کور / تازه خبرونه / زابل کي تېره میاشت ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل کي تېره میاشت ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل کي تېره میاشت ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

 صدیق الله پوپل 

د زابل ولایتي مسوولين وایي تېره میاشت په دغه ولایت کې په بېلابېلو سيمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د چارواکو په خبره، وسله والو ته یې ياده مرګ ژوبله د زابل په مرکز کلات او ولسولیو کي پوځي عملياتو پر مهال اړولې.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سيال لراوبرته وویل تېره مياشت يې د زابل په مختلفو سیمو کي د دولت د وسله والو مخالفينو لوی بريدونه شنډ کړي او هغوی ته يې د مخامخ جګړې پر مهال درنه مرګ ژوبله اړولې

سیال زیاتوي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کي په مرکز کلات او ولسوالیو کي اته وسله وال وژل سوي، ۱۸ ټپيان او پنځه نور د بريدونو پر مهال نيول سوي دي.

سيال وایي، وژل سوو وسله والو په مرکز کلات کي د بريدونو  پلانونه لرل.

نوموړی په عملياتو کي د امنيتي ځواکونو د تلفاتو يادونه ونه کړه او نه هم وسله والو تر اوسه د دغه څرګندونو په اړه تبصره کړې.

زابل د جنوب له ناارامه ولایتونو څخه شمېرل کیږي،چي وخت نا وخته وسله وال پکي د امنیتي ځواکونو سره جګړې کوي.

11885354_132348830439443_2972719986942244429_n_001