کور / تازه خبرونه / د باچا خان د قبر سیاسی او قامی ګټې

د باچا خان د قبر سیاسی او قامی ګټې

 

لیکوال: عبدالحی ارین 
بدبختانه پاکستان هغه هیواد دي چیري سي د مکتب په کتابونو کښې  د مُترکي قامي او سیاسي اتلانو د پاره سټ ځائ  نشته. که څه هم په دغو کتابونو کښې  استعماری عرب چغال او شوکمارممد بن قاسم  اتل ګیرځیدلې دي.
او د سومنات د مندر یرغلګر مامود غزنوئ د افتخار یو څلي ګڼل کیږي، اود هند عیاش باچهان لکه رنګیله او اکبر پاچا د اسلام استاذي په توګه ورشول کیږی. دا هغه باچاهان دي چی د سکولونو، ټولنیز انصاف او د خپل اولسونو د ستونځو د هوارولو په ځائ بې    د خپلو ماشقو د ژوندی ساتلود پاره د" تاج محل غوندی تاریخی مانړي د هغه وخت په دووشت لکه روپیو تعمیر کړې وې چی هغه پیسې د باچا نه بلکه د اولس د ټیکس پیسې وې.د پاکستان په سکولونو کښې که څه هم د وهابی او جهادی سید احمد بریلوی دپاره ځائ شته، خو  د پښتنود اتلانو او د ازادی د قامی قهرمانانوپه هکله دغه کتابونه هیث هم نه لری. هم دغه علیت دی 
چی  فخر افغان  باچا خان په خپلو کې پردائ دی. او د نووۍ کهول ځوانان که څه هم د عرب او د غرب اتلان ستاۍ خو خپل قامی قهرمانان سټ نه پیژنی. 
خان عبدالغفار خان یا باچا خان چی د هند خلګ ورته فرنټئر ګاندی، د لر او بر وطن خلګ ورته فخر افغان وۍ او په نړی که د عدم تشدد د یوه اوچت" څلي" په توګه پیژندګلوی لری.
 خان عبدالغفار خان  په ۱۸۹۰ کال د چارسدې د خان بهرام خان په کور که سترګې وغواړولې. که څه هم د هغه پلار غوشتو چی  عبدالغفار خان د تعلیم نه پس د هغه وخت د هند د فوځ نوکری وکی، او عبدالغفار خان ې په فوځ کې بهرتی کی. خو عبدالغفار خان ته د انګریز غلامی ډیره ګرانه شکاره سوه ځکه د ضمیرتله ې ډیره درنه وه او هغه د فوځ دغه نوکری ته ورشه که او خپال قام تې ور مخ کړی. لکه څنګه چی د قام ناتار په قام .راګرزی، او د پشتنو د درپدری درمان له پیرنګی یا له هندی سرا نه  وو ځکه عبدالغفار خان د خپل شخصی ګټو په ځائ قامی کار د ژوند مرام وګڼی. 
 او د خپل اولس د خدمت کولو د پاره ې ملا وتړه.  بیا د وو چی هغه  په ۱۹۲۱ کې تحریک افغانیه تنظیم کی او هم ددغه پلیټفارم د لارې د پشتنو د ټولینز ژوند او  هغه په تعلیمی ډګر کی "سیال جوړلو د پاره دغه لوۍ کار ته ډغرې واوهلې. هم هغه وخت ې په پښتونخوا ایالت کې په خپله او د ملګرو د مټو په زور ۷۰ سکولونه جوړ کړی وو. 
هم دا رنګه په ۱۹۳۰ کې د پښتنو  د خیلي زئ او په خپل مینځ کې د بدئ او رنګ بدئ له مینځه وړلو د پاره خدائ خدمتګار تحریک جوړ کی چی هغه به د عدم تشدد یا ځغم له لارې په پښتنو کې یووالۍ، تربورګری پر ځائ ورورګلوی او د یو بل تر مینځ روغه جوړه راوسته. او قامی دښمن ته بې یو موټی کول.ځغم، مینه، پښتونواله،ازادی او د انسانیت خدمت کول د باچا خان او د خدائ خدمتګارو د تحریک مرام وو. هغه په تول ژوند له وهل کوټل ځه کراکه کوله او د مینه خواخوږی وو. 
 د مذهب په سپیڅلي نامه انسانان "ترهټل" هغه له هغه وخت غندلی وو. او ویل به چی " د مذهب په نامه د انسانانو قتلول او د هغو کورونه شوکول او یا اورونه ور اچول د خدائ دین نشی کیدائ. ولې چي د خداي مذهب خو "مینه" کول او د انسانیت خدمت کول دي.

 هغه غوښتل چي د ځغم د لارې  پشتانه په خپل مینځ کې سره خواږه کي او دښمن ته یوموټې شي. نن که موږ وګورو ځیني خلګ د باچا خان د ځغم یا عدم تشدد وه فلسفه ته داسی رنګ ورکی چی باچا خان  غوشتو چی  پشتانه دی خپل دشمن ته مدام سرټیټ ساتی چی که دښمن هر څه  له پښتونو سره کوي خو هغه دی دغه بد برداشت وي، او  پشتون دي د عدم تشدد په فلسفه ولاړ وي. خو حقیقت داسی نه دي. د باچا خان د ځغم فلسفه دا وه چی په چه په یو انسان هم ظلم مه کوې، خو ظالیم چی هر څوک وی، هغه ته نیغ دریږی. لکه سنګه چی خوشال بابا وائی: 
چی نشه د استبداد لری په سر کې…
مه ته یو دئ که افغان وی که مغل….


باچا خان بابا غوښتل چی پښتانه  یو بل ته برداشت وموندی. په معمولی معمولی خبروجنګونه نه وکوې، خپلې وریندارې نه کونډوی، خپل وراره نه یتیم کوې. په یو فوت ځمکه باندی مړی نه وکې بلکه په خپلو سینو کی یو بل ته د خشم په ځائ مینه او د ځغملو توان وموندې. او هغه مکار دښمن چي تاسو ې در پدر کړۍ یاست هغه ته کله هم سر مه ټیټه وې. هغه د محمود خان اڅکزئی ساب خبره ده چی زموږ خلګ په یو شواروز ووبو باندې خپل پشتون ورور وزنی خو چی د پښتونخوا وطن ټولې ووبه پنجاب ځینې وړی په هغه هث غږ نه اوچت وي. له باچا خان څخه د کراکې یعنی نفرت له کبله نن د پاکستان واکدارانو د سکولونو له نصابه دغه ستر ملی مشر لرې کړیدی ځکه خو خلګ د باچا خان په هکله لیږ معلومات هم نه لری او د باچا خان د عدم تشد په فلسفه په سمه توګه ندی خبر. 

او بیا ځینی پښتنو د باچاخان دغه فلسفه داسی وګڼه چی که هر چا وهلې، ترټلې، چپ رپ ئی درته وئیل، او  په وینو کې لړلې، پښتون به هغه کس ته هس هم نه وائی. لکه څنګه چی پخواه باچا خان د انګریز په وخت کې یو سرخ پوش فورس جوړ کړی وو، او  د پاکستان له جوړیدو پس د غنی خان په مشری کی "ویش ځلمیان" په نامه یو فورس جوړ وو، چی د هغه مقصد هم دغه وو چی دښمن ته به په هر وخت کې د ځواب ورکولو د پاره پښتانه تیار وی. خو له بده مرغه، که د بابړې خونګړی وه او یا بیا په اوس  وخت کې چی دښمن پښتانه بې کوره او بې ګوره کوو، په لکونو پښتنو تې کډې ور په سر کې او د ترهګری په دې ډرامه کې تر ټولو غټه ترهګری له پښتانه سرا د پښتانه په وطن کې وکه، خو موږ بیا هم خپله سپیتانه ته د عدم تشدد نوم ورکړۍ وو، په مورچل کې دښمن ته د کښینستو په ځائی مو خپل سرونو په ریګ چیخلی و او چی کله به دشمن خپل توپک زمونږ د ځوانانو په سینو او زړونو کې سوړ کوو، نو د ځواب ورکولو په ځائ به مو وئیل چی موږ خو د باچاخان بابا د عدم تشدد پیروکاران یو. خو دغه په اصل کې ماځی غولول وو. باچاخان بابا کله هم داسی عدم تشدد نه وو غوشتې. 

باچاخان هغه پښتون افغان وو چه چی خپل قیمتی ژوندون د خپل قامی مرام د پاره ۲۷ کاله په جیل کې تیرکړی وو. خو د شرم او د خواشینې خبره دغه ده چی باچاخان ۱۲ کاله د فرنګی په جیل کې او ۱۵ کاله ې د پاکستان په جیلونو کې تیر کړی وو. خو بیا هم د بابا حوصله ماته نشوه.  نن که څه هم د بابا په نامه تعلیمی ادارې، هسپتال شته دې، د سړکونو او د چارسوګانو نمونه د باچا خان په نامه شته دی، غو د بابا غوندی پشتونواله او د پښتانه قام سرا مینه د هغه په ډیرکم مشرانو کې شته دی. بابا به وئیل چی هر پښتانه بلخصوص پښتانه سیاسی کارکنانو ته پکار ده چی هغه خپل ګفتار او کردار سم کی. په یو موقع بابا جی ووئیلي و سي  کوم قام چی هسی د طاقت او پیسو تر لاسه کولو دپاره هلې ځلې کوی، هغه قام قامی یووالی کله هم نشی موندې، هغه قام به کله هم په خپل ځان کې جمهوری روایات نه وموندی، بلکه هغه کله هم یو سپیڅلۍ مسلمان نشی کیدې. 
که موږ د باچا خان په ژوند او د هغه په سیاست نظر واچو، نو هتمن به  دې پاې ته ورسو چی د بابا ژوند او سیاسی تګ لاره  د پښتانه وطن دپاره ډیره ګټوره ثابت شوې ده. نن که په پښتنخوا صوبه کې څوک هم د پشتانه د وطن و د حقوق خبره کوی نو دغه د باچا خان د سیاست او خدماتو توشه ده. بلکې نورې خو له پریګږده چی د باچا خان مرګ او  په ازاد افغانستان کې د هغه قبر هم تر قیامته به پشتانه ته سیاسی او قامی ګټې ورکوي.