کور / تازه خبرونه / په فراه کي د والي ضد لاريونونه روان دي

په فراه کي د والي ضد لاريونونه روان دي

اصف ننګ ضد مظاهره

زرګونو لاریون کوونکو دیوه لاریون په ترڅ کې  دفراه دوالي اصف ننګ دګوښه کیدو غوښتنه وکړه او ګواښ يې وکړ که يې دولت غوښتني ونه مني، دکابل –کندهار – هرات لویه لار به دخلګو پرمخ وتړي او ددولت سره به خپلي اړیکي پري کړي.اصف ننګ ضد مظاهره

زرګونو لاریونکوونکو د۳ شنبې په سهار دفراه ولایت په مرکز کې دیوه لاریون په ترڅ کې دفراه والي اصف ننګ په بې کفایتي ، دقومونو ترمنځ په نفاق او په اداري0 فساد  تورن کړ او دمرکزي دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې باید ژر تر ژره يې ددندي څخه ګوښه کړي.

دا لاریون کوونکو دولایت مقام مخ ته درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل که چیري دولت ددوی مشروع غوښتنه ته مثبت جواب ورنکړي، ډیر ژر به دکابل – کندهار –هرات لویه لار دخلګو پرمخ وتړي او ددولت سره به اړیکي پرې کړي.

دالاریون کوونکو همداراز ګواښ وکړ چې دلاریون يې ۱۵ ورځي پوره کیږي خو تراوسه پورې دولت ودوی ته هیڅ ډول جواب ندی ویلي.

بل پلو بیا دفراه دوالي ویاند محمد ناصر مهري لاریون کوونکي مافیا او دشخصي ګټو پالونکي بولي، او دوالي په وړاندي هرډول تورنه ردوي.

په فراه ولایت کې نن ۱۵ ورځ ده چې دوالي په وړاندي لاریون روان دی ، خو تراوسه دولت دخلګو غوښتنو ته مثبت او یا منفي جواب ندی ویلي.

احمدولي سرحدي