کور / تازه خبرونه / بغلان : په مخدره توکودروږدوکسانودراټولولوکمپاین پیل کړ

بغلان : په مخدره توکودروږدوکسانودراټولولوکمپاین پیل کړ

دبغلان پولیسوپه دغه ولایت کې په مخدره توکودروږدوکسانودراټولولوکمپاین پیل که. سیدنظام الدین نظام له مخدره توکوسره دبغلان دآمنیه قومندانئ دمبارزې مدیروایی چې دبغلان ښاریانوشکایتونو اوپه مخدره توکودروږدوکسانوډيروالي دوي دې ته اړکړل چې داکمپاین په لاره واچوي تردې دمه په دې پيل شوي کمپاین کې  په مخدره توکواویاتنه روږدي کسان پولیسوراټول کړي دي چې دمعتادینو روغتون ته به یې دبغلان آمنیه قومنداني معرفي کړي  
دبغلان پولیس په داسې حال کې په مخدره توکو دروږدوکسانو دراټولولو کمپاین پیلوي چې په دې وروستیو کې دبغلان دښآر دوکاندارانو دمعتادینو دغلاوو څخه شکایتونه وکړل.
دیادولو وړ ده چې دبغلان ولایت په څوارلسوولسوالیو کې اوس مهال سلګونه په مخدره توکو روږدي کسان شتون لري چې یاهم دخلکوکورونه لوټوي اویاپه ښارونو کې سوال کوي

خبریال نورګل اندړوال