کور / رسنۍ / د روزګان مهالنۍ پرله پسې ۱۳ – ۱۴ مه ګڼه چاپ سول

د روزګان مهالنۍ پرله پسې ۱۳ – ۱۴ مه ګڼه چاپ سول

د روزګان مهالنۍ ملي خپرونه
Monthly News in Ruzgan


2006–۱۳۸۵


Afghan Democratic Publication in Sweden


روزگان مهالنۍملي خپروني  پرله پسې ديارلسمه  اوڅوارلسمه گڼه له چاپ نه راووتل .


دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي تاسودهيواداونړۍ په هکله په زړه پوري نوی علمي،تاريخي، سياسي اوادبي مطالب لوستلاي شئ .


روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه  هم يوازي په روزگان پوري اړه لري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول ملي  ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير اولوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې ده .


دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي او فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی . 


روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ اوپه ټول  افغانستان  کښي علمي او فرهنگي مؤسسو،دکابل عامه کتابتون ، دافغانستان علومو اکاډمۍ ، کابل پوهنتون ، دپوليتخنيک انستيتيوت کتابتون علمی اوفرهنگی شخصيتونوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانستان څخه بهر کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوئ : 
الف : په روزگان مهالنۍ ملي خپرونه کې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا ،امريکا متحده ايالاتو ،کاناډا ،استراليا ،هند ،ايران اوپاکستان کې ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده . 
ب : په بهرکې له درنو هيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه  په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي او معنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی .


په نړۍ کي هر افغان کولاي سي خپلې ليکنې  اودافغان ولس سره دزړه خواله  ،شعرونه ادبی  مطالب اوطنزونه موږ ته راولېږي ، موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې  په پوره امانتداری سره رسوو.


که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو پر آدرس  درورسیږی ، هيله مند يو زموږ سره پدغه  پوستي پته  او يا برېښنا ليک تماس ونيسۍ :


پوستي پته :


  Ghamkhor Habibullah
SNÖDROPPS G,7
     215 27 Malmö


SWEDEN


برېښڼا پتي :


ghamkhor@hotmail.com
hewadsherzad@gmail.com


داړېکو لپاره تليفونونه :


حبيب الله غمخور : 00 46(0)736 511 569
هيواد شيرزاد : 00 46 (0) 737 143 140