کور / تازه خبرونه / د امريکا او روسيې د توغنديو شخړه

د امريکا او روسيې د توغنديو شخړه

د خبري رسنيو په حواله د هغه وروسته چي امريکا او  د چک جمهوريت په پخپل هيواد کي د امريکا د سټراټيژيکو د فاعي توغنديو د سیسټم د ځای پر ځای کېدو قرار داد امضا کړ ، مسکو سمدلاسه واشنګټن و ګواښوی چي په دې اړه به پوځي غبرګون وښيئ .


د روسيې د بهرنيو چارو  د وزارت په هغه بيانيه کي چي په همدې مناسبت يې خپره کړېده ويلي د ي چي «که زموږ و پولو ته نيژدې دامريکا د سټراټيژيک سپر ضد توغندۍ  ځای پر ځای شي نو موږ به يې ځواب نه په ډيپلو ماټيکه ژبه بلکه د پوځي لار ورکړو»


پرون امريکا اعلان وکړ چي غواړي د توغنديو  په دغه دفاعي پروسه کي، روسيه او اروپا دواړه   برابر شريکان کړي .


 ويل کيږي چي د روسيې جمهور ريئس ديميتري مدوديف  په جاپان کي د جي اته سر مشريزي غونډي په ترڅ کي د بوشه سره  په خپله لومړنۍ کتنه کي هم د همدې توغنديو د دفاعي سيسټم د ځای پر ځای کېدو په اړه لفظي شخړه را پورته سوې وه .