کور / خبرتیا او پيغامونه / د فدامحمدشرفيار پر مړينه د واګ پيغام

د فدامحمدشرفيار پر مړينه د واګ پيغام

په خواشینۍ سره خبر شوو چې په هلمند ولایت کې، د ودان افغانستان ګوند، د ناوې ولسوالۍ د کومېټې مسؤل –فدا محمد شرفیار- خپل پور پرې کړ.

انا لله و انا الیه راجعون

مرحوم شرفیار، د ګوند یو کلک متعهد ملګری وو چې په نیم ځان یې، د هلمند په ډېرو سختو امنیتي، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو کې، د افغانستان او افغان انسان د شرف ساتنې په لوړ انساني هدف، سیاسي مبارزه وکړه او ټول ګوند یې د خپلې برحقې ملي- انساني لارې پر پالنه لا معتقد کړ.

و.ا.ګ د نوموړي درنې کورنۍ او ټولو ګوندي ملګرو ته د جمیل صبر او ده مرحوم ته د فردوس جنت دعاوې کوي؛ ورسره دا ژمنه هم کوي چې د ارواښاد شرفیار د شریفانه سیاست لار به لا ودانه ساتي.

 

ودان افغانستان ګوند

مرکزي کومېټه

کابل- افغانستان

۱۸/ ۱۱/ ۱۳۹۵