کور / خبرتیا او پيغامونه / پر ميرصاحب کاروال د شيرحسن پيغام

پر ميرصاحب کاروال د شيرحسن پيغام

د ولسونود بيدارۍ او دټولنيز عدالت په پار د مبارزينو ديو نسل فعال او وتلي سياستوال ميرصاحب کاروال په اوږده جلاوطنۍ کې نن د روسيې په رستوف ښار کې د ژوند له کاروانه جلا شو. 
انا لله وانا اليه راجعون.
د کاروال نوم مې په برنده ځوانۍ کې زموږ د ټولنير سياسي تاريخ په خورا ستونزمنو شېبوکې، هغه وخت چې لا د ښوونځي زده کوونکې وم په نېکۍ اوريدلي و. زه لاهغه وخت خبريدم چې کاروال په ټولنيزو سياسي کشمکشونو کې د حاکم  فرکسيوني استبداد په وړاندې تل د مظلومو هغو تر څنګ د دفاع د زړه ور وکيل پتوګه دريدلی و.  وروسته مې د مهاجرت په کلونو کې ورسره له نږدې وپيژندل، داستوار شخصيت ګڼې خواوې يې د قدر وړ وي، په ازاد بحث کې يوکوچني سړي هم کولای شول خبرې يې ور رد  کړي يا ورسره موافق نه شې، خو دده پر ټنده مې د قهر او بدبينۍ علايم نه دي ليدلي. په سياسي او ټولنيز منطق کې متوازن و او هيڅکله مې له حاله وتلی نه دی ليدلی. 
کاروال ومړ خو د نيکۍ کارنامې يې پاتې دي. هغه دې خداي (ج) وبښي، روح يې ښاد او ياد يې تلپاتې اوسه. کورنۍ او خپلوانو ته يې جميل صبر غواړم.