کور / شعر / څلوريځي

څلوريځي

څلوریځه
 
که له حسنه دی خلاف وی خپل  ازل
مه نازیږه دسرو زرو په چارګل
 
ما لیدلي دي تاند زړونه تړل شوی
دازل دفاملرنی په  اوربل
 
 
څلوریځه
 
هره ورځ چی پر سړی باندی تیریږی
شیرین عمر یی فنا ته نژدی کیږی
 
خو چی هر څومره زړیږی زوړ هوس یی
شی هلک غوندی بی باک نا قراریږی


 
څلوریځه
 
په دنیا کی تر هر څه ده زوروره
ډیر پردي زړونه ورخپل کا ښه خبره
 
که ابلیس ځان رسوی دژبی سرته
مخنیوی له یی پکار دتوحید زغره
 
 
څلوریځه
 
ځان خبر کړه دزاهد په ښه معنی
ده له زهد ځخه مشتق کار یی جدا
 
ترک ددرو څیزونو ښا یی وزاهد ته
ز -زینت ه-ده هوا -او دال- دنیا