کور / اسلامي / دموسی (ع) دصحیفو شپږ خبري

دموسی (ع) دصحیفو شپږ خبري

حضرت ابوذر(رض)وایی چه ما عرض وکړو ای د الله رسوله : دا ارشادوفرمایه چه دحضرت موسی(ع) په صحیفوکی څه وه ۰ ویی فرمایل شپږخبری وی۰



  • ۱:– ماته تعجب دی په هغه چا چی هغه ته ددوزخ یقین دی چه هغه څنګه خاندی۰

  • ۲:– اوتعجب دی په هغه چا چه دمرګ یقین لری بیاڅنګه خوشحالی کوی  ۰۰۰۰

  • ۳:– اوماته تعجب دی په غه چاچه هغه ته دحساب یقین دی نوبیاڅنګه ګناه کوی۰

  • ۴:– اوتعجب دی په هغه چاچه په تقدیر یقین لری بیاولی حیران او سرګردان ګرځی بعضی روایتونوکی دی چه ولی غم کوی۰

  • ۵:– ماته تعجب دی په هغه چاچه دنیا اود دنیاوالواوړیدل را اوړیدل وینی بیاڅنګه په دی مطمین کیږی۰

  • ۶:– او ماته تعجب دی په هغه چاچه دجنت یقین لری بیا نیکی نه ګټی۰۰۰۰۰۰



تنبیه الغافلین

تبصره نسته

  1. بهترینی خبری مو را نقل کری دی
    خیروسی