کور / سياسي / امنيتي چارواکو ته وړانديز

امنيتي چارواکو ته وړانديز

Ghamkhor غمخور

حبيب الله غمخور

امنيتی چارواکوته يو وړانديز !

په کابل ښار اوممکن نوروځايوکي له جنراله تر عسکره درشي رانيولاي اوگنډلاي سې!

همدا شېبه مې دطلوع نيوز خبري سرويس کي دنورو خبرونوترڅنگ دا خبر واوريدچې دکابل ښار په يوه برخه کي چې دميوند جاده اودپل خشتی جومات  مخامخ دوکانوکي نه يوازي داچي دجنرال  نه نيولی تر عادي عسکر پوري ددوي رسمی لباس پلورل کيږي ،بلکې په همدي خياط خانو اودوکانوکي گنډل کيږي هم .

دتلويزيون خبرنگار همدي محل ته تللی وو ، ترڅوخپل راپور پدې هکله تر تيب کړي ،خو يوشمير دوکاندارانو يا خياطانوورته دعکاسی اوفلم اخيستلواجازه ورنکړه . په هرحال خبره داده چي په کابل ښارکي دوسله وال پوځ رسمی پوځی لباس په شخصی خياط خانو کي گنډي اودپلورلو لپاره بازارته وړاندي کيږي  .

دافغانستان په اوسنيوشرايطوکي چي جگړه په خرپ  روانه ده اودښمن له هر وړوکی امکان نه استفاده کوي ،فکر کوم لازمه به وي چي دښار په شخصی دوکانو اوخياط خانو کي دپوځی لباس گنډل اوپلورل منع سی . داپدي معنی چې پردې پروسه نظارت ديو قانونی امر له مخې دامنيتی چارواکو لخوا هرچيري ترنظارت لاندي وي .

ډيره جالبه وه چې يوخياط دکامرې پروړاندي وايي ،بلې اردوخوليري دی، خو موږ دکورنيو چارودوزارت په امردافسرانو درشی گنډو اوديوه جنرال لپاره دگنډلی درشی تصوير چي خياط یې په خپل دکان کي پر دېلوال ځړوی کامره مين موږ اوتاسوته راښکاره کوي .

تردې بله ډيره خنداوره اوشرمونکې خبره خو داوه چې دوکانداران وايي ،موږ مشکوک سړی ته درشي نه گنډو اويا یي پري نه پلورو! واقعآ جالبه ده چي دولت او امنيتی چارواکي پدې شرايطوکي چې پر تفصيل یې په هره برخه کي کتاب ليکل کيږي پر يوه دکاندار دا باورکوی اوهغه ته دا صلاحيت ورکوی چي مشکوک اوغير مشکوک سره تفکيک اوبياخپله سوداگري وکړی  .

ژورناليست  ته دغه دکاندار داخبره ونکړه چې دمشکوک شخص په وړاندي غيرله دې چې دا ښاغلی دده په وينا ورباندي درشي نه پلوري  نور څه کوي؟  له چېهرې نه ئي معلومېدل چې دوکاندار اوياخياط داټول ليدونکي او اورېدونکي  ساده گان بولی اوبس .  

ترکومه چې زه معلومات لرم دازاد بازار دټولو اصولو له مخې بياهم په امريکا،کاناډااوټوله  اروپاکي هيڅ يوخياط اودوکاندار د وسله وال ځواک لباس نه گنډلاي اونه هم پلورلاي سی .

داهغه هيوادونه دي چي هلته داسي ترهگرنسته ،چي ديوه ولايت دوالی په مېلمستون کي انفجارکونکی موادداسي ځاي پرځاي کړی چي تراوسه زه نه ،بلکې دولتی چارواکي ورته حيران دي .نو په افغانستان کي په کوم منطق ب مسوليتو کسانوته دداډول سوداگری ته اجازه ورکړه سوېده ؟

فکر کوم دابه ډيره پرځاي پرېکړه وي چې دټول وسله وال پوځ دلباس پرگنډلو اوپلورلوجدی قدغن وسی .

زه پدې پوهېږم چې يوشمير به وايي،دالباس بل ځاي جوړ وي ،له پاکستان اويا ايران نه ورته برابرېږي .اوياداچي دوي په خپل منځ  کي بېله خياط نه يودبل پروړاندي خپله دښمني سرته رسوی ،خودابله خبره ده .

زما وړانديز دملک امنيتی اصولو په کچه دی .