کور / خبرتیا او پيغامونه / محمدولي ځلمی هم ولاړ

محمدولي ځلمی هم ولاړ

محمدولي ځلمی لراوبر ويبپاڼه

سردار ولي پښتونزوی


د سړيو په دې کاختي کي د ارواښاد [ محمدولي ځلمي ] د مرګ ناځوانه حمله راباندي داسي سخته تمامه سوه، لکه بيخي چي مي مرګ نه وي ليدلی.
 اټکل نوي کلن ځلمی د کندهار ښار د دوهمي ناحيې د سيد محمد په شتمنه کورنۍ کي زېږېدلی او دحقوقو فاکولته ئې لوستي وه.
ارواښاد محمدولي ځلمی د کندهار ولايت هغه ليکوال وو چي ډېري اولسي څېړني ئې تر سره کړې، نوموړي د طلوع افغان ورځپاڼي، کندهار مجلې، هلمند جرېدې؛ مسول، د اطلاتو او کلتور وزارت د پښتو د تعميم او انګشاف لوی مدير، د ويښو ځلميانو غړی او د ګڼو کتابونو ليکوال وو.محمدولي ځلمی لراوبر ويبپاڼه
دوه کاله دمخه چي مي په ټليفون کي خبري ورسره وکړې؛ د دولت او پښتنو څخه دومره ناخوښ برېښدی، لکه پر کړي کار چي پښېمانه وي!
دده مړينه د ټول افغانستان په ځانګړي ډول کندهار د پاره لویه ضايعه بولم، درد او غم ئې احساسوم، کورنۍ او ټولو اړوندانو ته د لوی خدایﷻ له دربار څخه د زړه صبر غواړم.
د مرحوم ځلمي ليکل سوي کتابونه په دې ډول ول:
۱: د پښتني تاريخ مفردات
۲:شيوعيان او پرلتاريان
۳:د ننګيالي په نامه د شعرونو ټولګه
۴:پښتني هڅي
۶:پښتونستان او پښتونخوا د تاريخ په لمنه کي
۷:زموږ په هيواد کښي استعماري جاسوسان
۸:د پښتو او اسلاميت د کلمو سره ګډوډېدل
۹:پر نورو قومونو باندي د افغان مليت اطلاقېدل
۱۰:په کوپراتيفونو کي د کلخوز او سنچوز اهميت
۱۱:د اسلامي وحدت او عدالت په لار کي د سيدجمالدين خدمتونه
۱۲:د افغان انګريز د لومړي دوهم درېيم جنګ د نومياليو مبارزينو کارنامې
۱۳: د پښتنو پر نسب باندي د ځينو تاريخونو سهوو تصحيح
۱۴: امريکايان څوک دي، ژباړه
۱۵:اجتماعي سيسټمونه، ژباړه
۱۶:د ابداليانو او غلجائيانو د اقتدار دورنه او مشاهير
۱۷:سړبنان، غرغښتيان او کړلانيان څوک دي او دوی د سهاک سره کېږي؟
۱۸:ځان او جهان
۱۹:د کندهار تاريخي جغرافيا
۲۰:د غزني تاريخي جغرافيا
۲۱:د لوګر تاريخي جغرافيا
۲۲:د پکتيا تاريخي جغرافيا
۲۳:د ننګرهار تاريخي جغرافيا
۲۴:د کابل تاريخي جغرافيا
۲۵:غزنی جای اوليا و هرات خاک اوليا
۲۶:د کندهار مشاهير
۲۷:د کابل نوميالي ورځپاڼي او جرېدې
۲۸:د کندهار ځيني تاريخي مسجدونه او ملايان
۲۹:مجاهد افغان
۳۰:د کندهار ځيني نوميالي خطاطان او د خطونو نمونې
۳۱:طلوع افغان او د هغه د چلوونکو لڼده سوانح
۳۲:زموږ نوميالي غازيان
۳۳:د اصلاح ورځپاڼي لنډه تاريخچه
۳۴:د فکر او بيان آذادي
۳۵:په افغانستان کي د مطبوعاتو لنډه تاريخي او د هغو د وزيرانو او مشرانو پېژندنه
۳۶:د کابل نوميالي عارفان او صوفيان
۳۷:د پښتونستان د جوړېدلو کتلی خوب
۳۸:د امير عبدالرحمن خان مايبې او ځيني قولونه
۳۹:د پوې پېړۍ راهيسي د کندهاريانو پر ځينو دودونو خيالاتو او طرزالعملونو نوی نظر
۴۰:په کندهار کي د مخ لوڅي او د ښځو راوتلو د آذادۍ ماجرا
۴۱:د ديموکراتيک خلقي انقلاب پيلامه
۴۲:پای به مو څه وي؟
۴۳:د افغانستان او روسيې د تاريخي مناسباتو لنډه تاريخچه
۴۴:انساني او شيطاني اعمال
۴۵:د افغانستان د ځينو نومياليو او روښان فکرو مېرمنو لڼده پېژنده.
پای