګي په توګه له تازه اضافه کړل سوي جاپاني قاموس څخه صرف هغه ۸۸۹۶۸ جاپاني لغتونه شمېرل سوي چي په پښتو يې ژباړه سوې ده خو د دغو لغتونو پښتو معناوي او د جاپاني لغتونو واريانتونه او نور معلومات نه شمېرل کيږي.

د احصائيې ياد فنکشن يا آسانتيا اوس لاندي معلومات وړاندي کوي:
Statistics
20 december 2016
Dictionaries: 39
 Terms: 1,006,226

په دې توګه نو پر قاموسونه ټکی کام د موجودو قاموسونو د لغتونو شمېر الحمدلله تر يو مليون څخه اوښتی دی چي دا زما له پاره يوه ډېره د خوشالۍ خبره وه. ولي چي زه په دغه سويه د زياتو لغتونو لرونکو د آنلاين قاموسونو پروژه د پښتو په سيالو ژبو کي نه پېژنم.

د خپل خالق حمد و ثنا وايم چي خپلو زهير سوو ورونو او خويندو ته په داسي وخت کي د ښه خبر ورکولو سعادت لرم چي هغوی زیاتره وختونه بد خبرونه اوري.

هيله ده چي دغه اعلان پر خپلو انټرنټ پاڼو او فيسبوک ورته شبکو خپور کړئ تر څو لا زیات خلک له دغې پروژې څخه مستفيد سي.

هيله ده چي زما مور او پلار او ما خاوري ته د خير دعا وکړئ.

ستاسو خادم
احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۲۰مه نېټه، بون، آلمان
د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc

د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO

د تکراري سوالونو جوابونه FAQ 
http://bit.ly/1IZm3uV

د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v

۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw

د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U

«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
__________________________________________________________________
د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه