کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان كي دپاكستان اوهندترمنځ دسياليونوي باب

په افغانستان كي دپاكستان اوهندترمنځ دسياليونوي باب

د هند پر سفارت  بريدپه افغانستان كي دپاكستان اوهندترمنځ دسياليونوي باب

 

تيره ورځ په كابل كي دهندوستان پرسفارت ځانمرګي بريدچي له امله يي ۴۴تنه ووژل سول او۱۴۱تنه نورټپيان سول له واره ټولوخلګودپاكستان كاروباله اوهغه يي وغنده .

په دغه ځانمرګي بريدكي دهنددسفارت دوه تنه لوړپوړي كاركوونكي اودسفارت دوه وسلوال ساتونكي هم ووژل سول .

ويل كيږي چي دغه بريدلاله پخواڅخه اټكل كيده اوامنيتي چارواكودهندسفارت ته په دي اړه خبرداري هم وركړي وواوسفارت هم ورته لازم تياري نيولي وو.

څنګه چي دهندسفارت كورنيوچاروزارت ته نيژدي په يوه ترټولوله امنه ډك واټ كي موقيعت لري ځكه نودغي پيښي په زغرده دامنيي ځواكونوسخته كمزوري په نښه كړه چي ډيري كسان له دي اړخه زياتي نيوكي كوي .

ددغي چاودني په ايله رامنځته كيداسره دستي ټولوخلګوخپلي ګوتي دپاكستان خواته ونيولي اوداكاريي ددغه هيوادداستخباراتي شبكي آي ايس آي وباله خوپاكستان ژرددي لپاره چي ځان ناګاره واچوي دغه عمل وغنده اورديي كړ.

دپاكستان اوهندترمنځ له كلونوكلونوراپه ديخواجګړواوسياليودوام درلودچي دادي اوس يي خپل فعاليتونه په افغانستان كي ددنه هم پيل كړل .

له دي سره سره چي دافغانستان اوپاكستان اړيكي له كلونوراپه ديخوادپښتونستان پرسرسره خرابي وي اوپه ورستيوتيروديرشوكلونوكي دغه هيوادهڅه كول چي په يوډول نه يوډول دډيورنډتش په نامه كرښي رسميت پرافغانانووتپي اوترډيره په افغانستان كي  دجګړواوناامنيولامل هم داوخودافغانستان اوهندوستان ترمنځ اړيكي له پخواڅخهه لاخوراښي وي اودسپټمبرد۱۱ترپيښئ وروسته دغه اړيكي خپل اوج ته ورسيدي.

هنديانوپه تيرواووكلونوكي په بيلابيلوپروژوسره افغانستان ته خدمت وكړاوپه بيلابيلوبرخوكي يي ډيري مسلكي كارپوهان اومتخصصان په ډيرلږمعاش په افغانستان كي په كارمصروف دي.

پاكستانيانوتيركال په بلوچستان كي دنااراميولامل په كندهاركي دهنددقونسلګري مداخلي بللي وي اوپه دي ډول يي دافغانستان ملي امنيت اودهنداستخبارات په دي كي دخيل بللي وواوپه دي توګه پرافغانستان نيوكي كولي .

همدارازوروسته ترهغه چي په كابل كي دسيمي دامن ګډه جرګه جوړه سول پاكستانيانوبياهم په افغانستان كي دهنددقونسلګريودزياتيداڅخه شكايت وكړاوپه دي ترتيب نوددغودواړوهيوادوخپل منځي رقابت په افغانستان كي لاپه ډيريدوسوپه داسي حال كي چي پخوايي درقابت دګركشميروو.

پرونۍ ځانمرګي بريدپه افغانستان كي ددغودووسيالوهيوادونوپاكستان اوهندترمنځ درقابت اوج په ګوته كوي په داسي حال كي چي ډيري تلفات يي افغانانوته واوښتل .

مخكي هم پاكستانيانوپرهندي كاريګرودزرنج _ دلارام پرلويه لاردغه ډول څوځانمرګي بريدونه اوچاودني كړي وي چي تراوسه يي دڅوتنوهندي انجينيرانوژونداخيستي اولږترلږه له يوه څخه په خورابيرحمۍ سره سرپري سوي دي .

پرونۍ ځانمرګي بريدچي پاكستان په هيڅ دول نسواي توجيه كولاي اولاس لرل يي هم پكښي خوراروښانه دي اوښايي هندوستان ښايي خپلي مرستي لانوري زياتي كړي .

له دغي پيښي وروسته دهندوستان دهنددبهرنيوچارودوزيردننه كيدل سفارت ته پخپله په داګه كوي چي دافغانستان اوهندترمنځ اړيكي ژوري دي اويقيناچي پرپاكستان به بدي لګيږي اوزياته هڅه به كوي ترڅودغه اړيكي خرابي كړي . 

سره له دي چي هندوستان اوافغانستان لاتراوسه په رسمي توګه دپاكستان په ګډون هيڅ كوم هيوادپه دي پيښه نه دي تورن كړي خوهرڅوك پوهيږي چي دادپردي ترمخه كيسه ده اودپردي ترشابياددغودواړوهيوادونوداستخباراتي شبكوترمنځ سخته جګړه روانه ده .

داچي هندوستان به دپاكستان دغه ښكاره بريدپه وړاندي څه وړغبرګون كوي لاتراوسه يي څوك وړاندوينه نسي كولاي اوبالاخردابه هغه مهال په ډاګه كيږي چي ددغودووسيالوهيوادونوڅخه يي كوم يودافغانستان په سيالي كي ميدان وګټي .

دافغانستان عام خلګ له هندوستان سره دلازياتوښواړيكوليواله دي اوټول هغه افتونه اوبلاګاني چي پرافغانستان رانازلي سوي ټولي دپاكستان له لاسوهنوڅخه ګڼي چي پرونۍ پيښه دهغي لړۍ يوه بله كړۍ وه كومه چي تردووسووپوري يي ملكي افغانان تپي اووژل .