کور / نوميالي / غازي محمد جان خان وردګ او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه

غازي محمد جان خان وردګ او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه

Radul bawary larawbar news

Radul bawary larawbar newsد روان کال د تلې (میزان) میاشتې په ۲۸– ۲۹ ورځو کې په کابل او میدانښار کې (وردګ د تاریخ په بهیر کې) علمي سیمینار جوړ شوی و چې د هېواد یو شمېر درنو پوهانو، لیکوالو او څېړونکو خپلې مقالې پکې ولوستې. د دې له پاره چې د دې سیمینار د لیکنو فیض عام شي، دلته د  محمد رسول باوري لیکنه له تاسو سره شریکوو چې غازي محمد جان خان  وردګ
او د هغه په نوم ياده سوې يوه سکه
 نومېږي (اداره)

غازي محمدجان خانکوم دا ليونتوب چي غوغا را باندي راسي
سکه وهم پر زرو چې خاوند يې راپيدا سي
 
دا بيت د هغي سکې پر مخ حک شوې دی چي د محمد جان خان وردګ په نوم ياده سوېده.  پخوا تر دې چي د دې سکې په اړه څه ووايم اړينه ګڼم چي د سکه پوهني او د مسکوکاتو پر يو شمير ځانګړنو په لنډه توګه تم شم. ·
 
 
سکه  پوهنه، د لرغونو زمانو د بيا پيژندلو خورا ډاډمنه  پوهه  ده. دا پوهنه د لرغونو  او تاريخي ټولنو د پيژندلو  په اړه  هر اړخيز مالومات  د څيړونکو او پوهانو په  واک کي ورکوي . دا مالومات  د اقتصادي وړتيا بيا تر ټولنيزي اړتيا د عقيدتی ارزښته بيا تر کلتوري درنښته، ټولي خواوۍ رانغاړي .د همدې امله د سکې پوهني علم د يوه خپلواک دسپلين په توګه د نورو علومو تر منځ  ځانګړی موقف او دريځ تر لاسه کړيدی.
 
په پخوانيو تاريخي  ټولنو کي د بنسټيز بدلون نښي هغه مهال په بشپړه توګه ډاډمني ګڼل کيږي  چي  د هغو ټولنو په مسکوکاتو کي د هغه بدلون انعکاس راغلی وي. په مسکوکاتو کي حک سوي انځورونه، ليکل سوي  متنونه، د مسکوکاتو وزن، د مسکوکاتو فلزی نوعيت او په مسکوکاتو کي نوري پرتی نښي، زموږ سره دا مرسته کولای سي چي په ډاډ د هغی ټولني رښتينی انځور  لاس ته راوړو.
 
 

 
د شکه پرته ويلای شو چي  د سوداګری کچه، د اقتصادي پياوړتيا نښي،  په ټولنه کي د عامو وګړو د ژوندانه  څرنګوالی، د عامه ګټو له پاره  د تاسيساتو اندازه او نور د خپل پير  د مسکوکاتو څخه په خورا اسانه توګه  را پيدا کولای شو.په دې  ډول  د هري دورې د مسکوکاتو نوعيت او کميت د هغې دورې  د اقتصادي حالاتو بشپړ بيان  کوي، چي  د مسکوکاتو د دې  اړخ بيان ، د دې  ليکني موخه نه ده، نو ځکه  په همدې يوه پارګراف بسنه کوو.
 
اوس به  د مسکوکاتو پر سمبولونو او ليکنو لنډ تم سم . په مسکوکاتو کي  د سمبولونو دود  د پخوانيو زمانو راهيسي  پيل شوي دی . په مسکوکاتو کي د سمبولونو حک کول  او يا د نښو کيندل  په بيلا بيلو ټولنو کي بيلا بيل تعبيرونه  لري، دلته  د کوشاني دورې يوه سمبول ته پام اړو :
د كنشكا او له هغه  وروسته كوشاني پاچاهانو په زمانو كې د سكو پر مخ د نيزې نښه يوه ځانګړې علامه ده، چې د يو عام دود او دستور په حيث د کوشاني واکمنانو له لوري  عملي  شوې دی . هر كوشاني پاچا په خپل نوبت د خپلې سكې پر مخ د نيزې حك كول د يوې خاصې علامې په حيث  دود كړېده.٢
 
د كوشاني سكو پر مخ د نيزې انځورول او حك كېدل سربيره پر دې، چې  په رومي مسکوکاتو کي د نيزې انځور  مقدس بلل كيده او د قدرت او عظمت بهترين او عاليترين سمبول  ګڼل كېده  او  همدا د  ساكانو  په سكو كې نيزه د جنګ يوازنى وسيله بلل شوي ده، ولې د كنشكا او د هغه څخه وروسته كوشاني پاچاهانو ته، نيزې بل مفهوم او افاده درلودل . په دې انځور او سمبول كې  د هغه مهال وګړو له پاره په مسکوکاتو کي د نيزې انځور د كنشكا مافوق بشري قدرت او روحاني قوت تغښتي وو. په دې اړوند ابوريحان  البيروني  ليکي .
 
"كله چې كنك پاچا ته د قنوج د واكمن تحفه راورسيده او ورته وړاندې شوه، كنك پاچا د تحفې په ليدلو په غضب شو. د دې قهر علت  دا و چې د تحفې په سر باندې د لاس د علامې پر ځاى د پښې علامه موجوده وه. په همدې اساس يي د قنوج د واکمن د مينځه وړلو له پاره لښكر ترتيب كړ. د قنوج په نږدو كې د قنوج د واکمن  يوه چالاكه وزير د كنك افراد او جنګي لښكري داسي دښتي ته وهڅول چي د تندي  له امله د جنګ پريښودلو ته  اړ شول. په همدې وخت كې كنك پاچا خپله نيزه په ځمكه ووهله او له هماغه ځايه څخه اوبه راوبهېدې  (۴: ۸۵) .
يو بل عمده عنصر، چې د كوشاني دورې او خاصتاٌ د كنشكا څخه وروسته د سكو پر مخ ليدل كيږي هغه د اور لمبې دي چې د پاچايانو له اوږو څخه راپورته كيږي. د دې علامې څخه څيړونكو دوې بنسټيزي نتيجې تر لاسه كړيدي: لومړى دا چې د اور لمبې د اور نمانځنې (آتش پرستي) مذهبي عقيدې سره تړاو لري او دوهم  تړاو دا چي  د کوشاني مسکوکاتو پر مخ د اور لمبې  د يوې فکلوريکي کيسې سره اړه لري چي وايې :"كنشكا د كاپيسا په شاوخوا  د يوه غره په لمنه كې د يوې ستوپي يا بودايي معبد د ودانولو تكل وكړ. نوموړي معبد شپږ ځله جوړ شو،  ولې تر هر ځل جوړېدو وروسته به د (ناګاراجا) (خبيثه ارواح) له خوا ويجاړ شو. پس له شپږم ځله جوړېدو څخه كنشكا د ناګارجا پر ضد جګړه پيل كړه او د جګړې په جريان كې به يي په خپل روحاني قوت د خپلو اوږو څخه د اور لمبې پورته كولې چې په همدې ترتيب يي ناګارجا له هغه ځايه څخه وشاړه او كنشكا خپله ستوپه جوړه كړه او ويي ساتله" (١: ۴۳)
 
د مسکوکاتو  پر مخ  ليکني هم د سکو د مهال  سياسي حالات را څرګندوي، بيا هم د کنشکا مسکوکاتو ته ورځو. د كنشكا د يوې دايروي طلايي سكې توضيح:
وزن: ۱،۲۲ ګرينه  ( يو ګرين د  پنځه ويشت پر سل قيراط سره برابريږي )، اندازه : ۰،۸  انچه
د سكې پر مخ او شاه په كوشاني كاليو كې چې لوړ څوكې خولې يې په سر ده، چپنه يې په اوږو او مخ ته يو كوچنى د قرباني ميز ليدل كيږي . په كيڼ لاس كې يې يوه اوږده نيزه ښكاري او په خروشتي رسم الخط  ليكل شويدي چې: " د پاچاهانو پاچا كوشاني كنشكا" د سكې په بل مخ د لمر رب النوع "ميرو" تصوير ليدل كيږي. (٢ : ۳۳۵)
د پاچاهانو پاچا کوشاني کنشکا د ليکني څخه د شک پرته د هغه مهال ستر توب او عظمت څرګنديږي .
 
د دې يادونو موخه دا ده چي مسکوکات د خپل  اړوند مهال  د ټولنو د پيژندلو او د تاريخي پيښو د بيانولو او پوهيدلو له پاره  خورا مهم اخځونه او منابع ګڼل شوي دي. د افغانستان په معاصر تاريخ کي  هم د مسکوکاتو رول او ونډه خورا مهمه او ارزښتمنه ده (3).
 د دې وينا د ثبوت يوه بيلګه هم  غازي محمد جان خان وردګ  ته منسوبه سوې  سکه ده چي په زيات شمير تاريخي متونو کي د هغې يادونه شوې ده . مرحوم استاد احمد علی کهزاد د دې سکې په اړه ليکي :
( در فرصتيکه امير محمد يعقوب خان بدست انګليسها بندی شد و قوای خارجی به کابل رسيده بود، يکی از زعمای ملی محمد جان خان وردګ که نام با شهامتش در مسلۀ اخراج دشمنان ويرد زبان خورد و بزرگ بوده است، در اين گير ودار از پيدا شدن پاچا افغانستان چنين سکه زد .
 
 
 
 ميکنم ديوانه گی تا بر سرم غوغا شود
سکه بر زر ميزنم تا صاحبش پيدا شود
 
لومړی د سکې په اړه : په زياتو تاريخي متونو کي د دې سکه يادونه شوې ده، يو شمير ليکوالو د سکې ضارب څرګند کړی او يو شمير نور بيا د سکې ضارب نوم ته پام نه دي اړولی، خو د سکې دا يو بيت دومره نامتو سوی او 

ويل سوېدی چي اوس د اولس او په ځانګړي توګه د مورخينو تر منځ  د خپلواکۍ د شعار  او د ملی بغاوت  د سمبول په بڼه کارول کيږي.  
 
د دې يوه بيته مورخين زيات مالومات تر لاسه کولای سي. لومړی  د دې  بيت وضاحت دا دی چي هغه مهال په هيواد کي د ټولو له پاره  يو تن منل شوی واکمن نه و، نو ځکه دا سکه د يوه ملي اتل  له لوري ضرب شوه او د خپل مهال د سياسي حالاتو انځور يې پکښي څرګند کړ . دوهم وضاحت دا دی چي دا سکه به تر هغه  کارول کيږي چي د هيواد رښتينی واکمن را وړاندي کيږي .  په دې ترتيب د دواړو اخيستنو يوه پايله تر لاسه کيږي  او هغه دا چي، د انګريزانو سره د جګړې پر مهال  افغان ولس  يو تن  داسي لارښود نه درلود چي د هغه ملي پاڅون لارښوونه وکړي. هر افغان زلمي او هر قومي مشر  او د هري مدرسې مولوی، په خپلو سيمو کي د دې پاڅون ملاتړ وکړ او ځوانان يې د مورچل تر بريده بدرګه کړل. په دې ډله ملي مشرانو کي يو هم غازي محمد جان خان وردګ و، چي د خپلي سيمي څخه بيا د هيواد تر مرکزه يې د خپلواکۍ مورچلونه تاوده وساتل او د انګريزي يرغلګرو ځواکونو له پاره يې  هر ګام ګورستان کړ.
 
پايله :
د  ياد شوي تعبير  تر څنګ  په دې بيت کي د افغاني دود يوه خورا ستره اخلاقي پانګه نغښتې ده او هغه دا چي: محمد جان خان وردګ د افغاني دود سره برابر د پاڅون مشري کوله، او د سکې د چلولو اړتيا يې  محسوسه کړه،   د دې له پاره چي  په ولسونو کي  د منفي تربګنيو او ناوړه سياليو مخه يې نيولې وي، نو يې سکه په خپل نوم ضرب نه کړه بلکي دا حق يې هم خپل ولس او خلکو ته پريښودی چي د دې هيواد مشري چا ته سپاري؟ دا ډول سلوک  زموږ  په ولسونو کي  د زيات  درنښت وړ دی . ميرويس نيکه هم هيڅکله د پاچا  او يا امير لقب ونه مانه، او پوره اته کاله يې د يوه مشر په نوم د هيواد ملي چاري سمبال کړې.   
ستاسو د پاملرني مننه