کور / تازه خبرونه / هغه مامورین دې له دندو ګوښه سی چې په خپلو دندوکې غفلت، غیابت او بې پروايي کوي

هغه مامورین دې له دندو ګوښه سی چې په خپلو دندوکې غفلت، غیابت او بې پروايي کوي

هغه مامورین دې له دندو ګوښه سی چې په خپلو دندوکې غفلت، غیابت او بې پروايي کوي.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي دا څرګندونې د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو سره په  نوبتي اونیزه امنیتي غونډه کې وکړي، پيل کې د ملي اردو،ملي امنیت، امنیه قوماندنۍ او ګډې همغږۍ مرکز مسؤلینو یو په یو دغونډې رهبري ته اړوند برخوکې د وروستیو لاسته راوړنو، ستونزو اود ډاډمن امن دټېنګښت او د مخالفینو دځپلو په موخه یوشمېر برخو کې دځانګړو پلانونو په اړه خپل ګزارشات او معلومات ور کړل.
د غونډې رهبري د خپلو خبرو په لومړیوکې ټولې ملکي او نظامې ادارې مکلفې وګڼلې چې په مرکز او ولسوالیو کې خپل پرسونل حاضر او په دې برخه کې دهر ډول بې پروايي، غفلت او غیر حاضرۍ څخه جداً ډډه وکړي او پرینږدي چې دهېواد په دې حساسو شرایطو کې د کومې ملکي او یا نظامي اداري مامور خپله دنده کې غیر حاضر شی او که بیاهم کوم مامور بې پروايي او غفلت کوي تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دې راوستل شی او تر ۲۰ ورځو غیرحاضرۍ ورورسته دې له دندې ګوښه او منفق سي.
16105667_1055401164589043_9115637971145234964_n_001