کور / هراړخیز / پرینکا چوپړا: زه په ښه کیدو یم او ژر به کار ته ستنه سم

پرینکا چوپړا: زه په ښه کیدو یم او ژر به کار ته ستنه سم

په یوې امریکايي تلویزوني سریال کوانټیکو کې د هندۍ سینمايي ستورې پرینکا چوپړا کرکټر له تروریستي چاودنو، برمته نیونې او سختو جګړو ژوندی وځي. خو ددې ډرامې د ثبت پر مهال بیا پرینکا جوړه پاتې نه سوه.

صدیق الله پوپلدا څلور دیرش کلنه سینمايي لوبغاړې دا مهال له هغو ټپونو رغیږي چې شوټینګ پر مهال د یوې حادثې له کبله ټپي سوه .

 پرینکا چوپړا په ټویټر کې د خپلو مینه والو د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل” زه به ډيره زر ښه سم، او هیله لرم چې څو مره زر ممکنه وي بیرته خپل کار ته ستنه سم

د (ټي ایم ځي) تلویزونې شبکې په وینا دا اکټره د یوې صحنې د ثبت پر مهال پر سر ولویده. او وروسته روغتون ته یوړل سوه. د نوموړې استازي امریکايي رسنیو ته ویلي، پرینکا د ډاکترانو په لارښونه کور کې ارام کوي او ډير زر به کار ته ستنه سي.

 

ژباړه: صدیق الله پوپل