کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / نوى پيل او غوره راتلوونکې!

نوى پيل او غوره راتلوونکې!

 

له ژونده مې زده کړل ترڅوچې نفس په قفس کې دى بايدژوندوکړو،مينه وکړواودمينې رامنځ ته کول خپل مسلک وګرځوو،وخاندو اونوروخندوو – ځکه چې خندل يو هنراو دنورو خندول ترهغه سترهنر دى.

دانسانانو ژوندله کومه چې پيل شوي اوترکومه به چې لادالړۍ وغزېږي له شکه پرته ټېټې اوهسکې له ځان سره ولري دشاه امان الله خان غازي مېرمنې ملکې ثريا په خپله يوه ويناکې ويلي وو (فکرمه کوي چې زمونږټولنه يواځې دنارينه وو خدمت ته اړتيالري،په همغه ډول چې پخواپه اسلام کې ښځوځانګړى ځاى درلود نن هم بايدخپل سهم اداکړي،ځکه چې ښځودتاريخ په اوږدوکې ډېرارزښناک کارونه سرته رسولي دي. ياده دې شي چې دټولنې په پرمختګ کې بايدټول ګډون وکړي،چې په هغوکې دښځوبرخه اخيستنه حتمي ده چې داکادعلم اوپوهې په زرين زيورسمبالول آسانوي).

په برتانيه کې ښځې ددوهمه درجه وګړيوپه کتارکې راتلې،کله چې به يوې ښځې واده کاوه دهغې ټوله شتمنې به دهمدې ښځې په مېړه پورې اړه پيداکوله،ښځودلوړوزده کړو لپاره پوهنتون ته لاره نه لرله او په پارلمان اونوروځايونوکې يې دغړيتوب دموندلوحق نه درلود.

په نولسمه سليزه کې په دغه برخه کې ځينې بدلونونه رامنځ ته شول اوښځوته دواده کولوپه برخه کې بشري حقوق اوامتيازونه ورکړل شول. خولاهم ښځوحقوق غوښتل چې هغو ي درايې ورکولوحق ترلاسه کړي،په اروپاکې لومړنى هېوادچې ښځوته يې درايې ورکولوحق ورکړفنلنډوو چې فنلنډي مېرمنوپه ١٩٠٦ ميلادي کال کې درايې ورکولوحق ترلاسه کړچې په خپل وخت اوخپل ذات کې په اروپاکې نوى کاروو. اودراتلوونکي کال په پارلماني ټولټاکنوکې يې ترګډون وروسته تقريباُ لس په سلنه څوکۍ خپلۍ کړې. همداشان فنلندي مېرمنوبه په مذهبي،ټولنيزو،ښوونېزو اونورو ناستو او غونډو کې برخه اخيسته چې دې ورسره موخې ته په رسېدوکې ډېره مرسته کوله.

دااړينه ده چې ښکاره وي چې بلاخره مونږڅه غواړو او څه کوو او ددې لپاره بايد ځانګړي موخې ولرو. زه يوه ژوندۍ بېلګه دموخې اوهغې ته درسېدولپاره راوړم.

يوډېرښه ملګرى لرم ډېرراته ګران اوښاغلى هم دى هغه ډېرپياوړى اوهڅانددى.يوه ورځ يې راسره څه دپرون اوپخوايادونه کوله څه خبره يې ياده کړه چې په پوهنتون په اتوسمسترونوکې شپږسمستره اول نمره وم.په درېيم صنف کې وم چې طالبانوکابل نوى پريښى وو اودکرزي صيب لنډمهاله دوره وه،نجونې نوې پوهنتون ته له يوه پنځه کلن ځنډوروسته راغلې وې،زه دخپل صنف اول نمره وم،ډېرې اقتصادي ستونزې مې لرلې يوه ورځ په ټولګي کې څوتنونجونوڅه خبره راپسې وکړه چې (داګوره پتلون اوکميس ته يې ګوره دابيازمونږ اول نمره دى) زه يې واورولم،غلى شوم اوله لنډځنډوروسته مې ورته وويل چې :

تېټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه

زه په هــمدې زاړه پتــلــون اول نـــمره يم

هغه ويل چې داماته خواشينوونکې نه وه چې دې نجونوماته داسې ويل،ځکه چې ماځانته داسې ډاډورکاوه چې بلاخره به داسې نه وي ځکه چې ماځانته يوه موخه ټاکلې وه ماته زاړه پتلون او زاړه کميس اودهغونجونوخبروډېرارزښت نه درلود،زما اند دا وو چې زه بايدهغې موخې ته رسېدلى وى،کومې ته چې نن په رسېدوکې يم. نن ښه پتلون اوښه کميس ياښه درېشي خولاته څه چې ډېرنورڅه هم رانه حتي فکرکول نه غواړي چې څنګه لاسته راځې خوبياهم هڅه ددې کوم چې ډېرڅه نورهم ولرم چې ډېرنورڅه هم وکولاى شم.

دايوڅرګندحقيقت دى چې ښه کارونه ډېردى،خو ښه خلک هومره ډېرنه دي چې دښوکارونودکولوجوګه شي. له شک پرته دهرکارسرته رسول په يواځې ځان نه کېږي داسمه دى چې هغه به يوه قوي هوډ ته ارتياولري،په افغانستان کې نوې اورورستۍ هڅې هم دپام وړاوارېښتناکې دي چې په دې کې دخپل درانه ورور ډاکټرصاحب باخترامين زي،ډاکټرصاحب خوشحال روهي،عبدالغفورلېوال،سحرصيب اونوردوستانوهڅې ديادونې اوستاينې وړ دي، چې په خپلوادبي کلتوري اوټولنيزوهڅوسره يې ژبې،سيمې اوخلکوته دپام وړ څه وکړل چې دلارې تعقيبول يې دټولنې اوورځې غوښتنه ګڼم.

همدارنګه مېرمن ټولنيز- کلتوري بهېر هم هغه نيک،رغنده اوپه ځاى افدام وو چې ګڼ شمېرپښنتې ميرمنې اونجونې پکې خپل افکار اواندونه منسجموي اوادبي هڅولپاره لارې هواروي. له شک پرته ښځې هم ترنورواوترډېروښه استعدادونه لري.يوه ورځ ددغې ټولنې په يوه اونيزه غونډه کې لنډمهال پاتې شوم،کومې شېبې چې زه هلته وم په يوه شعرکره کتنه اوپه دوام يې مشاعره وشوه چې دغونډې ګډونوالوپه خپله برخه اخيستنه ښکلې کړه. دکره کتنې لپاره يوآزادنظم وړاندې شوچې دانسان لېونتوب يې سرليک وو،زه دانه وايم چې داسې شعرماکله نه وو لوستى اوياهم نه وواورېدلى، بلکې تردې شعره به مې ښه شعرونه لوستى او اورېدلى وي خو تردريوټکيووروسته په ځان پوروړى ګڼم چې ووايم ډېرکم.هلته مې هم وويل چې ځمادهغې خورچې لايې نوم هم نه پيژنم شعرډېرخوښ شو. زه دخپلو نيمګړيوخبروپه پاى کې وايم چې دپښتنومېرمنو اونجونودانوښت به ډېرارزښناک تمام شي اوخپلونوروخويندو او ټولنې ته به ډېرڅه وکړي ښځې دټولنې سمه نېمه برخه جوړوي اودهغوې کړنې دتاريخ پاڼوښودلې ده چې وياړنې يې لرلي دي. کلونه وړاندې کله چې سردارمحمدداوودخان دعراق،بنګله ديش اوهندوستان په سفر تللي وو، دهغه په مطبوعاتي ډله کې افغانه خبرياله اوژورناليسته ماري سعادت چې هغه مهال يې په هېواد او انيس ورځپاڼوکې همکاري لرله تللې وه،هغې ويلي ماپه هندکې په يوه مطبوعاتي ناسته کې له مېرمن اندراګاندي څخه وپوښتل چې لس کاله وروسته دافغان مېرمنو وضيعت څنګه ارزوي؟ وايي چې هغې راته وويل چې که تاسې دافغانستان مېرمنې تکړه وى،دښځوحالت به ورځ په ورځ په ښه کېدوشي او دانه يواځې دښځو بلکې دټول افغانستان وضيعت به ډېرښه ژر ښه شي. په پاى کې يوځل بيازه هغه مېرمنې اونجونې چې په دې برخه کې ترنورو فعالې دي ورته دبېټ نېکه په دې دعاباندې آمين وايم چې وايي:

لويه خدايه لويه خدايه
داوګړي ډېرکړې خدايه

لويه خدايه لويه خدايه
په تل پاتې پښتنۍ مينه

کابل – وزيرمحمداکبرخان مينه – دافغانستان ملي راديوتلويزيون
دخالي (شنبه) ورځ دغبرګوي پنځه لسمه ١٣٩٧ لمريز