کور / تازه خبرونه / د کابل ژوبڼ یو ځل بیا دنړۍ په کچه خپل شهرت ترلاسه کوي

د کابل ژوبڼ یو ځل بیا دنړۍ په کچه خپل شهرت ترلاسه کوي

‎دافغانستان د ګرځندوی او سیاحت وزارت خبر ورکوی
‎چی دکابل ژوبڼ هغه نادر او وحشی ژوی چی د 1996 کال دکورنۍ جګړی ورسته ئی د هیواد مرکز کابل له ژوبڼه څخه تیښته کړې وه دورستیو 16 کلنو په موده کی بیرته کابل ژوبڼ ته ستانه سوي دي.

‎ دغه وحشی ځناور دتاجکستان, ایران,پاکستان, ترکیه لندن او ځینی دچټکی منډي وهونکي ژوی حتا اروپائی هیوادونو ته پرسیدو بریالي سوي ول. ژوی پوهان خبر ورکوي چي کابل ژوبڼ اوس محال د نړی په کچه یو غني او د سیلانیانو د پام وړ ژوبڼ ګرځیدلی دی.

کابل ژوبڼ Zoo director Sheraga Omar pats Marjan the one-eyed lion at the Kabul Zoo, in this Tuesday, Jan. 22, 2002, photo. Marjan, the zoo's most famous resident, reportedly died Saturday Jan. 26, 2002. In the 1990's, an Afghan guerilla showing off for his friends jumped over the guard rail into Marjan's den and the lion killed him; the next day, the victim's brother threw a grenade into the cage and the explosion took out the lion's eye. (AP Photo/Tanya Makeyeva)

‎دافغانستان د ګرځندوی وزیر وايي د 1996 کال پرمهال هغه نادر وحشی ژوی چي د هیواد څخه یې تیښته کړې وه ځینو يې دزیات عمر لرلو او ناروغۍ له لامله کابل ته دراسنیدو ورسته په هیوادکي سا ورکړی ده خو ځینی که څه هم له عمره زاړه دي خو صحت یې ‌دبشپړ ډا‌ډ وړ ګڼل سوی دی.

‎په یوه تازه خبر کي راغلي چي د هغه وخت یو بل ‌ډیر مشهوره وحش ژوی چي دتیښتی ځای ځاګی ئې معلوم نه وو هغه هم پدی ورستیو کی موندل سوی دی چی ښايي د رواني میاشتي تر پايه د کابل ژوبڼ ته راستون سي اوس محال د پخواني وحشي ژویو تر څنګ د هغوی بچي هم پدې موخه پدې ژوبڼ کی ساتل کیږي چی د زړو او ناروغه وحشي نادر ځناورو د مرګ تشه ‌ډکه کړي.

‎همدارنګه ویل کیږي چي پدې ژوبڼ کی مرسته کونکی هیوادونو هم د خپل وحشی ژویو څو بیلابېل ‌ډولونه ژوی دکابل ژوبڼ ته راستولی دي چی دغو ژویو ژوبڼ ته یو نوی رنګ ورکړی دی.

‎بل خوا بیا دکابل ښاریانو  اندیښنه ښودلی ده چی دغه وحشي ځناور د پخوا په پرتله ‌بل ‌ډول سوي دي هغوی وايب په دوی کي ځینی دتیښتی پر محال د غربی هیوادونو د عصری چاپیریال سره دپام وړ توافق کړی او ددغه هیوادونو د ژوند سره یې عادت نیولی چي اوس پخپلو پخوانیو قفسونو کي د خوشحالۍ احساس نکوي هر یو یې غواړي چي په یوازي او یو پراخه مجهز ځای کی ژوند وکړي او بل داچي په هغه پخواني خوراکي توکو یې هم سرپه نه ماتېږي.

‎دوی وایي چي د وحشي ژویو دغه بېځایه کبر او غورور ډیر ستر لګښت ته ضرورت لري همدارنګه کابل ښاریان وایي چي هره لحظه دا امکان سته چی ددغه وحشي ژویو د خواهیشاتو دنه پورکیدلو په سورت کي یو وار بیا د کابل کوڅو او واټونو ته راووزي او دکابل ښاریانو ته یو ګواښ پیښ کړي.

د مسرور تلاښ ليکنه