کور / سياسي / د امریکا سفارت کې ناسته ـ کابل

د امریکا سفارت کې ناسته ـ کابل

نظرمحمد مطمئن nazar mohammad mutmaeen
داځل امریکایې  ډیوډسن د طالبانو او داعش ترمنځ د رابطې پوښتنه وکړه، او د طالبانو نظر یې په دي اړه وغوښت:‏
دکتور عبدالطیف نظري ورته وویل چې: طالبان په دي نظر دي چې داعش افغانۍ ښکارنده نه ده، د بهرنیانو لخوا یې ملاتړ کیږي. نظري زیاته کړه چې ‏عام افغانان په دي نظر دي چې داعش او په سېمه کې نورې ترهګرې ډلې د امریکا ملاتړ له ځانه سره لري، امریکا غواړي د همدې ډلو په واسطه خپلو ‏ستراتیژیکو اهدافو ته ځان ورسوي. امریکا په سوریه کې جبهة النصر، لیبیا کې د خپلواکې غوښتونکو ډلې، عراق او سوریه کې هم له ورته ډلو څخه ‏ملاتړ کوي.‏
ورځ تر بلې له طالبانو سره د ولس ملاتړ زیاتیږي. ستاسي امریکایانو د ناسمو تګلارو له کبله موږ ولس د طالبانو ملاتړ ته اړ شوي یو او د طالبانو ملاتړ ‏کوو، ځکه هغوی له ترهګرو ډلو سره په رښتونې توګه جګړه کوي. او نه غواړي چې افغانستان دې د بل چا تر واک لاندي وي.‏
طالبان د اشغال او د امریکا د پوځي شتون پر خلاف جګړه کوي، په دې برخه کې له طالبانو سره د ولس ملاتړ شته، د امریکا نظامي حضور دلته څوک ‏نه شي منلای او زغملای. ‏
لیکوال: نظرمحمد مطمئن