کور / خبرتیا او پيغامونه / شاوخوا ۲۲ ژبې انلاین او په وړیا توګه زده کړئ

شاوخوا ۲۲ ژبې انلاین او په وړیا توګه زده کړئ

 

عبدالغني عاطف

هر څوک غواړي چې نورې ژبې په وزیا توګه زده کړې.

که ستاسو انګریزي یا عربي ژبه زده وي نو کولای شی انلاین او په مفته کېتقریبا ۲۲ نورې ژبې زده کړی؛ دا چې څنګه لاندې یې وګورئ.

Duolingo د اینډرايډ او سمارټ فون لپاره یو اپلیکیشن دی چې هر څوک کولای شي په مرسته یې نورې ژبې زده کړي(ټول کورسونه یې وړیا یا مفت دي.)

د Duolingo په اپلیشکیشن باندې د ۲۰۰۹ کال په اخیرو کې کار شروع شو، د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې عام بازار ته راووت.

د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې Duolingo د iOs لپاره خپل اپلیکشن جوړ کړ او د ۲۰۱۳ کال د مئ په میاشت کې یې انډرایډ اپلیکیشن په لیکه شو چې په دریو هفتو کې یې یو میلیون استعمالونکي پیدا کړل، او په ګوګل پلې سټور کې یې ”د تر ټولو زیات ډاونلوډ شوی تعلیمي اپلیکشن“ نوم وګټی.

Duolingo اوس مهال ۱۵۰ میلیونه استعمالونکي لري.

Duolingo په لیکلې بڼه او د لوبې په بڼه کورسونه نشروي چې په ډیره اسانۍ سره هر څوک ورباندې پوهیدای شي او زده کولای یې شي.

Duolingo کې تاسو له انګریزي سره سره د هسپانیې، فرانسې، جرمني، هند، پرتګال، روسیې، ایټالیا، نیدرلینډ، ایرلینډ، سویډن، ډنمارک، ترکیې، ناروې، پولینډ، عبراني، اوکراین، ویتنام، اندونیسیا، هنګریا او د کوریا ژبې زده کولای شی.

ویب پاڼه: https://www.duolingo.com

اپلیکیشن: https://play.google.com/store/apps/details?id=com.duolingo&hl=en