کور / هراړخیز / د خاوري د تخريب بدي پايلي

د خاوري د تخريب بدي پايلي

خاوره مځکه

خاوره مځکه

لیکوال:ذبیح الله تنویر/ پکتیا 

په نړیواله کچه د خاورې تخریب یو منل شوی مشکل دی،کوم چې د نړۍ خلک یې له بدو پایلو څخه خوندي نه دي، زیات زیانونه یې ورته اړولي او تر ډیره یې د ژوند چاپیریال له ډول ډول ستونزو سره مخ کړی.

د مخنیوي لپاره یي په زیاتره پرمختللو او پرمختیایې هېوادونو کې هڅې روانې دي، دوی د خاورې د تخریب د مخنیوي لپاره ځانګړي پروګرامونه لري چې په پایله کې یې تر ډیره بریده د خاورې د تخریب مخنیوی کړی،خو دا په وروسته پاتې هېوادونو کې په بل ډول ده ،دلته د خاورې تخریب دوامدار او همیشنی ده، په دې ډول هېوادونو کې چاپیریال دومر ککړ ده چې هره ورځ په لسګونو وګړي د مرګ حولې ته لیږي.

د خاورې تخریب په دې ډول تعریفولی شو چې د زراتو انتقال له یوځای څخه بل ځای ته د خاورې د تخریب په نوم یادیږي.
یا د خاورې د زراتو بلیدل ،د همدغو زراتو انتقال او په بل ځای کې د همدغه زراتو رسوب ته د خاورې تخریب وایي.

یا د خاورې د حاصلخیزۍ له منځه تګ ته د خاورې تخریب وایي.

د خاورې د زراتو د انتقال دوه لوی عاملونه اوبه او باد دي کوم چې په وسیله یې د خاورې زرات له یو ځای څخه بل ځای ته انتقال مومي، ولې نور عوامل هم شتون لري چې کولي شي د خاورې زرات له یو ځای څخه بل ځای ته ولیږدوی.

نو کله چې د خاورې زرات له خاورې جدا کیږي حتمي ده چې دغه زرات به فضا ته د پورتنیو عواملو په واسطه وړل کیږي،چې په پایله کې د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي او په چاپیریال کې د هوا د ککړتیا باعث ګرځي.

نو کله چې هوا ککړه شوه ،همدغه ککړه هوا د انسانانو او حیواناتو په واسطه تنفس کیږي او د ډول ډول ناروغیو د رامنځته کیدو سبب کیږي.

نه یوازې دا چې د انسانانو او حیواناتو د ناروغیو او مړینې سبب کیږي بلکې د خاوې د ضایع کیدو ،د چاپیریالي ستونزو د رامنځته کیدو، د ابیاري د سستمونو د ډکیدو او بندیدو د چاپیریال د بدرنګه کیدو، د نباتاتو څخه دښې خاورې د له منځه تلو،د اوبو د ککړ کیدو او نورو ډول ډول ستونزو د پښیدو باعث کیږي.

موږ ته دا ډیره مهمه ده چې د کرلو وړ ځمکه مو همداسې هر وخت د کر لپاره اماده وي،دا ځکه چې خاوره ده چې د نړې اقتصادونه ورباندې چلیږي ،خاوره ده چې موږ ته غذایي مواد تهیه کوي، خاوره ده چې موږ ورباندې کورونه جوړ کړي ،خاوره ده چې زموږ چاپیریال یې جوړ کړی ،پس وایو چې خاوره د نباتاتو او حیواناتو استوګنځی او د دوی د ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره د فابریکې حاصیت لري.

افغانستان کې خاوره تر ډيره تخریبیږي ،خاوره نه یوازې چې دهېواد په دننه کې تخریبیږي بلکې د هېواد خاوره نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم ضایع کیږي.

دلته د خاورې په تخریب او د هغه څخه په پيښدونکو حطرونو باندې څوک نه پوهیږي،دلته د خاورې تخریب د پښیدو ټول عوامل زموږ کار شوی،دلته موږ د خاورې د مخنیوي عوامل نه پلي کوو او داسې نور.
افغانستان کې خاوره تر ډیره بریده تخریب شوې،د خاورې د ساتلو لپاره کوم اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي،ځنګلونه کوم چې د خاورې په مخنیوي کې مهم رول لوبوي زموږ له شره نه دي پاتې شوي، نباتي پوښ کوم چې د خاورې د تخریب په وخت کې د اوبو او باد د سرعت د کمیدو سبب کیږي دلته خو یا له سره شتون نه لري او که لري یې هم موږ یې له بیخه اوباسو تر څو د سون لپاره ګټه ترې واخلو،د اوبو بندونه اوس په هېواد کې د ویجاړیدو په خال کې دي کوم چې کولی شي د خاورې تخریب راکم کړي،او په مدې ترتیب نور .

دا چې د افغانستان ځمکې تر ډیره میلاني شکل لري ،نو که چیرته په دي ډول ځمکو کې ځنګلونه او څړځایونه نه وي نو خاوره به په ډيره پیمانه د اوبو او باد په واسطه تخریب شي.

نو اوس خو دا ښکاره ده چې په افغانستان کې ځنګلونه په ډير ظلم سره وهل کیږي ،حتمي ده چې کله ځنګلونه نه وي نو خاوره به هم تخریبیږي.

د خاورې تخریب د نباتاتو په تولید کې کموالی رامنځته کوي دا ځکه چې کله حاصلخیزه خاوره تخریب شي پاتې خاوره دتخریب شوې خاورې په نسب ښه حواص نه لري کوم چې د حاصلاتو د کمښت سبب کیږي.

د خاورې تخریب د جدا شوې خاورې په واسطه د هغه نباتاتو په سرکیني کوم چې زموږ د حوښې نباتات دي.

د خاورې تخریب د اوبو او باد په واسطه د خاورې زرات په کورونو،ښارونو،په خدماتي ودانیو ، د ابیاري په سستمونو او نورو باندې کینوي،چې په پایله کې یې ورسره د چاپیریال د ککړیدو سبب ګرځي.

د خاورې تخریب د اوبو د ککړیدو سبب ګرځي ،هغه اوبه کوم چې موږ د څښاک لپاره استمالوو او یایي په صنعتي چارو کې مصرفوو د هغو د کفیت د خرابیدو سبب ګرځي.

او داسې نورې بدې پایلې شتون لري کوم چې د خاورې د تخریب په نتیجه کې منځته راځي.

د افغانستان د کرنې ،اوبو لګولو او مالدري وزارت د خاورې د تخریب د مخنیوي لپاره هغه څه نه دي ترسره کړي کوم چې لازم دي.

په دې برخه کې د یاد وزارت هڅو او کوششونو ته ډيره اړتیا ده تر څو د خاورې د تخریب د بدو پایلو څخه مخنیوي وشي او همدارنګه د خاورې، چاپیریال،ځنګلونو په ټوله کې د کرنې د ودې او پرمختیا لپاره کار وکړي.

یو خو به یې د هېواد د کرنې ،ابیاري او مالدرۍ د پیاوړتیا لپاره کار کړي وي بلکې ورسره په څنګ کې به یې خپل مسولیت هم ادا کړی وي.