کور / خبرتیا او پيغامونه / د محمدولي ځلمي مړينه لویه فرهنګي ضایعه

د محمدولي ځلمي مړينه لویه فرهنګي ضایعه

 واحد فقيري -امريکا

متاسفانه نن ( فبروري ۲، ۲۰۱۷)  د فیسبوک له لاري خبر سوم چي محترم محمد ولي ځلمی صاحب وفات سوی دی. هغه دي الله پاک وبخښي. د ځلمي صاحب د وفات په ارتباط  لومړی د هغه محترمي کورنۍ ته او بیا د افغان د فرهنګ او وطنپالني ټول مینوال کهول ته تسلیت وايم. د غمشریکۍ او خواخوږۍ ګډ احساس ورسره اظهاروم. د ځلمي صاحب مرګ واقعا یوه لویه فرهنګي ضایعه ده. ځکه په یوه کلام کي هغه د کندهار د مجلې (۱۳۳۹) موسس وو.  
محمدولي ځلمی لراوبر ويبپاڼهځلمي صاحب په خپل نسل کي د کندهار د شلم قرن د نیمايي له محدودو فاکولته پاسو منورو لیکوالانو څخه وو.  ښاغلی ځلمی د وېښ ځلمیانو د موسسي کنګرې له ۲۲ غړو څخه یو کس وو. هغه په کابل کي د دې تاریخي غونډي عیني شاهد او فعال غړی وو. هغه د افغانستان د مبارزاتي تاریخ یوه مستنده او معتبره مرجع وو.
د ښاغلی ځلمي او د هغه د نسل د نورو پوهنتون پاسو منورینو یو بارز فرهنګي شاخص دا وو چي هغوی په عمومي توګه په پښتو لیکل کول. او ښه او با سویه لیکل ئې کول. که څه هم د اکثرو ئې څو خارجي ژبي زده وي، په خارج کي ئې عالي تحصیلات کړي ول، خو د سلطنت نه خوښېدل.اکثره ئې د سلطنت په مخالف قطب کي پاته سول. او تر پایه پوري د سلطنت او داود خان لپاره د  ناړامو او رټل سویو خلګو په جمله کي ول. 
ښاغلي ځلمي د افغانستان په مبارزاتي تاریخ کي زیات تحقیقات کړي دي، او پدې برخه کي ئې د قدر وړ اثار لیکي دي، د مثال په توګه (د استبداد او مطلقیت په مقابل کي د ځینو افغانانو ملي مبارزې). پدې کتاب کي، د ښاغلي ځلمي د پوهنتون او عصري تحصیلاتو زور راڅرګندېږي. هغه د افغانستان مبارزاتي تاریخ د سیاسي علومو د یو استاد غوندي لیکلي، او په ضمن کي ئې خپل ملي دریځ او انتقاد نه دی پټ.
د ښاغلی ځلمی د سیاسي لیکوالۍ کیفیت او ظرافت د (کندهار) په کتاب کي راښکاره کېږي. هلته ځلمي صاحب داسي نویو موضوعاتو ته توجه کړې ده چي نورو کندهاري لیکوالانو ورته نه ده  کړې. پدې کتاب کي ځلمي صاحب د کندهار اجتماعي او اقتصادي مدني موسسات معرفي کوي. د کندهار شرکتونه، فابریکې، تولیدات، او په مجموع کي د کندهار بورژوازي او طبقات د سیاسي علومو د یو استاد غوندي معرفي کوي. د هغه دا کار ځانګړی او ممتاز دی.
ښاغلي ځلمي د کندهار و معاصر تاریخ او فرهنګ ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. کله چي په کندهار کي د مطبوعاتو ریس وو، ځلمي صاحب په خپل مسولیت او شخصي ریسک د مرکزي حکومت له اجازې پرته د مرحوم محمد نادر ایوبي (اجتماعي نظریات) په کندهار کي چاپ کړل (تاج ایوبي).  دا وخت د مرحوم داود خان د صدرات کلونه ول. استبداد په موج کي وو، او هر ډول مستقل سیاسي افکار او حرکت منع وو.  په کندهار کي د وېښ ځلمیانو اکثره غړي یا بندي ول، او یا کابل ته جزايي استول سوي ول. کندهار راډيوتلويزون ارشيف
ښاغلي محمد ولي ځلمی په سیاسي لحاظ یو مترقي چپ دیموکرات وو. د سلطنتي استبداد او رژیم مخالف وو. په خپلو لیکنو کي ئې د افغانستان د وروسته پاتي والي ستر او اساسي علتونه سلطنتي استبداد او د ملت عمومي ناپوهي ښودلي دي. 
ښاغلي محمد ولي ځلمی د افغانستان په مبارزاتي تاریخ کي د ژوري مطالعې او تفکر خاوند وو. د ښاغلي ځلمي د لیکوالۍ همدا شاخص د (ملي مبارزې) په کتاب کي ښه راڅرګندېږي. هلته ځلمي صاحب د استبداد او دیکټاتورۍ سیاسي او اجتماعي رېښې راڅېړي، او تاریخ ئې د سید جمال الدین افغان، مشروطیت، او په اسیا او اروپا کي د نورو ازادی بخښونکي نضهتونو سره تړلي. په اروپا کي ئې د بورژوازي او لیبرالیزم له انقلابونو سره وصلوي.      
که څه هم ما شخصا محترم محمد ولي ځلمی نه دی لیدلی، خو د هغه په باره کي مي ښه زیاتي کیسې اورېدلي دي. ځکه د ښاغلي ځلمي زیات پخواني یاران د واشنګټن په ساحه کي ژوند کوي، او د افغان – امریکن د ټولني بارز او محترم غړي دي. زما همدې دوستانو د ځلمي صاحب سره  کلونه کلونه تېر کړي دي. هغوی ټول ځلمي صاحب په پاکي، سیاسي تقوا، او وطنپالني باندي یادوي. ظریف او د خاص طبیعت خاوند ئې ګڼي. د یو ځانګړي  خیال او فکر صاحب ئې بولي. او یو با پرنسیپه او قاطع سړي ئې یادوي. 
کندهار راډيو تلويزون ارشيفد خپل وخت د اکثرو کندهاري منورینو بر عکس ځلمي صاحب د لیک او لیکوالۍ سړی وو. د هغه د لیکوالۍ شوق په همعصره کندهاري منورینو کي په ندرت میندل کېږي. هغه په خپل ۸۶ کلن ژوند کي یو لړ مهم اثار ولیکل. هغه د کندهار ښار د نورزو په څوکه کي زوکړی وو. 
زما شخصي تجربه دا ده چي د کندهار د معاصر تاریخ په باره کي  ځلمي صاحب یو له ډېرو محدودو دقیقو او با استعدادو لیکوالو څخه دی. هغه د کندهار و تاریخ، فرهنګ، او د لیکوالي سټایل ته ئې نه هیرېدونکی خدمتونه کړي دي.  په عمومي توګه ئې مواد محلي او لوکل ول. موضوعات ئې سیاسي او اجتماعي ول. هدف ئې د پوهي او روڼا خورول ول. او د خلګو تنویر او راویښول ول.  
مرحوم ځلمی صاحب پخپل ټول عمر کي، د کندهاري منورینو لپاره د مجلس او سیاسي ګرادوونو یو ښه ملګری وو.  که څه هم زیات وخت ئې په کابل کي تېر کړ، خو هلته هم د کندهاري نخبه ګانو لپاره یو محور او قطب وو.
هیلمن یم که چیري خلمي صاحب  د وېښ ځلمیان په برخه کي کوم مستقل اثر لیکي وي، ژر تر ژره انلاین سي، او خپور سي. ځکه پدې برخه کي د هغه خاطرات اول لاس مواد دی، او ضرور به پاک او عیني وي. 

روح ئې ښاده! او لاره ئې تلپاته!