په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکۍ پیغام !

د لراوبر اداره | جنوري 12th, 2017


بسم الله الرحمن الرحیم
 په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد نامتو تاریخ پوه ، د خپلو خلکو او هیواد دردمن ملي سیاسي شخصیت پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ ددې فاني دنیا نه سترګې پټې کړې . انالله و اناالیه راجعون .
Dr. Hassan Kakar پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړد افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ددې ستر شخصیت مړینه د هیواد او خلکو لپاره لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه بولي ، خدای بخښلي ته د خدای په دربار کې د جنت فردوس غوښتنه کوي اوکورنۍ ، خپلوانو ، دوستانو ، د هیواد علمي ــ فرهنګي شخصیتونو ــ بنسټنو ، مینه والو او ټول افغان ملت ته د تسلیت او جمیل صبر هیله کوي . ددې تر څنګ زمونږ د ټولنې د پاره د ویاړ ځای دی چې خدای بخښلي یې په تیرو کلونو کې په ډیرو علمي سیمینارونو کې هر اړخیزې علمي او ارزښتناکې ویناګانې کړي او همدا ډول ددې مهربان او زړه سواند مورخ علمي او ارزښتناک اثار یې د چاپ په ګاڼه سمبال کړي دي . په دې هیله چې ددوی له خوا روزل شوي تکړه اولادونه به یې د هغوي د لارې لارویان وي . په ډیر درنښت .
د ټولنې د مشرتابه جرګه 
 د ټولنې مشر سید حسن 
Hürth Germany

Copyright Larawbar 2007-2024