کور / راپور / د لندن ادبي بنډار غړو یوه پرتمینه غونډه رابللې وه

د لندن ادبي بنډار غړو یوه پرتمینه غونډه رابللې وه

د چنګاښ په ۱۷ نېټه چې د جولای له ۷ نېټې سره (۲۰۰۸) برابره  وه د لندن ادبي بنډار غړو یوه پرتمینه غونډه د ښاغلي  داود جنبش په اوجره کې رابللې وه.


که څه هم د څومره والي له مخې د ګډونوالو  شمېر   ډېر  زیات نه وو خو د څرنګوالي له مخې دغه ادبي ناسته د پاملرنې وړ ځکه وه چې زموږ د هېواد  نامتو کیسه لیکونکو اکبر  بری ، سوله مل شینواری او ایمل پسرلي هر یوه په وار وار خپلې کیسې د غونډو برخه والو ته واورولې . لومړی اکبر بري  د سالم ضمیر په نوم کیسه د کره کتنې لپاره وړاندې کړه. په سر کې شهسوار سنګروال  د کیسې په اړه وویل چې کیسه په زړه پورې ده خو ځنې برخې یې بې ګټې اوږدې شوي دي که کار پرې وشي غوره به وي . نوموړي دا خبره هم ورغبرګه کړه چې د کیسې په پیل یو تت شانته سیاسي سیوری پروت دی چې له بابته یې د کیسې هنري وړتیا او هنري دب دبه کمزورې کړې ده او د راپورتاژ بڼه یې خپله کړې ده.


داود جنبش د کیسې ژبه کمزورې وګڼله او عبیداله محک بیا وړاندیز وکړ چې د کیسې لومړۍ برخه باید لرې شي او څنګه چې کیسه اروایي بڼه لري نو غوره به وي چې کیسه له هغه ځایه پیل شي چې د کیسې کرکټر ته اروایي ستونزه ور پېښه شوې ده.


ایمل پسرلي د محک د خبرې پخلی وکړ او ورزیاته یې کړه چې د اکبر بري کومې کیسې چې ما لوستي لومړی کیسې ته سریزه ورکوي او بیا په اصل کیسې غږیږي .


سپین تڼي کیسه خوښه کړه خو دی هم د کیسې ډیالوګونو ته پښه نیولی شو ولې ولي عبداله د کیسې ښېګڼې او بدګڼې په ګوته کړې خو په ټوله کې یې د کیسې ستاینه وکړه.


بیا ایمل پسرلي دوه غبرګې کیسې کره کتنې ته وړاندې کړې او له شهسوار سنګروال نه یې وغوښتل چې د کیسې په اړه خپل اند څرګند کړي . نوموړي کیسه وستایله خو د یوه کرکتر یوناڅاپي پېښه ورته د تامل وړ وه. له دې سربېره دېته هم ټکنی شو چې دویمه کیسه له لنډې نه لنډه وه. ورپسې یماجان د سنګروال د خبرو پخلی وکړ  خو د کیسې هنري ارزښت یې وستایه.


داود جنبش کیسې خوښې کړې خو وړاندیز یې  دا وو چې د ناروغۍ نوم باید یاد شوی وای چې یانې د کیسې اصلي کرکټر د سرطان په ناروغۍ اخته دی.
عبیداله محک نه یوازې د پسرلي دواړه کیسې وستایلې بلکې دا خبره  یې هم ورغوټه کړه چې د کیسې دوه کوله په یوه چاپېریال کې زېږیدلي او ستر شوي دي او ځوی بیا پل په پل  د پلار سیوری څاري.


سپين تڼي او ولي عبداله د ایمل پسرلي د دواړو کیسو لنډ جاج واخست او بیا سوله مل شینواري خپله کیسه ولوستله او ټولو ګډونوالو ځکه خوښه کړه چې له یوې خوا د کیسې سوژه په زړه پورې وه او له بلې خوا یې ډیالوګونه زړه راښکونکي وو. د کیسې پیل او پای هم په زړه پورې وو ، نه ډېره اوږده وه او نه ډېره لنډه .
د لندن د ادبي بنډار دغه غونډه چې په ۸ بجو پیل شوې وه د شپې په ۱۲ بجو پایته ورسېده. 


په درناوي
۷- ۷- ۲۰۰۸  
لندن