کور / راپور / {اوسني حالات اوپښتو ادب} یوه ورځنۍ څیړنغونډه

{اوسني حالات اوپښتو ادب} یوه ورځنۍ څیړنغونډه

د تیری یکشمبې  یعني د جولائي پر ۶مه نیټه د خراسان ادبي کاروان ږوب په تکل د ::اوسني حالات او پښتو ادب:: تر سر لیک لاندي یوه ورځنۍ قامي څیړنغونډه د ږوب د ګرامر سکول په تالار کی وشوه چي په کي له ټولو پښتني سیمو لکه  پښتونخواه،کراچۍ،او سهیلي پښتونخواه له ټولو برخو څخه لوی لوی لیکوالانو او شاعرانو ګډون درلود دا قامي غونډه د سهار پر ۱۰:۳۰ بجې پیل سوه چي د لومړۍ برخي  پیل یې حافظ رحمت نیازي  د کلام پاک په مبارکو آیاتو سره وکړ د دې اولي برخي چی یواځي د مقالو له پاره ځانګړې وه مشرتوب یې له پيښور څخه راغلۍ میلمه لیکوال محترم سلیم راز صیب ته ورکړل سو.


 او د کوربه په حیث محترم طاهر هوتک ناست وؤ او د درانه میلمه پر چوکۍ د سهیلي پښتونخواه ایالت  د بلدیاتو وزیر محترم عبدالخالق بشر دوست صیب ناست وؤ او ورسره په دریځ کي  محترم خوږژبی شاعر غازي سیال ،کریم بریالی او سعید ګوهر صیب ناست وؤ. په لومړي سر کی د ږوب تکړه شاعر خاطر مندوخیل د پښتو ادبي کاروان د کار اوزیار راپور وړاندي کړ پس له دې محمد حسن اتل خپله مقاله وړاندي کړه او محترم بشر دوست صیب د وخت د نشت له وجي څخه د تګ اراد لرله ځکه خو د وینا وار هم ژر ورکړل سو او په خپله وینا وه کړه په وینا کي یې وه ویل چي په دې کي شک نشته چي پښتو یوه غني او تاریخي ژبه نه د خو بد بختي دا د چي موږ Ø پښتو له پاره کار لا څه خو ورته ګرانی هم نه لرو ولي چی نن چي زموږ نوي نسل کوم باسیواد او علمي توګه لږ منور ځوانان راپورته شوي دي هغه هم نن په پښتو ویلو او لیکلوکي  د نورو ژبو اصطلاحات او ټکي کارول د ځان علمي پوهنه لولي که څه هم له داسي  کاره څخه ژبه غني نه بلکه د ختمیدو لامل ګرځیداي  شي. هغه زیاته کړه چي موږ په خاصه توګه د لیکوالانو او شاعرانو دا ‌ذمه واري جوړيږي چي د خپلي کورنۍ ژبي د لا زیاتي پر مختګ له پاره کار او ځیار وه باسي. هم دارنګه د رحیم شاه فولاد د ږوب پر تاریخ باندي تر خپلي خبرتیا پوري رڼا واچوله.


پس له دې د مقالو برخه په بشپړه توګه Ù �یل شوه چي پکي  خلیل منور،برکت شاه، رشیدحقمل،احمد جان احمد، نظرمحمد پانیزئي، غازي سیل (ترنم )  امام محمد امام، کریم بریالی،سعید ګوهر او سلیم راز په خپل وار خپلي په زړه يوري مقالې وړاندي کړې له دې  پس د غرمې ډوډی  وه خوړل سوه او له ډوډی پس ډیر زورور او له خوند ډک باران وشو چی له کبله یې موسم بې حد ښايئسته او خوندور کړ او د شاعرانه مزاج په مطابقت  موسم جوړ شو،خود باران له وجي پاته برخه دوباره پیل کولو کي هم څه د برق ستونځي پیدا شوې ، خود خراسان ادبي کاروان ملګرو په ډیر همت او کم وخت کي دا ستو نځه د لاسي برق جوړولو ماشین په وسیله ختمه کړه، هم دغه رنګه د مقالو سلسله بیا پیل شوه او ورپسې صادق ژړک،نواز قائل ، سید خیر محمد عارف،عبدالعلي غورغښتي، اسیر منګل، ډاکتر سهیل انشا او پوهاند سیال کاکړ صیب خپلي مقالې وړاندي کړلې. ټو لو لیکوالانو په ټولنیځ توګه د پښتو ادب د لا غني کیدو له پاره د کار او ځیار ایستلو اپیل کولو او د سوچه کولو له پاره یې له دولته څخه  پښتو په پښتني سیمو کي د لیک لوست او دوتري ژبي  جوړلولو غوښتنه کوله چی واقعي هم په پاکستان د ټول پښتانه یوه بنسټیځه مسله د.او دا مطالبه یې د یونیسکو د غوښتني سره جوته مطالبه هم د او یو بین المللي حق هم دی. هم دارنګه دا لو مړی برخه د ماخوستن پر ۱۰:۰۰ بجې پائ ته وه رسیدله،د یادوني وړ د چي  د لومړۍ برخي د ویاندی چاري د خراسان ادبي کاروان ږوب منشي مسرور موساخیل ت رسره کولې .بیا پسي د ماخوستن ډوډی وه خوړل سوه له ډوډی پس یوه ډیره أو په زړه پوري مشاعره وشوه .


د مشاعرې د ویاندی چاري  نسیم ګل نسیم او د هغه همکار پر مخ بیولې په دې مشاعره ه کي کم نه کم  ۱۵۰ شاعرانو خپل خپل کلامونه وړاندي کړل هم دارنګه دا یوه ورځنۍ څیړنغونډه د دوشمبې د سهار د بانګ پر وخت پائ ته وه رسیدله.