کور / تازه خبرونه / جلال اباد: د هند کونسلګرۍ څنګته چاودنه وشوه

جلال اباد: د هند کونسلګرۍ څنګته چاودنه وشوه

لږه شيبه وړاندې د جلال ابادپه ښار کې د هند د قونصلګرۍ تر څنګ په يوه درنه چاودنه کې شپږ تنه مړه اواته نور ټپيان شوي .


د پاکستاني ټي وي جيونيوز په وينا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړي چې د دوی له خوا شوي په دغه بريد کې دقونصلګرۍ دوه تنه  لوړپوړي چارواکي او د درې نور افغان پوليس وژل شوي.


که څه  هم د ننګرهار چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي  خو په جلال اباد کې عيني شاهدان وايي چې بريد د ريموټ کنټرول بم په وسيله تر سره شو او پکې څلور لارويان او دوه تنه پوليس ووژل شول. لا تر اوسه هند په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی او نه يې هم د خپلو دوو چارواکو وژنه تاييد کړي.  


دا په روانه اونۍ کې په افغانستان کې د هند په استازو دوهم مرګونی بريد دی.  دوه  ورځې وړاندې په کابل کې د هند په سفارت هم يو ځان مرګی بريد شوی وو چې پکې ۴۰ تنه مړه او ۱۴۱ نور ټپيان شوي وو. په مړو او ټپيانو کې د هند د سفارت پنځه تنه شامل وو. د دغه پېښې پړه طالبانو پر غاړه نه وه اخيستي او افغان حکومت د پاکستان استخباراتي شبکه ( آيي، ایس، آيي ) په پېښه کې په لاس لرلو تورنه کړی وه خوهغوی دغه تورونه رد کړي وو.