کور / طنز / یوه سیاسي طنزي لیکنه

یوه سیاسي طنزي لیکنه

دافغانستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلی ضرار احمد مقبلوف  د دواړوغوږونو عملـــیات بریالي سر ته ورســېدل نن دمازدیګر په پینځو بجودتاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې  مقبلوف  په داسې حال کې عملیات شو چي ددواړو غوږونو پردې یې شکېدلې، ښی غوږ یې له شیشو څخه ډک اوپېکی یې خورا فرېشان ښکارېده د شورګانو د دوست هیواد دپینځلسم جمهوریت ( تاجکستان) طبیبان دې پېښې ته ځکه ډېر حیران ول چې، یوناکامه ځانمرګی برید په خوست ولایت کې دهند په سفارت وشو او ښـــاغلی ضراراحمدمقبلوب په کابل کې دومره وکړېد لنډه داچي، په روغتون کې حاضروژورنالستانود ښاغلي  مقبلوف ددې ژور احساس له وجې د پوښتنوجرت ونه شو کړی اوبل دلیل یې دا هم و چي، ژورنالستانو ډېر تلوار درلودچي ژرترژره  د بګرام  هوائي  ډګرته ځانونه ورسوي  ځکه  چي، هغوی ته  دکابل دامنیه پولیسو اوسني فعال  اوهڅاندقوماندان ایوب سالنګي خبر ورکړی و چې جلالت معاب کـــرزي صاحب هم په بګرام کې دامریکایانو په روغتون کې  خپل غبرګ  غوږونه عملیات کړي دي


يادونـــــــــــــــــه:


په خوست کې د هند په سفارت د ځانمرګي برید دمخنوي له  وجې لاندې کسان دناټو دلوی قوماندان لخواپه مډالونو ونازول شول :


ښاغلي کرزي، ضراراحمد مقبلوف، د ملي امنیت مشر امرالله صالح او ملي اتل د دفاع وزير ښــاغلي رحیم ته د مېړانې لمړۍ درجه مډالونه له یوې یوې بوجۍ کنجوړې او رشقې سره ورکړل  شول همدا راز ایوب سالنګي،برهان الدي رباني،ضیا مسعود،عطا محمدنور،قسیم فهیم،یونس قانوني،چکري او د شمالي ټلوالې ګڼ شمېرنورو وطنفروشانو ته  نه  تنها چي د مېړانې لمـړۍ درجه مډالونه ، بوجۍ بوجۍ کنجوړې اوواښه ورکړل شول ،بلکې نقدي جایزې یې هم په غړوندیوکې ای .اس  . ای ته د پوره وفاداري له عمله ور وټونبلې