…ښاروالۍ، امنيتي چارواکو، ترافيکو او … د همږغۍ غونډه وکړه

د لراوبر اداره | جولای 9th, 2008


د کابل ښاروالۍ،امنيتي  چارواکيو، ترافيکو او ټرانسپورټ وزارت دهمغږۍ غونډه وکړه.


دکابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مطبوعاتي مشاوريت :


دکابل ښاروالۍ دښاري خدمتونودمرستيال ښاغلي وهاب الدين سادات په مشرۍ، د ټرانسپورټ وزارت د پاليسۍ او پلانګذارۍ مرستيال ښاغلي نصيراحمد انصاف، د کابل دامنيې قومندانۍ داستاځي، د کابل د ترافيکو د لوى رئيس مل پاسوال نور الدين همدرد په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.


مرستيال ښاروال وهاب الدين سادات وويل، چې  په غونډه کې دکابل ښارد پليولارو پر خالي کولو،د ورځني بازار پر جوړولو، مال ګودامونو، تمځايونو منظمولو او د کابل ښاروالۍ پر ځينو نورو ستونزو خبرې وشوې  او لازمې پرېکړې يې وکړې.


په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د کابل ښار په  بېلابېلو برخو کې به ورځني بازارونه جوړيږي، چې  کراچيو او رېړو واله به ورته خپلې سوداوې د خرڅلاو لپاره وروړي.


په غونډه کې دکابل د ټرافيکو رئيس وويل، چې هغه لارۍ او باري وسايل چې کابل ښار ته ننوځي بايد له څلور نيم ټن نه زيات وزن ونلري او خپل مالونه د کابل ښار په څلورو دروازو کې خالي کړي، چې په همدې فيصله وشوه.


په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې  د کابل ښار په څلورو دروازو کې دې مالونه کښته کيږي او وروسته دې بيا د کوچنيو ګاډيو په وسيله د کابل ښار بېلابېلو برخو ته لېږدول کيږي.


په غونډه کې  پر دې هم خبرې وشوې، چې د کابل ښا ر ټولو هټيوالو ته دې خبر ورکړل شي، چې  د خپلو هټيو په محدوده کې دې سوداوې وپلوري که نه نو له قانوني چلند سره به مخامخ کيږي.


ددې په موخه  د غونډې د ګډوانوالو لخوا پرېکړه وشوه، چې دوى به په اووه نۍ کې درې ورځې دامنيتي چارواکيو،دکابل ښاروالۍدمارکيټونودتنظيم درياست،دکابل د ترافيکو، او ترانسپورټ وزارت داستاځيو په ګډون به عمليات کوي، هغه  واټونه او پليو لارې به خالي کوي چې په بې قانونه توګه پرې سوداوې پلورل کيږي.


همداشان غونډه کې چارواکيو فيصله وکړه،چې د کابل ښار ترافيک به  د کابل ښاروالۍ د عامه نظم له هغو چارواکيو سره مرسته کوي، چې د ښار د پاکۍ او دګاډيو د عامه نظم او بې ځايه درولو مخنيوي لپاره کار کوي.


غونډه کې فيصله وشوه،چې راتلونکي کې به هم ورته غونډې کيږي او د کابل ښاروالۍ، د کابل ټرافيکو، ټرانسپورټ وزارت او امنيتي ارګانونو ستونزې به پکې څېړل کيږي او د حل لارې چارې به ورته لټول کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024