کور / شعر / د ډاکټرانو په اړه د عزرائيل (ع) ګيله

د ډاکټرانو په اړه د عزرائيل (ع) ګيله

نافع همت

نافع همتد ډاکټرانو په اړه د عزرائيل (ع)  ګيله

عزرائيل ويل زما ربه عاليشانه
که دا يو خواست مي قبول کړې مهربانه

يو ډاکټر دی په فلاني ځای کي اوسېږي
په وژلو کې تر ما تکړه يادېږي

که زه يو وژنم دی وژني سل نفره 
بس قصاب دی، تر قصاب دی هم بدتره

لاسوهنه کوي زما په وظيفه  کي
د علاج په نوم د خلکو روح قبضه کي

راسپارلای سې و ما ته يو بل کاره
دا ډاکټر  به سي وژلو  ته  وزګاره

او که وايې چي  ستا کار دی د وژنو
د ډاکټر يې غرض څه ستا په کارونو

اجازه راکړه چي مړ دغه  ډاکټر  کړم
ځني خلاص ټوله کوڅه او ټول ټبرکړم. 
                 (ژباړه)