کور / تازه خبرونه / په سنګين کي د طالبانو او دولت تر منځ نښته وشوه

په سنګين کي د طالبانو او دولت تر منځ نښته وشوه

د هلمند په سنګين ولسوالۍ كي د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواكونو تر منځ نښته سوې چي دواړي خواوي يوبل ته د مرګ  ژوبلي د اوښتلو ادعاوي كوي .


بهرنيو ځواكونو د چهارشنبې په  ورځ په رالېږل سوې خبرپاڼه كي  د شپږو طالبانو د وژل كېدو خبر وركړى دى .


په اعلاميه كي راغلي دغه جنګيالي هغه مهال د سنګين په مربوطاتو كي ووژل سول كله يې چي ددوئ د ځواكونو پر ګزمې بريد وكړ ، چي وروسته ددوئ د زندان څخه څو تنه ملكي كسان هم ازاد سوي دي ، او ددوئ سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي .


سيمه ايز خلك  د څلور ولسي خلكو  د وژل كېدو خبره هم كوي .


وسله وال طالبان وايې ددوي او بهرنيو  ځواكونو تر منځ په پرونۍ نښته كي دولس بهرني سرتيري وژل سوي دي .


سنګين د هلمند يوه ډېره نا ارامه ولسوالۍ ده چي د چارواكو په وينا تر ډېره يې اطرافي سيمي د وسله والوطالبانو په لاس كي دي