کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهاند ډاکټر موسی وردګ پر مړينه د ملي امنيت سلاکار د خواشينۍ پيغام

د پوهاند ډاکټر موسی وردګ پر مړينه د ملي امنيت سلاکار د خواشينۍ پيغام

Dr. Mosa wardag ډاکټر موسی وردګد پوهاند ډاکټر موسی وردګ پر مړينه د ملي امنيت سلاکار د خواشينۍ پيغام 
په ډېرې خواشينۍ سره خبرشوم، چې د هېواد يوه لويه اکاډميکه، خدمتګاره او وياړلې څېره اکاډميسن پوهاند محمد موسی وردګ له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي .
زه په داسې حال کې چې د پوهاند وردګ مړينه يوه نه جبرانيدونکې ضايع ګڼم او د مغفرت هيله ورته کوم، له درنې کورنۍ او د هېواد له اکاډميک قشر سره ځان په دې ويرکې شريک بولم .
محمد حنيف اتمر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت سلاکار