کور / تازه خبرونه / لوړپوړي مامورین د اختلاس په تور له دندو ګوښه کړل سوي

لوړپوړي مامورین د اختلاس په تور له دندو ګوښه کړل سوي

دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر محمداحسان ضیا نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دا ومنله چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۶ تنه لوړپوړي مامورین د اختلاس په تور له دندو ګوښه کړي دي او دیوه تن ویډیو فلم هم لري چې د بډې د اخیستو باره کې یې خبرې کړي، ده د دغو کسانو نومونه وانه خیستل خو ویې ویل چې یو یې د تهیه او تدارکاتو ريس و چې پرمختیایي پروژې به یې خصوصي شرکتونو ته په قرار داد ورکولې.


د ژورنالیستانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې دا کسان څارنوالۍ ته نه دي معرفي کړي، احسان ضیا وویل: څه مي کړي وای چې څارنوالۍ ته یې معرفي کړم، دوه درې ورځې وروسته خوشې کېږي. بل دا چې ما سره کوم سند هم نه و، ځکه په دوی چا ادعا نه وه کړې.


یوه ژورنالیست ترې وپوښتل چې سند مو نه درلود نو په کومو اسنادو مو لرې کړي که چېرې هغوی پر تاسې حیثیت د اعادې دعوه وکړي څه به وکړی؟ احسان ضیا ددغې پوښتنې په ځواب کې لږ ټکنی شو کله چې یې ځواب ورته ونه موند نو په لنډو ټکیو کې یې وویل، هغه مهال چې هغوی دعوه وکړه بیا به سره ګورو.


دغه مطبوعاتي کنفرانس په داسې حال کې ورکول کېږي، چې دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نه لرې کړل شوي لوړ پوړي مامورین بېرته د ښوونې او روزنې په وزارت کې مقرر شوي او ددغه وزارت مامورین شکایت لري چې پر دې سربېره نور ډېر کسان هم شته چې په اختلاس کې لاس لري خو د وزیر او د هغه د معینانو دوستان دي، پر ناوړو کارونو یې سترګې پټوي.