کور / خبرتیا او پيغامونه / ارواښاد محمد ولي ځلمی -د خواخوږۍ پيغام

ارواښاد محمد ولي ځلمی -د خواخوږۍ پيغام

کندهار راډيوتلويزون ارشيف

د هیواد پیاوړی لیکوال، نومیالی ځیړونکی اوتکړه تاریخپوه ارواښاد محمدولي ځلمی د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام                                                                                                              د هیواد پیاوړی لیکوال ، نومیالی ځیړونکی ، تکړه تاریخپوه  ، مخکښ ژورنالیست  او د کندهار مجلې مؤسس ارواښاد محمدولي ځلمی د ۸۶ کلنۍ په عمر له   دی نړی څخه دتل لپاره سترګی پټی کړی
 إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
اروا ښاد محمد ولی ځلمی صاحب  تکړه لیکوال ، ځیړونکی او خبریال وو ،نیمه  پیړی یی په چاپی رسنو کی دلیکوال ، خبریال او مشر په توګه په ‌‌‌‌‌‌ډیری سپيڅلتیا او ایمانداری سره ‌‌‌‌‌‌دهیواد د مطبوعاتو له طریقه دولس خدمتګار پاته سوی او په دغه وروستی کلونو کی یی ‌‌‌‌‌‌ډیری ستونزی ، ناروغی او ربړونه وگالل .کندهار راډيو تلويزون ارشيف
 ارواښاد ځلمی ‌‌‌‌‌‌ډیر ارزښتناک څیړنیزاو علمی آثار دځانه پری ایښي دی چه <کندهار> او < دکندهار مشاهیر> لیکنی یی  خورا مشهوری دی.
دخواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه دارواښاد  ځلمی مړینه یوه لویه فرهنګی ضایعه بولی ارواښاد ته جنت الفردوس کورنی ، دوستانو اوفرهنګیالانوته جمیل صبر دلوی خدای (ج) د دربار څخه غوښتونکی ده . روح دی ښاد وی
الحاج جنرال غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر